په تخار کي ۷۰۰ پښتانه له کړاوونو ډکي شپې تيروي

47 | سپتمبر 6th, 2008


د يرغمل شوو کډوالو ستونزي ، د ولسمشر کرزي له خوا د ورليږل شوي پلاوي کړني او د موضوع په اړه ستاسو نظرونه :
 وحيدالله سباوون : د تخارپښتنوته  به دخپل  کلي او کرهني ځمکي نه ورکول کيږي 
د تخار ولايت د راستنو شوو مهاجرينو  کډې اوس هم په لاريو كې بار دي او د ١٤ورځي لپاره دخواجه بهاوالدين  و لسواليي په زندان کي محاصره دي.
د ګډوالو د ستونځو او  محاصر ي دحل لپاره دوحيدالله سباون په مشري دکرزي لخوا استول شوي هيت  پريکړه کړي چه   تخارپښتنوته  به دخپل  کلي او کرهني ځمکي نه ورکول کيږي دوئ دي بل کلي ته ولاړ شي او هلته به ٧بسوي ځمکي د کورونه د جوړولو لپاره ورکول کيږي,
دکرزي لخوا استول شوي پلاوي يو تن مامور جبار شلګري دا پريکړه ظالمانه بولي او وايي پرته له کوم مصلهته دي د تخارپښتنوته   دخپل  کلي او کرهني ځمکي  ورکول شي او بل ځاي ځمکي ورکول به د نورو ګډوالو لپاره يو غلط بنياد کيږدي او دشمال ميشتو پښتنو لپاره به د هميش لپاره د هيواد په شمال کي ژوندون ګران کړي..


کډوال وائي دغه ظالمانه فيصله نه منو  يوازي او يوازي خپل حق غواړو.
دکډوالو يو تن مشر حاجي محمد سرور وائي  وحيدالله سباون په وړاندي ازبک جنګ سالار  قاضي کبير او جمشيد ازبک راته وويل د کوکچي د سيند نه ديخوا ته پښتون نه منم لاسونه مو تر کرزي او ظاهرشاه کل ازاد .
حاجي محمد سرور وائي   پدي ډول دوران کي وحيدالله سباون خاموش و  او حتي د ازبکانو تايد ئي کولو او ماته يئ وويل د خپلو ځمکو نه تيرشه.


کارپوهان په تخار کي خپلو هستوګنځايونو ته د ۷۰۰ نفرو زړو ، وړو ښځو او ماشومانو د بيرته ورستنېدو او په خپلو مېنو کي د مېشته کېدو مخنيوونکي د بشري، حقوقي او اسلامي قوانينو ماتوونکي بولي او د ولسمشر کرزي په ګډون د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مسولينو څخه هيله کوي په کلکه غوښتنه کوي چي که دې ستونزي ته ژر تر ژره جدي پاملرنه ونه شي ښايي په کندهار ، ننګرهار ، کنړ او پکتيا په ګردېز کي مېشت هغه پارسيبانان چي د اوږدې مودې راهيسي د ښارونو په مرکزونو کي هستوګن دي او ارام ژوند کوي ديادو شوو ولايتونو د اکثريت اوسيدونکو له خوا له کورونو شړلو ته مجبور شي چي بيا به يې حل د اوسنۍ ستونزي د حل په پرتله ډير ستونزمن وي .


د افغانستان د سياسي او کورنيو چارو يو کارپوه ددې پېښي په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړه او زياته يې کړه چي د کندهار ولايت په مرکز د ښار په زړه ( لومړۍ ناحيه ) کي ، د کنړ په مرکز اسداباد، د پکتيا په ګردېز او جلال اباد په يو شمېر مرکزي سيمو کي د اوږدې مودې راهيسي پاړسي ژبي مېشت دي او هر وخت د پښتون ولس له خوا د وروڼو په سترګه ورته کتل شوي دی ، دغه ډول پښتون ولس هم د افغانستان په شمال کي د تاجک ، ازبک او هزاره له وروڼو قومونو څخه هيله کوي چي په خپلو سيمو کي د پښتنو اوسيدونکو د سر ، مال او عزت درناوی وکړي .
د موضوع په اړه نور سرليکونه:


 





د لوستونکو تبصرې دلته لوستلائ سئ !



 

Copyright Larawbar 2007-2024