کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جګړه ځپلو كډوالو ژوند كه د دې دنيا دوزخ!

د جګړه ځپلو كډوالو ژوند كه د دې دنيا دوزخ!

په هېواد كې د وروستيو ناكراريو او جګړو له امله په سلګونه كورنۍ له خپلو كورونو څخه بې ځايه شوې دي. چې په دې ساړه ژمي كې له لويو ستونزو سره مخ دي چې له دې ډلې څخه ډېرى د ارزګان، هلمند او كندهار له ولايتونو څخه د طالبانو او دولت د پرلپسې جګړو له امله كابل ته كډوال شوي دي، چې اوس په همدې سړه هوا كې تر يوه خېمه لاندې د مرګ او ژوند په حالت كې شپې ورځې سبا كوي. په دې وروستيو كې د همدې كډوالو له ډلې څخه ډېرو خپل ماشومان د لوږې او سړې هوا له امله خپل د زړه ټوټې كوچني ماشومان د كابل په قمبر څلورلارې كې د پلورلو لپاره كېښودل. دوى په دې تمه له كندهار، ارزګان او هلمند څخه كابل ته كډه وكړه چې ګواكي دولت به ورسره مرسته وكړي خو د دوى دا خوبونه هسې بې ځايه و، دولت سره د دې چې په هسې بې ځايه سيمينارونو او غونډو او نورو بې ځايه لګښتونو په ميليونه پيسې لګوي خو د دې ډول ماشومانو او بې وزله هېوادوالو هېڅ په غم كې نه شول.

د ژمي په دې سړه هوا كې له اوو سوو څخه ډېرې كورنۍ د كابل په قمبر څلورلاري كې په خېمو كې اوسېږي چې په خېمو كې د ننه هېڅ ډول د ژوند آسانتيا نه لري. څو وخت وړاندې د همدې پنډغالي له كډوالو څخه د نازنينې په نوم يوه اووه كلنه نجلۍ د هغې د مور لخوا د قمبر په څلور لارې كې د پلورلو لپاره اېښودل شوې وه. نوموړې كورنې د هلمند له ولايت څخه د وروستيو جګړو او بمباريو له امله كابل ته كډه كړې د نازنينې مور بېنوا ويبپاڼې ته ويلي چې اووه ماشومان لري او مېړه يې دا همدغلته پرې اېښې او خپله په نامعلوم لوري تللى دى. دې مېرمنې وويل، چې يو ځل يې نازنينه د شپيتو زرو افغانيو په بدل کې پلورلې وه خو يو شمېر بډايه افغانان د دې کار خنډ شول او اوس بيا دا اړمنه ده چې نازنينه خرڅه کړي ترڅو د شپږو نورو ماشومانو ژوند پرې وژغوري. 


په نوموړي پنډغالي كې د ډېرو ستونزو له امله د ماشوم پلورنې ډېرې پېښې رامنځ ته شوې د سورغر اونيزې د يو راپور په اساس د دغو کډوالو له ډلې څخه يوه مېرمن، چې د سنګين ولسوالۍ له خاشو نومي کلي څخه کابل ته راکډواله شوې، ويلي چې له لوږې څخه د خپلې کورنۍ د ژغورلو په موخه د خپلې درې کلنې لور پلورلو ته اړه شوې ده. نوموړې زياته كړې، چې خاوند يې درې کلنه لور يوه کس ته، چې پر نوموړي يې پور باندې و، ورکوله، خو نورو خلکو يې مخنيوى وکړ. يادې شوې مېرمنې وويل چې په اونيو، اونيو يې په کور کې ډوډۍ نه ده پخه شوې او د زياتو سړو له امله يې ماشومان په ډول، ډول ناروغيو اخته شوي دي. ((ماشومانو مې په شپو او ورځو په ډوډۍ څکه نه ده کړې، له لوږې نارې وهي او راباندې ژاړي، خو زه څه نه لرم چې وريې کړم، چې دوى يې وخوري او آرام شي). هغې، په داسې حال کې چې ژړا يې ستوني ته تله او راتله وويل چې نه دولت او نه هم کومې بلې مرستندويه ټولنې ورسره مرسته کړې ده. نوموړې له افغان حکومت او مرستندويه ټولنو څخه غوښتي چې له دوى سره مرسته وکړي او ماشومان يې له پلورلو او ناروغيو څخه، چې د زياتو سړو او د ډوډۍ د نشتوالي له امله ورسره مخ دي، وژغوري.

اولاد د زړه غوښه ده هېڅ يو پلار نه شي كولاى چې خپل د زړه غوښه له خپل ځان څخه په ماشومتوب كې جدا كړي، كه يې جدا هم كړي هره لحظه او هره ثانيه به يې ژړا او څېره په سترګو كې وي. خو دا هر څه له بدې ورځې څخه كېږي، د همداسې يوې پېښې يو پلار (محمدګل) چې يوه اونۍ مخكې يې غوښتل خپل درې ماشومان وپلوري بېنوا وېبپاڼې ته ويلي، چې د ژوندانه په يو داسې پړاو کې راګير پاتې دى چې خپل ماشومان د خپلو سترګو په وړاندې له لوږې څخه د مړه کېدو په حال کې نه شي ليداى. هغه ويلي چې خپل درې ماشومان د خرڅولو لپاره مجبوراً ليلاموي د ده په وينا که يې يو څوک رانيسي يو خو به نوموړي ماشومان د مرګ له ګواښه په امان پاتې شي او بل كه يو څه پيسې ده ته په لاس ورشي نو دى به د خپلو دريو نورو اولادونو غم پرې وخوري.

  په نوموړي پنډغالي كې د عبدالله، په نوم يو كس چې ځان د كابل د قمبر د څلورلارې د کډوالو مشر بولي رسنيو ته ويلي، چې دوى له خپلو سيمو څخه د ناامنيو، جګړو او هوايي عملياتو له کبله کډوال شوي، چې دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. عبدالله زياته كړې، چې نه يې په سيمه کې امنيت شته او نه هم په کابل کې ورته د کار زمينه برابره ده، چې له همدې امله د سختو اقتصادي ستونزو په لرلو په ډېر ستونزمن حالت کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي. عبدالله وويل چې دولت او شتمن هېوادوال بايد د دوى حالت ته پاملرنه وکړي، له دوى سره مرستې وکړي او دوى له دې ستونزمن حالت څخه، چې له خپلو کورونو څخه د بې ځايه کېدو له امله ورسره مخ شوي دي. او د دې دنيا په دوزخ كې ژوند تېروي، غم وخوري.

كه ستونزې په همدې ډول روانې وي نو نور به له جګړو او بمباريو څخه تښتېدونكي كسان د دې پر ځاى چې د هېواد پلازمېنې ته پناه يوسي، كېداى شي د طالبانو او دولت مخالفينو په ليكو كې جذب شي. ځكه چې دوى په عملي ډول د كابل په قمبر څلورلارې كې د هلمند، ارزګان او كندهار د كډوالو له ستونزو څخه ډك ژوند وليد. نو د كومې ښې وضعې له امله به نور كډوال هم پلازمېنې ته كډه وكړي. ځكه چې په نوموړو كډوالو كې ډېرى داسې كسان هم شته چې د طالبانو لخوا څخه يې ضرر ليدلى او له خپل كور او كلي څخه كډه شوي دي.

د دې وروستيو پرلپسې اورښتونو له امله د کابل د قمبر څلورلارې د کندهار او هلمند ولايتونو د ۱۵ کډوالو کورنيو خيمې اوبو لاندې کړې او شته ټغر، توشکې او کمپلې يې له لاسه وركړي دي. د دغو کورنيو له ډلې د محمد قاسم په نامه يو تن په کابل کې خبري رسنيو ته ويلي، چې دغلته د ۱۵ کورنيو خېمې د شپې په ۱۲ بجو اوبو لاندې کړې او د دغو کورنيو، ټغر، کمپلې، لوښي او شته د تن جامې او خواړه  په خړو اوبو کې لاندې شوي. دغه ۱۵ کورنۍ د سرپنا لپاره هېڅ نه لري. محمد قاسم وويل چې د ده د کورنۍ په ګډون د ۱۵ کورنيو هر څه اوبو لت پت کړي او د خوړو لپاره هېڅ نه لري او يوازې د خپلو ماشومانو لپاره مرستې غواړي، نوموړي وويل چې د دغو کورنيو د ماشومانو شمېره ۴۵ ته رسېږي. 

كه د افغانستان اوسنۍ وضعې ته وكتل شي، چې د ۴۵ غني هېوادونو د سرتېرو په شتون کې د په ميلونو ډالرو مرسته اخيستونکي هېواد په پلازمېنه کې د داسې پېښې رامنځ ته کېدل په رښتيا هم د حيرانۍ وړ خبره ده. خو په افغانستان کې يوازې نوموړې پېښه د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده نژدې ۸ مياشتې وړاندې يوې کندوزۍ مور خپله درې ماشتنۍ لور په۵۰۰ افغانيو د كور د كرايې د نه لرلو له امله د كور پر خاوند باندې وپلورله. او همدارنګه تېر كال په تخار، مزار، جوزجان کې هم په همدې ډول پېښې رامنځ ته شوې. خو چارواکو پر دې ټولو پېښو غوږونه كاڼه واچول.

خو د سږ ژمي په پېښو هم تر اوسه پورې دولت له نوموړو كورنيو سره هېڅ راز مرسته نه ده كړې. خو ځينو بااحساسه افغانانو د نوموړو كډوالو له وروستيو ناورينونو څخه وروسته په شخصي ډول له نوموړو كډوالو سره څه ناڅه مرستې كړې، چې موږ هم په خپل وار سره كورودانى ورته وايو.

هيله ده دولت وروسته له دې څخه له جګړو څخه له بې ځايه شوو كډوالو سره مرستې وكړي، كه چېرې هغوى ته په وخت مرستې ونه رسول شي، كېداى شي د ژمي د سړو او خوړو د نشتوالي له امله خپل ماشومان له لاسه وركړي.