كمونستي ډول شکنجې لاهم د ملی امنیت په اداره کې دوام لری
دليندۍ مياشتې 19
دافغانستان دملی امنیت اداره چې همغه دکمونستی نظام خاد، واد ، کام، اکسا او ضبط احوالاتو پاتې شونې ده لاهم تر اتهام اوشک لاندې کسان دکمونستانو ددوران په څېر شکنجه کوی، او دخبرونو له مخې چې اوس ورسره لویدیزه امپریالیستی اوامریکایی ډوله شکنجه هم ملګرې شوې او بندی بیچاره تر راز راز شکنجو لاندې را ولی. او اساسی دلیل یی هم دادی چې لاتراوسه هم ددغې ادارې ډېری کارکونکي همغه دکمونستی دوران کارکوونکي دی چې بیا وروسته ورسره یوشمېر دشمالی ټلوالې اړوند کسان هم یوځای شوی دی.
داچې دا اداره اوس هم په پخوانې ډولونو کسان تر شکنجې لاندې راولی یوه بېلګه یې د لیندۍ دمېاشتې په ۱۸ نېټه په دغه اداره کې دیو ۲۱ کلن ځوان وژل کېدل دی .
په کابل کې خپرېدونکې دراه نجات ورځپاڼه دروان کال دلیندۍ دمېاشتې د نولسمې نېټې په خپله ګڼه کې لیکی چې تېره ورځ دیو ځوان کورنۍ دهغه مړۍ دبشری حقونو ددفتر مخې ته راوړی وو او ادعا یی کوله چې نوموړی دملی امنیت دادارې له خو ترشکنجې لاندې وژل شوی چې د شکنجې علامې یی له ورایه په بدن کې ښکارېدې . دورځپاڼې په وینا وژل شوی کس عبدالبصیر نو مېږی چې ۴۲ ورځې مخکې دباختر میلمستون په برید کې دمرسته کوونکې په تور له خپلو ددوو ورونو او پلار سره نیول شوی وو. ورځپاڼه بیا دملی امنیت دادارې دچارواکې له خولې لیکی چې نوموړی په داسې حال کې چې په اروایی ناروغی اخته وو ځان یی دملی امنیت دیوې ودانۍ له کړکۍ نه لاندې غورځولی او وروسته روغتون ته تلو په لارکې مړ شوی دی.
که چېرې دملی امنیت دچارواکو خبر ریښتیاهم وی چې شواهد دا نه ښکاره کوی بیاهم ولی یو متهم کس ځان وغورځوی، حتماً پرده فشار اوشکنجه دومره ډېره وه چې ځان وژنه یی ترې غوره ګڼلې حال داچې ځان وژل په تحقیقی ادارو کې څه اسانه کار هم نه دی.
ملی امنیت دپخوا نېو ظالمو نظامونو په څېر بیاهم زموږ خلک زوری او په داسې یوه پېښه کې چې عاملین یی ټول وژل شوی ټول دکورنۍ نارینه غړی په مودو مودو امنیتی ادارو کې ساتی او ترشکنجې لاندې یی راولی هغه هم په دې تور چې تاسو ترورستانوته دپېښې په شپه خپل کورکې ځای ورکړی، په داسې حال کې چې څرګنده به نه وی دغه کسان له بریده خبر وو که نه یا نوموړی کسان دمېلمنو په څېر ورته راغلی بل داچې ایا دکورنۍ ټول غړی به خبر وو که یو یا دوه چې دوی ټول راکتار کړی ، بل داچې که دې کسانو په عمل کې لاس درلودی نو بیا ولی په خپل کورکې پاتې شوی اونېول شوی او په لسګونه نور دلیلونه چې دملی امنیت دادارې حتې دا نېونه غیر قانونی بولی او داسې ویل شوی هم دی چی وژل شوی کس دملی اردو غړی هم وو. بل داچې قانون دمتهم ساتل تر یولنډې مودې پورې اصولی بولی چې یا به محاکمه کېږی اویابه هم خوشې کېږی . بل داچې اساسی قانون دڅېړنې په وخت کې هرډول شکنجه مردوده بولی او عاملین یې دقانون مخالفین بولی ، دافغانستان دملی امنیت او نورو تحقیقی ادارو دشکنجې اوقانون خلاف عمل یواځې همدا یو نه دی پخواهم په لسګونه دشکنجې اوغیر قانونی عملونو خبرونه ددوی په هکله خپاره شوی اوهغه چې خپاره شوی نه دی هغه به پرېږدو.
په ولسمشر، ولسی جرګې او نورو مسؤلو دولتی چارواکو او ادارو ده چې په دې اړوند لازم بدلونونه راولی که نه نو دا اداره اورسره به ټول حکومت او حامی ځواکونه یې دخدای او دخلکو په داسې قهر ککړشی لکه څه ډول چې کمونستی نظام اوبهرنۍ حامیان یې ککړ شول.