کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په عراق کښي په سلګونو شکمن ځوانان د امريکا په بند کښي دي

په عراق کښي په سلګونو شکمن ځوانان د امريکا په بند کښي دي

ليکوال: پيټر جيمز سپيلمنن

    امريکايي ځواکونو پر عراق تر غيرقانوني يرغل وروسته نژدې ٥٠٠ تنه تنکي ځوانان او په لسګونو نور په افغانستان کې بنديان کړي دي. پر دوی بېلابېل تورونه لګول شوي دي. امريکا د ملګروملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې ته ويلي چې ټولټال ٢٥٠٠ تنه تنکي ځوانان چې عمرونه يې تر اتلسو کلونو ټيټ ډي، تر يوه کال د زياتې مودې لپاره یې د بوش د تروريزم ضد جګړې ٢٠٠٢ کال راپدې خوا په بند کي اچولي، چې ډېری يې په عراق کې دي،مدني ټولنو لکه د نړيوال عدالت شبکې او امريکايي مدني اتحاديې دغه عمل په کلکه غندلی او د ماشومانو د حقونو کنوانسيون له تعهداتو څخه يې سرغړونه بللې ده.

    د ملګروملتونو په دوره يي راپور کې د امريکا شکايت شوی او دا عمل يې د ماشومانو پر حقوقو تېری بللی دی، د امريکا متحدو ايالتونو دا منلې او په خپل راپور کې يې ويلي چې ( د امريکا متحدو ايالاتو چې کوم تنکي ځوانان نيولي، دوی د ايتلافي ځواکونو ضد فعاليتونو کې ونډه لرله، لکه د ناڅاپه چاودېدونکو توکو خپرول، د سرغړوونکو لپاره د څارنې عمل يا مخامخ د امريکا او ايتلاف پر ضد جګړه کې ښکېلتيا)، ډېری په دې باور دي چې دا ځوانان  د ١٦ يا ١٧ کلونو په عمر دي، په امريکا کې يو ١٧ کلن ځوان کولای شي د مور او پلار په رضايت عسکري خدمت وکړي.

    راپور وايي له ٢٠٠٢ کال راهيسې ټول ٢٥٠٠ تنکي ځوانان بنديخانو ته اچول شوي، اته تنه د ګوانتنامو په زندان کې اچول شوي، خو دغه اته تنه له ٢٠٠٤ کال څخه بيا تر ٢٠٠٦ کاله پورې خوشې شوي، پاته نور کسان په دې خاطر چې د خپلې زوکړې نېټه نه ده ورته معلومه، پاته دي. راپور وايي د متحدو ايالتونو د ځواکونو ډاکترانو د دوی ارزونه کړې او په دي باور دي چې په افغانستان کې درې تنه زندانيان تر ١٦ کلونو کم عمر لري، له اپرېل ٢٠٠٨ کال راهيسې تقريبا ١٠ تنه تنکي ځوانان د بګرام په زندان کې د دښمنو جنګياليو په توګه په غير قانوني ډول  په بند کې اچول شوي دي.

    په بګرام کې د امريکايي ځواکونو وياند مارين فرسټ لټ ريچارد ک الش AP ته ويلي: (د بګرام په زندان کې ٦٢٥ تنه بنديان دي او په دوی کې تر ١٦ کلونو کم عمره کسان نه شته او بې له يو خاص علت څخه په دغه شمېره کې بدلون راغلی او زه تا ته ويلای شم چې اوس هلته تر لسو تنو کم کسان تر ١٨ کلو کم عمر لري).

    خپلواکو مدني ډلو دا عمل غندلی، د نړيوال عدالت شبکې اجراييوي مشره ټينا ام فوسټر وايي (دا ماته ټکان راکوي چې د امريکا حکومت د دې خيال نه دی ساتلی چې تنکي ځوانان د بالغو کسانو له زندان څخه ليرې وساتي، د ا تېري کوونکي دي او دا موږ خوندي نه شي ساتلی، زه د افغانستان په اړه له خپلي تجربي درته وايم).

    هغې ډلې په ٢٠٠٦ کال کې له ګوانتنامو څخه د بګرام قضيو ته ورته  يوه دعوه راوړه ، هغې وويل د متحدو ايالاتو ځواکونه د تنکيو ځوانانو نومونه چې په  بګرام کي اچول شوي نه خپروي، له دې کبله دغه ژغورونکې ډله زيار باسي د دوی د خپلوانو په واسطه  معلومه کړي چې دا زندانيان څوک دي.

    د امريکايي د خپلواکې مدني ټولنې د بشري حقونو د پروګرام مشر جميل داکوار وايي چې دا د حيرانتيا وړ ده چې متحدو ايالتونو په عراق او افغانستان کې په سلګونو تنکي ځوانان بنديان کړي، آن يوه عامه پاليسي نه شته چې د کوچنيانو د حقونو ساتنه وکړي.

    له تنکيو ځوانانو او پخوانيو کوچنيو پوځيانو سره بايد سم چلند وشي، په لومړي ګام کې بايد پخواني حالت ته راوستل شي او بېرته ټولنې ته ستانه شي، نه دا چې د نورو پلانونو قربانيان شي. د تنکيو بندي ځوانانو، نه ساتنه او د هغو حالت ته نه پاملرنه، د امريکا متحدو ايالتونو لپاره سرغړونه ګڼل کېږي، چې له خپلو تعهداتو يې کوي، په پوځي مخالفتونو کې د کوچنيانو د ښکېلتيا د اختياري پروتوکول په بنسټ يې منلې، چې په ٢٠٠٢ کال کي تصويب شوی او د يوه عمومي نړيوال نورم په توګه منل شوی دی.

    د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د حقونو د ساتني کمېټې په مې مياشت کې د شکايت په بڼه د امريکا له قانون جوړوونکو څخه په جينيوا کې د امريکا د تعهداتو په اړه پوښتلي،چې  د ملګروملتونو د ماشومانو د حقونو د ساتني کنوانسيون له مخې يې د بيل کلينټن په وخت کې  منلئ دئ .

Faizwafamal@gmail.com