اسدالله وفا له کندهاره څه يووړل؟
د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر د شکايتونو او عرايضو کميسيون ريس ښاغلي اسدالله وفا د حقيقت موندلو او د خلکو د شکايتونو اورېدلو دپاره لس ورځی په کندهار کی تيري کړې. هغه چی کله د مطبوعاتو سره خبری وکړي او په کابل کښي يي هم خبريالانو ته وويل لوی کار يي کړئ دئ .
ده خپله لويه لاسته راوړنه دا اعلان کړه چي د لويو لارو پر سرو يي د پرتو پاټکونو مخه ونيوله او تر دې وروسته به پر دغو لارو ولاړ پوليس له خلکو پيسي نه اخلي او نور نو په کندهار کښي خير او خيريت و. هغه د پخوا په پرتله د کندهار امنيت ښه وبلئ او دا يې هم ويلي چي د امنيه قوماندان په مرسته يي د پاټکونو مخنيوی کړئ دئ . اول خو پوښتنه ولاړېږي، هغه وخت چي وفا په هلمند کي والي و ايا دا پاټکونه نه وه موجود، هغه وخت له خلکو پيسې نه اخيستل کېدې؟ هغه وخت هم دا مشکل موجود و، اوس هم شته او زياتوالی هم په کښي راغلئ دئ .
بله دا چي ښاغلی مطيع الله قاطع چی دا مهال د کندهار امنيه قوماندان دئ ولي دومره د فيل په غوږ کښي بيده دئ چي له دې مشکل څخه خبر نه دئ چي بل څوک د کابله راځي او دا مشکل درک کوي او د مخنيوي دپاره يې اقدام کوي، خو زه سل په سلو کښي ښاغلی وفا ته چلینج ورکوم چي دا مشکل به همداسي پاته وي او یوازي يو څو ورځي به دا مشکل حل وي . ښاغلی وفا چي له کومي شېبې کندهار ته مخه کړه کله په نارنج او کله په منډيګک ماڼۍ کښي شپې کوي چي د زردارو په دغو محلونو کښي حقيقت يوه پلاوی او چارواکي ته هم په لاس نه دئ ورغلئ او نه به ورسي، د کندهار ټول ترخه حقايق په دغو ماڼيو کښي سرخوري او دلته چا ته انصاف نه دئ ورکړل سوئ .
په کندهار کښي ښاغلي وفا ته اساسي مشکلات په مخه نه دي ورغلي که ورغلي سر يي نه دئ په ګرځولئ چي یوه ستره موضوع د مځکو د غصب موضوع ده، له بده مرغه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا مځکه په ميرویس مېنه او د ارواښاد محمد ګل نوري مځکه ښاروالي ته نژدې موقعيت لري چي د کرزيانو د واکمنۍ په وخت کښي زورورو لاندی کړي او اوس يې څوک د راخپلولو وس نه لري، د هيواد د دغو دوو خدمتګارانو لمسيان او د کورنۍ نور غړي له کلونو راهيسي لالهاندي ګالي خو څوک حق نه ورکوي، د عېنو مېني مځکي خو مه ښوروه چي په سلګونو شيش محلونه ورباندي اباد او په لکهاوو ډالرو خرڅ سول .
په کندهار کښي غريب خلک لا پسي غريب او خانان لا پسي خانان سول .
د ښاغلي اسدالله وفا په اړه د هلمند خلکو هم زياته هيله درلوده چي په دي ولايت کښي به امن راولي او مرور خلګ به پخلا کړي خو نه يوازي هلمند ته امن رانغلئ بلکي ښاغلي وفا خپلي هغه ژمني هم پوره نه کړې چي د موسی کلا ولسوالۍ د خلکو سره يي وکړې، چي موسی کلا به د ټول افغانستان په سطحه د بيارغوني او پرمختګ په برخه کښي یوه نمونه ولسوالي وي، طالبان به د هلمند له ټولو ولسواليو څخه پسي اخلي، خو موږ وينو چي نن سبا موسی کلا د ناامنۍ په ډګر کښي يوه نمونه ولسوالي ده او د موسی کلا ولسوال عبدالسلام هم زيات د دولت څخه مايوسه دئ چي په لسګونو ساتونکي يي تېره مياشت ووژل سول او د بيارغوني ټکی کار هم په دې ولسوالۍ کښي ونه سو او نه له دې ولسوالۍ څخه طالبان وشړل سوه .
ښاغلي وفا هلته چيري د خلګو سره وفا وکړه چي اوس به يي د کندهار د خلکو سره وکړي . امنيت خو په کندهار کښي همدا اوس دومره خراب دئ چي هره ورځ په ښار کښي دننه ماينونه پټ سوي وي او خلک تروريږي، کله چي د دې مشکل يادونه و امنيه قوماندان ته وسي هغه د دې پرځای چي د کومي چاري او تدبير په فکر کښي سي له خلکو سره سپک برخورد کوي او ان چي ځينو کسانو ته يي ښکنځل هم کړي دي چی د خلکو سره يي دا ښکنځل ثبت سوي سته .