کور / کره کتنه / ذکاوتونه او قضايا (مناقشه)

ذکاوتونه او قضايا (مناقشه)

د ذکاوتونو او قضايا په ځواب کي :

په نیټ کي دلټون پرمهال مي دښاغلي زاهدجلالي یوه لنډه لیکنه ولیده چي سرلیک یې وو : (ذکاوتونه اوقضایا) په هغې کي یې دامام ابوحنیفه رحمه الله دذکاوت په اړه یوه ډېره بې خونده او دهغه له سترشان سره نامناسبه اوغیرمستنده کیسه رااخیستې وه له همدې امله مې لازمه وګڼله چي په دې اړه لاندتوضیحات وکړم :
لومړی : ټول امت پردې متفق دی چي عبادات توقیفي دي ماناداچي هرعبادت بایدپه مستندشرعي دلیل ثابت شي عقل ته په کي هیڅ مجازنه شته نوپرهمدې بناامام اعظم رحمه الله باید دهغوئ په ځواب کي نقلي دلیل وړاندي کړی وای نه عقلي که څوک هغه ته داډول خبرې منسوبوي دا هغه له سترعلمي شان سره لویه جفااودده سپکاوی دی .
دویم : هرڅوک چي ځان مسلمان بولي هغه بایدداسي خبرې ومني چي کره توب یې ثابت وي مذهب ته په ننوتوبایددومره متعصب نه شي چي که دده دمذهب له مسئلې سره صریح اوکره دلیل ټکرشي اودی پرې خبرهم شي نوله دې امله یې نه مني چي دده له مذهب سره موافق نه دی په خپله امام ابوحنیفه رحمه الله په دې اړه داسي وايي : ((اذاصح الحدیث فهومذهبي)) (رسم المفتي دابن عابدین شامي)
اوس که موږدقرات خلف الامام مسئله راواخلونویوې خواته صحیح حدیث شته اوبلې خواته که څه هم له موضوع څخه یوڅه لري حدیث شته خوضعیف دی نوموږبه په څه شي عمل کوو؟.
دمشکوة (ج ۱ ص ۷۹ ط مکتبه رحمانیه لاهور)کي دقرات خلف الامام په اړه وايي :
عن عبادة بن صامت قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لاصلوة لمن لم یقرأبفاتحة الکتاب متفق علیه وفي روایة لمسلم : لمن لم یقرأبام القرآن فصاعدا.
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : څوک چي په لمانځه کي الحمدلله ونه وايي دهغه لمونځ نه شته .
دااودې ته ورته ګڼ نورحدیثونه دي چي دفاتحې پروجوب دلالت کوي،خوموږچي ځانونه ړانده مقلدین بولوله دې کاره موځان فارغ بللی اوپه صحیحواحادیثوعمل نه کوو.
دامهال په مسلمانانوکي دمذهبي ډلوټپلوپه نامه ډېرجماعتونه شته چي پرهغوخلکوسختې نيوکې کوي اوان کافران یې بولي چي په کوم ځانګړي سړي پسي نه ځي اوپه هرڅه کي دقرآن اوحديث دليل غواړي داپه داسي حال کي ده چي دوئ په خپله نه دخپل مشرامام پيروي کوي اونه دخپلې فقهې ډېری داسي مسائل شته چي امام اوفقهې یې سخت تنقيدونه ورباندي کړي خودوئ له دې کبله ورته شااړولې چي اقتصادي منابع یې زيانمن نه شي ان په ځينوفقهي کتابوکي خوداسي شيان شته چي دضلالت ترسرحدهم اوړي دبېلګي په ډول دالدرالمختارپه مقدمه کي ليکي :
((كل إنسان غير الانبياء لا يعلم ما أراد الله تعالى له وبه، لان إرادته تعالى غيب، الا الفقهاء فإنهم علموا إرادته تعالى ))
ژباړه : له انبياؤپرته هرانسان په دې نه دی خبرچي الله دده لپاره اوپه ده څه اراده کړې ده؟ ځکه دالله جل جلاله اراده غيب ده خويوازي فقهاء دالله تعالی په اراده پوهېږي .
تاسودې عبارت ته ځيرشئ له يواې خوايې ويلي چي انبياء په غيب خبردي سره له دې چي په قرآن کريم کي الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسي وايي :
((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)) (الأعراف : ۱۸۸)
ژباړه : (اې رسوله!) ورته ووايه چي زه دالله جل جلاله له ارادې پرته دځان لپاره نه دګټې واک لرم اونه دتاوان،که زه په غيبوخبروای ځان ته به مي ډيري ښېنګڼې رسولې وې هيڅکله به راته زيان نه وورسېدلی زه يوازي هغوکسانوته ايمان راوړي زېری ورکوونکی اووېروونکی يم .
تاسووګورئ! دانبياؤسردارمحمد(صلی الله عليه وسلم) ته الله جل جلاله امرکوي چي دوئ ته ووايه زه په غيبونه يم خبر،دګټې اوزيان مالک نه يم که مي داواک درلودای نوتل به مي ځان ته ګټه رسوله اوزيان به راته نه وواوښتی،زماټولي چارې دالله جل جلاله په اراده دي هغه دهرڅه واکمن دی اوهرڅه یې په لاس کي دي،زمادنده يوازي داده چي مؤمنان له دوزخه ووېروم اودنيکوکړنوپه بدل کي دجنت زېری ورکړم .
بل ځای یې ليکلي چي فقهاء دالله جل جلاله په اراده خبردي،پورته مووويل چي هيڅوک دالله جل جلاله په اراده خبرنه دی ان دالله وروستی استازی اوترټولوسترپيغمبرله ځانه علم الغيب نيستي کړی اوخلکوته یې ويلي دي چي زه علم الغيب نه لرم نوتاسوفکروکړئ چي دده په امت کي څوک دې ځای ته ورسېږي چي غلم الغيب ترلاسه کړي،ايادادکوم مسلمان ضميرمني؟. دې بل مذهبي تعصب ته وګورئ! :
((إذا سئلنا عن مذهبنا ومذهب مخالفنا قلنا وجوبا: مذهبنا صواب يحتمل الخطأ، ومذهب مخالفنا خطأ يحتمل الصواب، وإذا سئلنا عن معتقدنا ومعتقد خصومنا قلنا وجوبا: الحق ما نحن عليه، والباطل ما عليه خصومنا)) (الدرالمختار،مقدمه)
ژباړه : کله چي له موږڅخه دخپل مذهب (حنفيت) په اړه پوښتنه وشي نوموږبه ورته وايوچي دامذهب حق دی احتمال دخطالري اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) مذهب غلط دي احتمال دحق لري اوکله چي له موږڅخه دمذهبي باورپه اړه پوښتنه وشي نوموږبه وايوچي پرکومه عقيده چي موږيوهغه سل په سل کي حق ده اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) باطله ده .
اې عاقلانو! تاسوداعبارت لږپه انصاف وګورئ ايايوازي حنفيت حق دی نورټول باطل اودوزخيان دي؟،دکوم مسلمان ضمیردامني چي يوازي حنفيت حق اونورهرمذهب باطل دی ايادادقران اودحديث حکم دی؟. په قرآن کریم کي الله جل جلاله وايي : (واعتصموبحبل الله جميعاولاتفرقوا) ژباړه : ټول دالله جل جلاله پررسۍ منګولې ولګوئ اوډلې ډلې مه کېږئ خوپه لوی لاس هڅه کووچي مسلمانان پرشافعي،حنفي،مالکي،حنبلي اوجعفري ووېشو.
همدارنګه محمد علاء الدين الحصکفي دخپل کتاب الدرالمختارپه مقدمه کي امام ابوحنیفه رحمه الله ته يوډېرسپکوونکی،دهغه له شانه لرې اوله دروغوډک خوب منسوب کړی په دې اړه هغه ليکي :
((وفي حجته الاخيرة استأذن حجبة الكعبة بالدخول ليلا، فقام بين العمودين على رجله اليمنى ووضع اليسرى على ظهرها حتى ختم القرآن، فلما سلم بكى وناجى ربه وقال: إلهي ما عبدك هذا العبد الضعيف حق عبادتك، لكن عرفك حق معرفتك فهب نقصان خدمته لكمال معرفته، فهتف هاتف من جانب البيت: يا أبا حنيفة قد عرفتنا حق المعرفة وخدمتنا فأحسنت الخدمة، قد غفرنا لك ولمن اتبعك ممن كان على مذهبك الى يوم القيامة.))
ژباړه : امام صاحب رحمه الله په خپل وروستي حج کي دشپې مهال دکعبې له متولي دننوتوغوښتنه وکړه هغه اجازه ورکړه کله چي کعبې ته ننووت ددووستنوترمنځ پرښۍ پښه ودرېداوچپه پښه یې دهغې پرشاکېښوده اوقرآن کريم يې ختم کړکله چي یې سلام وګرزاوی ويې ژړل له خپل الله جل جلاله سره یې مناجات وکړاوويې ويل : اې الله! دې ضعيف بنده ستاحق عبادت نه دی کړی خوحق معرفت یې کړی دی نودخدمت زيان یې دمعرفت په کمال ورجبران کړه،ناڅاپه دبيت الله له خواهاتفي ږغ وشو چي اې ابوحنيفه! بې شکه تازموږحقه پېژندنه،ښه اوحق خدمت کړی دی بې شکه تااوهغه چاته موچي ترقيامته ستادمذهب پيروي کوي بخښنه کړې .نعوذبالله!!!
څومره ګمراه کوونکې خبره ده تاسوڅه فکرکوئ اياامام ابوحنيفه رحمه الله خپل يوه پيروي ته داډاډورکولای شي چي ته زماپه وسيله له اوره خلاص یې اوجنت ته به ځې نه هيڅکله نه ځکه دبخاري شريفې په حديث کي راځي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لورفاطمې رضی الله عنهاته وويل چي عمل وکړئ! داخرت په ورځ موزه له اوره نه شم خلاصولای .
سبحان الله!!! رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لورته وايي چي زه دي ضامن نه يم بلکه په خپل عمل سره به الله جل جلاله پرتادااحسان کوي چي له اوره دي وژغوري خوزموږحصکفي وايي چي امام اعظم رحمه الله ته الله جل جلاله وويل : تااوستادمذهب ټولوهغوپيروانوته چي ترقيامته ستادلارې پيروي کوي بخښنه کړې ده . سبحان الله هذابهتان عظيم !!!
دلته بايدداپه ډ اګه کړوچي امام ابوحنيفه رحمه الله له دې هرڅه بري دی کوم څه چي هغه ته منسوب شوي اويادهغه دمذهب په نوم ليکل شوي دادهغوخلکوکاردی چي له تعصب،دښمنۍ اومسلمانانوترمنځ دتفرقې اچولوپرته یې دبل څه اراده نه درلوده نوراځئ چي له بې ځايه تورونو،تهمتونواودامامانوپه شان کي له داسي ګستاخيولاس واخلويوازي هغه څه ومنوچي په قرآن کريم اوصحيحواحاديثوثابت وي . په همدې هيله !


د مومن مهاجر په ځواب کي – زاهد جلالی

مخکی تر دی چی د ښاغلی مومن مهاجر ځواب ولیکم باید ووایم چی پدي رد كي مي يواځي د ښاغلي مهاجر د ناكره ادعاوو رد كړي كنه په نقدو نو كي هر د هر ډول رد ځاي شته او داكار مي ځكه ونكړ موضوع مذهبي دي او پداسي ليكنو كي بايد له ډير ادب څخه كار واخستل شي.
مهاجرصیب د لیکنی په آر مفهوم پوه ندی، او د احساساتو ډک قلم یی پورته کړی او له تعصبه ډك او بي بنسټه ادعاوي يي كړي؛ زما په اند مهاجر د یهودو د کلونه کلونه پلانونو په لاره په نااگاهانه ډول درومی د مهاجر صیب د ليكني رد په لاندينيو څو ټكو كي ليكم:
لمړی:
لدی لیکنی څخه مو مطلب د فقهی مسایلو کره والی یا نه کره والی ندی، یوازی دا می غوښتی چی د خپلو پخوانیو علماوو هښیاری او زیرکتوب پکی څرگند کړو، چی ددی خبری دلیل دادی چی ما نه یوازی د امام ابوحنیفه رح د هوښیاری یاد کړی مگر د امام حسن البنا رح چی د حنبلی مذهب لاروی دی یادونه مو هم کړی دا د ښاغلی د تور چی زه یی پکی په مذهبی تعصب تورن کړی یم بی بنسټی او ناکره ولی په څرگند ډول ښکاره کوی.
دویم:
داچی مهاجرصیب زما د لیکنی په سند شک څرگند کړی زه تاسی ته ډاډ درکولی شم چی تاسی کولی شی د علامه جلیل احمد القلاش په کتاب چي العجایب من الاخلاق الاسلامیة نوميږي په 43 دريڅلويښتم مخ کی په دی اړه بشپړ،پوره او د ډاډ وړ مالومات ترلاسه کړی.
دریم:
موږ ټولو د فقهی د مذاهبو امامانو ته د قدر په سترگه گورو په رښتیا چی هر امام که امام ابوحنیفه وی یا امام شافعی یا امام مالک یا احمد حنبل رح وی په خپلوخت کی اسلام ته ستر خدمتونه کړی.
امام مالک رح څومره تعذیب شوی خو بیای هم خبل موقف ته نده شا کړی همداو چی زمونږ لپاره بیلگه شو.
امام ابوحنیفه رح څومره شپی او ورځی په زندان کی تیری کړی دا ټول خدمتونه مونږ څنگه هیر کړو، اصلا مونږ د حق نلرو چی د داسی سترو امامانو په هکله فیصلی وکړو او زه ټولو امامانو ته د درنښت په سترگه گورم ځکه دا ټول زمونږ د لاری مشالونه دی. چی زما ددی دعوی دلیل دا دی ما د ډیری امامانو ژوندلیکونه لیکلی او یا ژباړلی دی چی د هغو له زمری څخه امام شافعی او امام مالک دی.
څلورم:
مهاجر صیب چی کومی خبری لیکلی چی پلانی پخپل کتاب کی داسی لیکی او پلانی داسی لیکی، زه تر تا مخکی لدو سره مخالف یم داسی ډیر نا پوه کسان شته چی امام ابوحنیفه رح له انبیاوو پورته کوی(نعوذ بالله) او ددوی په مقابل کی داسی جاهله کسان هم شته چی له بده مرغه امام ابوحنیفه رح ته ښکنځلی کوی. که چیری د داسی خلکو خبرو پسی وگرځو خپل اصلی اهداف به راځنی پاته وی او موږ به هم د جهل د توری تیاری لارویان شو نو زه خپل گران مهاجر ته دا توصیه کوم چی پدی خبرو پسی هم مه گرځه ځکه دا ستا له شان سره مناسب ندی او پرستیژ مو در ورناوی.
پنځم:
ولی موږ پدو خبرو اخته یو؟
دا د یهودو د سوونو کلونو پلان دی چی مسلمانان پدی وړو او عادی خبرو پخپل منځ کی بوخت کړی او زموږ څخه زموږ دینی ارزښتونه یوسی دا د همدو خبرو پایله ده چی زموږ لمړی قبله مو له لاسه وتی او د یهودو تر حاکمیت لاندی راغلی. څومره چی وکړای شو باید لدی خبرو ځان وساتو او د خپلو دینو ارزښتونو د بیا لاسته راوړلو په تکل اوسو. که مهاجر صیب ددی پر ځای دومره اوږده لیکنه کړی یوه دینی موضوع څیړلی وه څومره به ښه وه.

تبصره نسته

  1. سومره مي جي بورتني ليكنه وليده زاهد جلالي راته به حقه شكاري (والله اعلم)

  2. خوماچي دالیکنه ولوستله پوه شوم چي ښاغلی مهاجربرحق دی موږبايدخپل مذهب په نقلي دلايلوثابت کړونه په له ځانه جوړوشويوکيسواوافسانو،که موږهمداسي کارونوته دوام ورکړولرې نه ده چي مذهب موهسي خرافات اوافساني پاتي شي الله جل جلاله دي نه کړي .

  3. اسلام عليكم و رحمت الله وبركاتو
    زما ګرانه وروره (جلالي صاحب ) الله جل جلاله دي په دنيا او اخرت كي د دغه ليكني سواب دركړي.