زابل کې  د کانکور ازموینه واخستل سوه

Aziz Rahman Hazim | جولای 19th, 2020


زابل کې د ۷۲۹ کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه چې له شمېرې څخه يې ۳۸ نجونې وې د زابل والي جنرال محمد نبي احمدزي وویل چې سږ کال به زابل پوهنتون ته هم زیات شمېر زابلي زده کړیالان جذب سي هغه وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زابلي کانکور […]

بشپړ متن

د بشر د حقونو کمېسون: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کي  ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل سوي

Aziz Rahman Hazim | جولای 14th, 2020


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کي  ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي. د بشر حقونو کمېسیون وایي، چي د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د تېر زېږدیز کال سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو سلنه کمه سوې. یاد کمېسیون وایي د […]

بشپړ متن

په کالیفورنیا کې د ایران د اخوندانو کړنې وغندل شو

د لراوبر اداره | جون 21st, 2020


راپور:‌ فرهاد ځدران لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان،‌ مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا […]

بشپړ متن

چارواکي: کندهار او کندوز کي ۴۴ طالب وسلوال وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


په کندهار کي چارواکي وايي، چي په خاکرېز ولسوالۍ کي د طالبانو سره د جګړې پر مهال ۱۲ طالب وسلوال وژل سوي دي. په کندهار کي د افعان ځانګړو ځواکونو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال عبدالصمد حکیمي نن یکشنبه مارچ ۲۲ (وري ۳مه) امریکا غږ ته وويل چي د خاکرېز ولسوالۍ د مرکز د […]

بشپړ متن

غفور لېوال: ايران په کورنا د اخته افغان کډوالو دقيق شمېر نه راکوي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


په ايران کي افغان سفير عبدالغفور لېوال وايي، چي ايراني چارواکي په دغه هيواد کي  په کرونا د اخته افغانانو شمېر نه ورکوي. ښاغلی لېوال زياتوي:  “که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي”، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کي په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر […]

بشپړ متن

افغان او بهرني ډپلوماټان: د سولي په تړاو د طالبانو پر ژمنو شکونه سته

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


افغان او بهرني سياسي څېړونکي اندېښنه لري چي طالبان به د افغان سولي لپاره پر خپلو ژمنو ونه درېږي. د افغان سولي څارونکي مبصرين اندېښنه لري چي کېدای سي طالبان هغه ژمني عملي نه کړي، چي د سولي لپاره يې کړي دي. دا اندېښني وروسته له هغه راپورته سوي چي د جمعې په ورځ په […]

بشپړ متن

د عامي روغتيا وزير: په افغانستان کي د بهرني هيواد دوه ډپلوماټان په کرونا اخته سوي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


د عامې روغتيا وزير  ډاکټر فيروزالدين فيروز وايي، چي په کابل کي د دوو بهرنيو سفارتونو دوه ديپلوماتان په کرونا ناروغۍ اخته سوي  دي اوس دا مهال قرنطين سوي دي. ښاغلي فيرزو همداراز وويل، چي په افغانستان کي لس نورې پېښې ثبت سوې او په دې سره په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو […]

بشپړ متن

د يوناما مشر: زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی تاداميچي ياماماتو وايي، چي په افغانستان کي يې کاري دوره پای ته رسېدلې دی. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي استازولی يوناما په يوې خبرپاڼه کي د ښاغلي ياماماتو له خولې ليکلي: “زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم، یوه هیله چي له میلیونونو افغانانو سره یې […]

بشپړ متن

کرونا وايرس: په خيبر پښتونخوا کي کاربنديز لګېدلی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


د کرونا وايرس د چټک خپرېدو وروسته په خيبر پښتونخوا کي دوکانونو ته د بندېدو امر سوی او د سورلۍ پر ګاډو هم د تګ راتګ بنديز لګېدلی دی. د راپورونو له مخي چارواکو امرکړی چي په خيبر پښتونخوا کي به د سبزيو، کرايي سامانونو، بيکريو، درملتونو او د تيلو پمپونو څخه پرته نور ټول […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024