د کرونا د مخنيوي په موخه پښتون ژغورني غورځنګ خپلي غونډي لغوه کړي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 21st, 2020


د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په موخه پښتون ژغورني غورځنګ خپلي غونډي او جلسې لغوه کړي او ويلي يې دي چي خپله مبارزه به د خواله رسنيو له لاري مخ ته وړي. د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د فيسبوک له لاري په ويډيو پېغام کي ويلي چي د مرکزي کمېټې په […]

بشپړ متن

امريکا کي يو پاکستانی ډاکټر د داعش سره د همکارۍ په تور نيول سوی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 21st, 2020


يو پاکستانی ډاکټر چي د امريکا په منيوسټا ايالت کي اوسېدی د داعش سره د مرستي په تور نيول سوی دی. د امريکا د عدليې وزارت وايي، ۲۸ کلن ډاکټر محمد مسعود  د امريکا د فدرالي ادارې (ايف بي آي) لخوا د مينياپليس په هوايي ډګر کي نيول سوی دی. پر محمد مسعود دا تور […]

بشپړ متن

لغمان: د داعش ۳۰ کسيزه ډله افغان حکومت ته تسليم سوه

Aziz Rahman Hazim | مارچ 19th, 2020


د لغمان ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د داعش وسله والو د تش په نامه والي په مشرۍ ۳۰ تنه د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم سول. نن د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۹ نېټه له غرمې وړاندې یاد تسلیم سوي وسله وال د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته […]

بشپړ متن

افغان حکومت: د طالب بنديانو د خوشي کولو په هکله د حکومت دريځ نه دی بدل سوی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 19th, 2020


د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په څو غبرګو ټويټونو کي وويل، چي د طالب بنديانو د خوشي کولو وخت رارسېدلی دی او د امريکا او طالبانو د هوکړه ليک له مخي بايد ۵۰۰۰ طالب زندانيان خوشي کړل سي. خو افغان حکومت د خليلزاد څرګندونو ته په غبرګون کي […]

بشپړ متن

طالبانو په ايران کي د افغان کډوال سره پر توپيري چلند اندېښنه ښودلې ده

Aziz Rahman Hazim | مارچ 19th, 2020


طالبانو په ايران کي د کرونا د خپرېدو او هلته د افغان کډوالو سره د توپيري چلند له امله اندېښنه ښودلې ده. طالبانو په خپله تازه خبرپاڼه کي ويلي، چي دوی په ايران کي د کرونا د پراخي خپرېدو له امله اندېښنه لري، خو د افغان کډوالو سره د ايراني چارواکو چلند هم اندېښمن کړي […]

بشپړ متن

د ايران د روغتيا وزارت: د کرونا له امله هر ساعت درې ايرانيان مړه کېږي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 19th, 2020


د ايران د اقتصاد مرستيال وزير علي رضا رئيسي وايي، که په دوو ورځو کي يې د کرونا وايرس پر وړاندي د پام وړ پرمختګ ونه کړ هيواد به يې د سخت اقتصادي ناورين سره مخ سي. دا پر داسي مهال ده چي د ايران د روغتيا مرستيال وزير ايرج حريرجي ويلي، په دغه هيواد […]

بشپړ متن

سعودي عربستان د کرونا مخنيوي په موخه جوماتونه د موقت وخت لپاره بند کړل

Aziz Rahman Hazim | مارچ 18th, 2020


سعودي عربستان د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه د موقت وخت لپاره جوماتونه تړلي دي. په سعودي کي تر دا مهاله د کرونا ۱۷۱ مثبت پېښي ثبت سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي سعودي عربستان راتلونکې اوونۍ د جي ۲۰ اقتصادي هيوادونو د غونډي کوربتوب هم کوي. له دې وړاندي په […]

بشپړ متن

کندهار والي: د کرونا د تشخیص لپاره بشپړ تدابیر نیول سوي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د سې شنبې په ورځ ولایت مقام کي د اضطرار کمېټې نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال او د یو شمېر دولتي ادارو او مرستندویه مؤسسو رئیسانو او استازیو ګډون کړی وو. د غونډې ډېره برخه دکرونا ویروس […]

بشپړ متن

پاکستان کي د کرونا پېښي ۱۹۲ ته پورته سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې  ۱۹۳ ته رسېدلي دي،‌ یواځې په سند ایالت کي دغه شمیره ۱۵۵ ته رسېدلې. د سند صوبې د روغتيا محکمه وايي په دغه ايالت کي د کرونا وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵۵ ته ورسېده. يادي محکمې ويلي په لومړيو ۳۶ پېښو کي دوه ښه سوي او د ۳۴ […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024