کور / ترخې خبري / طالبان بيا واكمنېږي !

طالبان بيا واكمنېږي !

(په جنوبي او جنوب غربي ولاياتو كې د طالبانو پياوړي كېدل او د دولتي واكمنۍ زوال)



 تېر كال د سږ كال په پرتله دومره ډېرې امنيتي ستونزې نه وې او دومره ډېره مرګ ژوبله هم نه رامنځته كېده، نه هغه مهال دومره پراخو پوځي عملياتو ته اړتيا پېښېده. خو داسې ښكاري چې طالبانو په نويو وسلو، نويو تجهيزاتو، روزل شويو غړو او نورو اسانتياوو سمبالېږي. طالبان اوس له داسې تكتيكونو څخه كار اخلي چې چا يې اټكل هم نه شواى كولاى، داسې ښكاري چې د امريكا د ټكنالوژۍ پرمختللي وسايل هم په دې برخه كې ناكامه دي، ځكه امريكا ويل له دوى سره داسې يوه پياوړې ټكنالوژي ملګرې ده، چې د يوه متر په اندازه شى هم عكاسي كولاى شي.


 همدا اوس د هلمند ولايت پر ځينو ولسواليو طالبان عملاً واكمن دي، لكه: ديشو، باغران، موسى كلا، سنګين، كجكي او نورې… دغه راز د كندهار ميوند، پنجوايي، ښوراوك، ارغسان، غورك او داسې نورې… يا هم په روزګان كې، چې دولتي چارواكي يوازې د خپلو ولسواليو پر ودانيو واكمني لري، وخت ناوخت په دغو ولسواليو كې دولتي چارواكي، مامورين او نور مسوولين د نامعلومو وسلوالو كسانو له خوا وژل كېږي، چې ځينې مهال يې طالبان پړه پر خپله غاړه اخلي. ان چې ځينې كسان له خپلو موټرانو سره يوځاى تښتول شوي چې چا يې بيا درك نه دى لګولى.


  له بده مرغه زموږ ځينې تحليلوونكي او شنونكي چې يوازې د مېز تر شا ناست دي، ځينې داسې ليكنې كوي، چې له حقيقت سره ډېر اړخ نه لګوي، له دې كبله به هڅه وكړو چې په دې ليكنه كې د عامو خلكو رښتينې ستونزې او غوښتنې منعكسې كړو:


 د طالبانو د پياوړتيا لاملونه:


 داسې ښكاري لكه د دغو ولايتونو ډېرى خلك چې له خپل دولت څخه ناراضه دي، دا خو څرګنده خبره ده چې د خلكو لومړنۍ اړتيا امنيت دى چې دوى ته نه دى تامين شوى، خلك كار غواړي، چې په دغو ولايتونو كې اوس هم فقر په خپل زور سره واكمن دى ځينې كسان چې د بېوسۍ له كبله كوكنار كري، دولت يې كوكنار په داسې شكل اړوي، چې د زورورو كسانو كوكنار ورپرېږدي. په اكثرو ولسواليو كې ښوونځي تړل شوي، ځوانان د بېكارۍ له كبله نشو ته مخه كوي يا هم وسله اخلي او د دولت د مخالفينو په ليكو كې ورګډېږي.


 د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې خو د امنيې قوماندانۍ سرتېرو له ټولو كروندګرو پر هر جريب ځمكه له ۳۰۰۰ نيولې تر ۵۰۰۰ افغانۍ راټولې كړې، خو هغو كسانو چې پر هر جريب ځمكه ۵۰۰۰ افغانۍ وركړي، ځمكې يې روغې پاتې شوې دي، هغو كسانو چې وس نه درلود او پر جريب يې ۳۰۰۰ افغانۍ وركړي، ځمكې يې اړول شوې دي، چې هم يې پيسې لاړې او هم د يوه كال خواري! خو چارواكو په نړيوالو راډيوګانو كې اعلانونه وكړل چې په هلمند كې يې په زرګونو جريبه ځمكه د كوكنارو له كښته څخه پاكه كړې ده.


  د هلمند ولايت په مركز، لښكرګاه ښار كې د عمومي سړك پر غاړه هم كوكنار كرل شوي وو


 دغو كروندګرو عملاً دا نارې وهلې چې موږ دا دولت خپل نه ګڼو او مجبوره يې يو له طالبانو سره كه  عملا ملګري نه شو، مرسته يې وكړو- ځكه موږ خو انسانان يو خېټې لرو، اولادونه راپسې دي، مجبوريتونه لورو څه وخورو، دولت راځي زما د خپل لاس ګوله راڅخه تروړي.


 عام خلك وايي چې د نړۍ هېوادونه تل نارې وهي چې په افغانستان كې اساسي كارونه كوي، خو په دغو جنوبي ولايتونو كې يې نه خلكو ته د اوبو بندونه جوړ كړل، نه يې ولسواليو ته غزېدلې لارې پخې كړې، نه يې خلكو ته په رښتينې توګه روغتيايي اسانتياوې برابرې كړې او نه يې هم د مېرمنو د ژوند ښه كولو ته پاملرنه كړې ده، بالاخره يې نه خلكو ته ډاډمن امنيت تامين كړ.


 سيمه ييز قوماندانان له خلكو سره ډېر ظلم كوي، د هلمند ولايت له سنګين ولسوالۍ څخه شكايتونه اوچت شوي، چې ولسوال او امنيه قوماندان يې عام خلك ځوروي، د خلكو كورونه او دكانونه لوټي او ظلم او تېرى كوي. چې خلك له وېرې د شكايت غږ نه شي اوچتولاى. په نورو ولسواليو كې هم پوليس له عامو خلك سره زياتى كوي، د ساري په توګه:


 هغه پوليس چې د لويو لارو د ساتنې دنده پر غاړه لري، له ملكي او ليني موټرانو څخه په يوه او بل نامه په زوره پيسې اخلي، خلك وايي كه موږ جګپوړو چارواكو ته شكايتونه هم كړي، هغوى راته وايي تاسې دغو پوليسو ته پيسې وركړئ، ځكه دا ځوانان ستاسو لپاره په دندو ګمارل شوي او په دغو سپېرو دښتو كې ستاسو لپاره پراته دي!


 د كندهار- هرات پر لويه لار دغسې پوليس تر سترګو كېږي، چې په يوه او بل نامه له موټرانو پيسې اخلي، ان خلك په دغه لار كې د يوه ځايي قوماندان يادونه كوي چې خپل هلكان يې ساتلي او دا هلكان له موټرانو پيسې غواړي، كه چېرې څوك د پيسو له وركړې نټه وكړي، وهل ټكول وركول كېږي، د مرګ ګواښونه ورته كېږي او په زوره يې ځنې اخلي.


 دا خو څرګنده خبره ده چې افغاني ټولنه دودپاله او اسلامي ټولنه ده، چې خپلو ديني ارزښتونو ته په درنه سترګه ګوري، خو په تېرو كلونو كې چې نوى حكومت واكمن شوى دى، يو غل هم سزا ونه ليده، يو زناكار هم له شرعي اصولو سره سم په سزا ونه رسول شو. دا كار هم خلك ډېر زړه ماتي كړي دي. خلك وايي اوس مهال چې كوم ديني عالمان د دولت تر څنګ ولاړ دي، ټول يوازې د دولت په اشاره پر يوشمېر حساسو ټكو فشار راوړي، چې په هغو كې يوازې د دولت ګټې خوندي وي.


 خلك وايي زيات مهال يو غل ونيول شي- چې عملاً د غلا په جريان كې د پوليسو له خوا ونيول شي، خو بله ورځ د پيسو په بدل كې بېرته خوشې كېږي. دا خلك د طالبانو د مهال سخت نظام غوره ګڼي چې غل به خپله سزا ليده او چا به له وېرې نورو غيراسلامي كارونو ته زړه نه شواى ښه كولاى. (په دې وروستيو كې وليدل شول چې په داى كنډي كې يو تن د زنا ره تور- د طالبانو له خوا په سزا ورسېد).


 دولت په ښكاره په جنوبي او جنوب غربي ولايتونو كې د مخدره توكو پرضد د مبارزې يادونه كوي او وايي چې په ناامنيو كې قاچاق وړونكي لاس لري، خو ځينې خلك بيا په خپله د دغو ولايتونو پر واليانو نيوكه كوي چې ګواكې له خپله له دغو قاچاق وړونكو سره لاس لري او اكثره مهال ډېر كارونه د دغو قاچاق وړونكو په اشاره ترسره كوي. دوى وايي چې د دغو ولايتونو واليان عملاً له قاچاق وړونكو سره ملګري دي، چې له هغوى سره په ځينو معاملو كې پټه او ښكاره معامله كوي.


 دا څرګنده ده چې قاچاق وړونكي د امنيت په ډاډمن حالت كې خپل كار و بار په سمه توګه پرمخ نه شي بېولاى، شنونكي وايي چې د ترياكو يوشمېر غټ قاچاقوونكي طالب وسلوالو ته پيسې او مهمات وركوي، چې خلك طالبان او دا قاچاق وړونكي سره تړلي او د يوې لړۍ كړۍ ګڼي، خو د يادونې وړ ده چې طالبانو تل دا ادعاوې رد كړي، د طالبانو لورى وايي چې تر ټولو غټ چاقاق وړونكي همدا اوسني واكمنان دي، چې د دولت تر څنګ ولاړ دي.


 اكثره مهال په كندهار، زابل، هلمند او روزګان كې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره تصفيوي- پوځي عمليات كېږي، چې اتلافي ځواكونه هم ورسره ملګرتيا كوي، زيات مهال د اتلافي ځواكونو له خوا پر دغو سيمو باندې بمبارۍ هم كېږي، چې ګڼ بېګناه كسان هم په كې وژل كېږي، خو دولتي چارواكي او ائتلافي ځواكونه رسنيو ته وايي چې دومره طالبان يې وژلي دي. په دغو عملياتو كې اكثره مهال عام خلك زيانمنېږي چې ښځې او ماشومان هم په كې وژل شوي دي، خو دولتي چارواكو تل پر دغو تلفاتو خوله پټه كړې ده. 



طالبان، خو په څو څېرو كې:


 د كندهار، هلمند، زابل، روزګان كې د تېر كال په اوږدو كې د ۵۰۰په حدودو كې ښوونځي سوځل شوي دي، چې په لكونو زده كوونكي د زده كړې له نعمت څخه بې برخې دي. دا په داسې حال كې ده چې د نړۍ په لسګونو هېوادونه له افغان حكومت سره په پوځي، اقتصادي، كلتوري او نورو ډګرونو كې هر ډول مرستې ته تيار دي.


 زيات مهال دولتي چارواكي وايي چې طالبان د ښوونځيو د سوځلو نيت لري او نه غواړي چې د دې هېواد بچيان د زده كړې له نعمت څخه برخمن شي، خو كه سړى له بلې ډډې ورته وګوري قاري يوسف چې ځان د طالبانو وياند بولي، په وار- وار خبري رسنيو ته ويلي چې طالبان د ښوونځيو د سوځلو نيت نه لري او نه هم دا د طالبانو پاليسي ده، دى وايي طالبانو يوازې په زابل او غزني ولايتونو ځينې هغه ښوونځي وسوځل چې په كې د عيسويت تدريس روان و.


 د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې ځينې داسې طالبان هم شته چې په خپله يې د ښوونځيو امنيت ټينګ كړى او خلكو ته يې ويلي دي چې خپل ماشومانو دې ښوونځيو ته ولېږي، خو په همدې هلمند او كندهار كې بيا داسې كسان هم شته چې ځانونه طالبان بولي، په ښوونځيو كې ليكونه ځړوي ښوونكو او زده كوونكو ته ګواښ كوي، كه چېرې خپل ژوند غواړي نو ښوونځيو ته دې نه ځي. سړى حيران شي چې د دې ګډې وډې لانجې سر چېرې پټ دى.


 ان چې ځينې ښوونكو د همدغو كسانو له خوا وژل شوي، يا يې سرونه ځنې غوڅ شوي، پر نس حلال شوي، يا هم په بله ځوروونكې بڼه له منځه وړل شوي.


 يوشمېر تحليل كوونكي بيا وايي چې دغه ډول كسان چې غواړي ښوونځيو ته اور واچوي، ښوونكي وګواښي او زده كوونكي ووېروي، له پاكستان څخه راځي چې د پاكستان د حكومت لاس هم په كې دى. ځينې نور بيا وايي چې دا اسلامي حزب (ګلبدين حكمتيار) غړي دي، چې سړى د دغو كسانو تفكيك په سمه توګه نه شي كولاى.


 ځينې پوځي ډلې چې دوى هم ځانونه طالبان بولي دومره توندخويه او افراطي دي، چې دولتي مامورين هم ژوندي نه پرېږدي، ان داسې كسان يې هم وژلي دي، چې له كوم دولتي مامور سره يې اړيكي لرلي دي. دا ډول پېښې سړي ته د دوو لسيزو مخكې جريان وريادوي، چې هغه مهال به هم د مجاهدينو ځينو ډلو دغه ډول دولتي مامورين په يوه او بل نامه وژل په دې تور چې له دولت سره ولې همكاري كوي.


 يوشمېر ډلې بيا د شپې له خوا فعالې دي، سپكې او درنې وسلې ورسره دي، چې په كليو كې ګرځي او په جوماتونو كې شپې كوي، دوى له عامو خلكو څخه ډوډۍ ټولوي. دا ډول ځينې ډلې د كندهار_ كابل، يا هم هرات_ كندهار پر لويه لار هم پيدا كېږي، چې د شپې له خوا ګرځي او اكثره مهال موټران دروي، ټول سپاره كسان يې شوكوي، ان كله- كله خو يې دا لار دوه- درې ساعته بنده كړې وي، چې ټول موټران يې درولي وي، چې دا ډول پېښې ډېرې ليدل شوي.


 دا طالبان د خلكو جېبونه هم ګوري، كه له چا سره د كوم دولتي چارواكي كوم كارډ، د سټلايټ شمېره يا هم نورې نښې وليدل شوې، خلك ځوروي. ځينو موټرچلوونكو ويل چې له دغو ډلو سره كوچيان هم ملګري دي، خو ځينې نور بيا وايي دا په خپله دولتي پوليس دي، چې د ورځې په درېشۍ كې ګرځي، خو دشپې له خوا جامې بدلوي او غلاوې كوي.


 د طالبانو پر مهال به خلكو د كندهار- كابل پر لويه لار ټوله شپه سفر كولاى شواى، خو اوس موټرچلوونكي د شپې له ۹ بجو وروسته سفر ته زړه نه ښه كوي، ان چې په خپله دولتي پوليس هم دغو موټرانو ته د تګ اجازه نه وركوي او ورته وايي چې په لارو كې غله دي مه ځئ!!.



 څه اټكل كولاى شو؟:


 سړى چې روان حالت ته وګوري- داسې ښكاري چې امنيت به ورځ په ورځ خرابېږي او دولتي واكمني به په جنوبي او جنوب غربي ولايتونو كې نوره هم زيانمنېږي. په دې چې له دولت څخه ناراضه خلك مخ پر زياتېدو دي، چې په ولسواليو كې يې شمېر ډېر اوچت دى.


 دولتي چارواكي اكثره مهال نه غواړي چې ځينې موضوعات خبري رسنيو ته ورسېږي، دا ځكه چې دوى خپله كمزوري نه شي منلاى. موږ ګورو چې په افغانستان كې د دولت په وړاندې د تخريبي عملياتو بڼه بدلېږي او نوي- نوي شكلونه ځان ته نيسي.


 موږ په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو بېلګې نه درلودې، چې د شنونكو په باور له بغداد او نورو هېوادونو څخه په الهام دلته هم دا ډول بريدونه چې ډېره وېروونكې بڼه لري دود موندلى دى. خو عام خلك چې د اوسني حكومت هغه ژمنې او وعدې يادوي چې په پيل كې يې له خلكو سره كړې وې، ډېر نهيلي كېږي، دا ځكه چې نوي حكومت له خلكو سره ژمنه كړې وه، چې د هر يوه كس معاش به دومره وي چې يوه كورنۍ به په سمه توګه خپله ګوزاره په كولاى شي، امنيت به ټينګوي، تروريزم به ختموي او داسې نور…


 د دغو ولايتونو اوسېدونكي وايي چې دولت يوازې هرڅه پلازمېنې (كابل) ته متوجه كړي دي، ټولې خيريه ټولنې يوازې هورې كار كوي، امنيت هم هلته نيول شوى، ولسواليو ته پام نه كېږي، خصوصاً جنوب لوېديزې حوزې ته.


كه چېرې دولتي چارواكي دغه اړخ ته پام ونه كړي ښايي دا ستونزه نوره هم پراختيا ومومي، له ستونزې څخه تېښته د ستونزې حل نه دى، يا هم دولتي چارواكي فكر كوي كه چېرې خپله كمزوري پټه كړي نو وبه كړاى شي دا ستونزه اواره كړي، زما په نظر دا د حل معقوله لار نه ده، دوى بايد حقايقو ته په خلاصو سترګو وګوري. اوس مهال د كورنيو چارو وزارت هم د كندهار او هلمند ولايتونو پر چارواكو بنديز لګولى چې خبري رسنيو ته دې د بې امنيو رپوټونه نه وركوي، له همدې كبله زيات سيمه ييز چارواكي نه غواړي چې ځينې شيان خپاره شي.


مركزي حكومت ته په كار ده چې د بهرنيو ځواكونو له حضور څخه مثبته استفاده وكړي او په دغو ولايتونو كې دې روانه بې امني جدي وګني او د حل پر معقوله لار دې غور وكړي، كنه د يوه غټ سياسي بحران پيل ليرې نه ښكاري.

تبصره نسته

  1. هلال مومند
    د لروبر درنو چلونکو. هیله ده چې د (( د ننګرهار
    معارف د اخلاقي او اداري فسادنو هډه)) د عنوان لاندي لیکنه به یو ځل ولولئ او بیا
    به قضاوت وکړئ چې دا د لروبر په پاڼه د نشرولو ده او که نه.
    د ټولنې درانه
    پښتانه په کې سپک شوي او بهتان پسې ویل شوی دی. بې له کوم ثبوته پرې تورونه تپل شوي
    دي. هغه هم داسې یو چا لیکلي چې لکه پیری معلوم نه دی. په لیکنه کې د یادو شوو خلکو
    سره هیڅ اړیکې نه لرم، خو په دې باور یم چې داسې پروپاګند زموږ د پښتنو په ګټه نه
    دی.
    هیله ده چې د لروبر څخه به د بینوا پاڼه نه جوړوئ چې د خدمت په ځای د پښتنو
    پښې ووهي.
    وما علینا الا البلاغ
    په درنښت، هلال مومند


    خپلي تبصرې کولائ سئ چي د
    لراوبر د اړيکو
    له لاري راولېږئ !