روح ژوندون دی تر هغو چی وي په تن کي که تن مړ سي، روح نو څه دی په بدن کي وطن تن دی آزادي یی روح ده ګوره استقلال سي بی معنی په نه وطن کي زړه ژوندی دی په قالب کي د کوګل که کوګل نه وي زړه ګوره […]
بشپړ متنبېلوونکې کرښه ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
رشتيا کيسه ده پيښه سوې په بهار کي په ښکلې کوټه ښکلي بڼ غوندي دې ښار کي په يو محفل کي راټول سوي مېلمانه ول دوی ښکلي خلک، مهربان، دوی پښتانه ول په مشرانو کي حاضر يو لوی قاضي ؤ دی له خپل ژونده له خپل کاره ښه راضي ؤ دی لومړی کس ؤ د […]
بشپړ متنفيل او ړانده ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
چي ؤ يو نه ؤ يو پاچا ؤ ډېر فاضل ؤ دی ډېر دانا ورته زيات علم هم حاصل ؤ يو ورځ يې واورېد چي يو شی په نوم د فيل سته چي بايد ځان باندي خبر کړي ښه دليل سته پاچا مېلمه کړل چي پنځه لوی عالمان ول د استادانو چي استاد دوی معلمان […]
بشپړ متنيو مُټ اوړه ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
دا چي عاقل دی که بيده ډوب په غفلت دی عيان خپل خان پاچا وزير باندي ملت دی ايا پاچا وزير رئيس او مشران ستا ايا امين د بيت المال دي اميران ستا ته يې غافل او که عاقل يې، دا پُرسان کړه دغه داستان درته ليکم معلوم په ځان کړه زموږ د رسول (ص) […]
بشپړ متناختره دلته مه راځه ـ شعر
احمد ولي اڅکزی
مه راځه اختره دلته ساندي ماتمونه دي اوښکي دي سلګۍ دي جنازې دي تورتمونه دي مه راځه اختره چي نوحې دي بلبلان ژاړي مړاوي مړاوي پاڼي رژېدلي سره ګلونه دي دا د پسرليو هديره ده دلته مه راځه مه راځه اختره د خزان خواره تخمونه دي ستا دي وي قسم په خدای چي مه راځه […]
بشپړ متنخونړۍ روژه ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
سپين سرې راغله يو بازار ته د يو ښار داسي مصروف ته چي د تګ نه وه پر لار وړه انجلۍ يې وه نيولې دې تر لاسه ستړې هلاکه وچه کلکه له افلاسه کله چي ولاړه د دفتر و دروازې ته د يو صراف تجارتي دفترخانې ته سړی يو ناست ؤ له څهرې لا مهربان […]
بشپړ متننن به شپه زما ديار په کوم مکان وي
د لراوبر اداره
نن به شپه زما ديار په کوم مکان ويجلوه ګر به په کوم هټ په کوم دکان وي کوم دکان به يې دخولې ددرو کان وي شر مولي به يې حسن کوم ترکان وي په ډيوه به يې دمخ کوم پتنګان وي همراهان به يې پاکان که نا پاکان وي ولې نه چوې له دې […]
بشپړ متنلېوه او سپی ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
دغه او نور منظوم او منثور نکلونه پر www.kochnai.com هم لوستلای سئ. چي ؤ يو سپی په جسد چاغ او هم قوي ؤ دی بېروونکی او خروړی ښه سهي ؤ د کلي پای کي د يو کور مخ ته پيره ؤ د خپل مالک پر جائيداد ورته ديره ؤ چي يوه شپه راغلی لېوه ورته […]
بشپړ متن