ولسمشر غني: د بيو د کنټرولولو لپاره غنم او غوړي بازار ته وړاندي کوو

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


افغان ولسمشر اشر ف غني وايي، چي په نږدې راتلونکي کي به له هند څخه ۷۵۰۰۰ ټنه غنم وارد سي چي په دې سره به په بازار کي د خوراکي توکو بيي هم کنټرول سي. ښاغلي غني نن يوې غونډي ته په وینا کي وویل، چي افغانستان د خوراکتوکو له کمښت سره نه دی مخ […]

بشپړ متن

نبيل: د افغانستان په شمالي ولايتونو کي وسلې وېشل کېږي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل وايي، چي په شمالي ولایتونو کي ځيني کړۍ وسلې ويشي او په دې سره به افغانستان يوې بلي نيابتي جګړې ته ورننوځي. ښاغلي نبيل چي تېره ورځ يې په کابل کي يوې غونډي ته خبري کولې وویل، چي که په افغانستان کي د سولي پروسه […]

بشپړ متن

په امريکا کي د کرونا ضد واکسين لومړنۍ ازموينه ترسره سوه

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


د امريکا په واشنګټن ايالت کي تېره ورځ د کرونا واکسين لومړۍ تجربه وسول او ډاکټرانو د يوې رضاکاري په مټ کي ستن ولګول. دا لومړی ځل دی چي د کرونا وايرس ضد واکسين تر جوړولو وروسته ازمويل کيږي. د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) د واشنګټن ایالت د سیاتل د کایزر پرمېننټې واشنګټن په انستیتوت […]

بشپړ متن

د روغتيا وزير: کرونا وايرس ملي ناورين پېښولای سي، د ډاکټرانو په سپارښتنو عمل وکړئ

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


د افغانستان د روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز ويلي، چي افغانستان په روغتيايي بېړني حالت کي دی او که جدي پاملرنه ونه سي کرونا وايرس به په يو ناورين واوړي. ښاغلي فيروز يوې غونډي ته د وينا پر مهال وويل، دا مهال په افغانستان کي د کرونا ۲۱ مثبتي پېښي رامنځ ته سوي دي او […]

بشپړ متن

افغانستان کي د کرونا پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2020


 د هرات ولايت روغتيايي مسؤولين وايي، چي په دغه ولايت کي د کرونا بله مثبته پېښه تاييد سوې ده. په دې سره په افغانستان کي ددې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.  بل خوا د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چي په ايران کي د کرونا ناروغي له امله […]

بشپړ متن

کرونا: تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده سوه

Aziz Rahman Hazim | مارچ 16th, 2020


د ننګرهار چارواکي وايي، چي د کرونا وايرس د مخينوي په موخه پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د هر ډل تګ راتګ لپاره وتړل. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د نن دوشنبې د سهار څخه پاکستاني منسوبين پر تورخم دروازه هيچا ته د تګ اجازه نه ورکوي. له دې وړاندي […]

بشپړ متن

کوټه کي ۱۰ کسان په کرونا اخته سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 16th, 2020


د کوزي پښتونخوا څخه راپورونه وايي، چي په کوټه کي ۱۰ کسان په کرونا وايرس اخته سوي دي چي څلور تنه د کوټي، دوه د سيند او څلور کسان د نورو سيمو دي. روغتیايي مسؤولين وايي، چي له ایران څخه راستانه سوي کسان يې ټيسټ کړي او ۳۰۰ کسان يې د لابراتوار وروسته خپلو کورونو […]

بشپړ متن

افغانستان کي د کرونا نوي پېښي ثبت سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 16th, 2020


روغتيايي مسؤولين وايي، چي په افغانستان کي د کرونا پنځه نوي پيښي ثبت سوي دي چي په دې سره په ټول هيواد کي د کرونا مثبت پېښو شمېر ۲۱ ته ورسېدی. د چارواکو په خبره، تازه پيښي په هرات کي دوې، په لوګر کي دوې او په بادغيس کي يوه پېښه ثبت سوې ده. دا […]

بشپړ متن

د کابل کندهار پر لویه لاره ټرافېکي پېښې مرګژوبله اړولې

Aziz Rahman Hazim | مارچ 15th, 2020


د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت اړوند د پښ کندې په مربوطاتو کې کاسټر او سراچې موټر ټکر کړی ده چي له امله یې ۴ تنه مسافر شهيدان سوي او ۶ تنه نور زخمیان دي. په افغانستان کي د لويو لارو خرابوالی او د موټرچلونکو بې پروايي د ترافيکي پېښو ستر لاملونه […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024