کور / اقتصادي / غربي اروپا لرغونو څيزونو ته زړه نه ښه کوي

غربي اروپا لرغونو څيزونو ته زړه نه ښه کوي

– سرچینه :   فولکس کرنت
– سرلیک :   Uitgekeken op antiek, maar de Roemenen niet
– لیکوال :   خېرارد راین
– ژباړن  :   مختار احمد احسان
– د ژباړلو نېټه :  ۲۰۱۱ز، د اګسټ او روژې ۱۸مه


• څه شي؟    د غذايي موادو د خوړلو لپاره هغه مېز چي څلور چوکۍ لري
• چیري؟    په رومانیه کي


– ښه، نو تادیه به یې ښه زیاته سي .
– تادیه نه ، بلکي د انتیکو څیزونو معامله پر موازنې روانه ده . ځکه هغه د شیشمو(۱) مېز د ۱۸۶۰ز کال دئ او څلور چوکیاني هم ورسره دي . کرسۍ یې څو میاشتي مخکي راټولي سوي دي او د بخارست(۲) د زړه د انتیکو څيزونو په دوکان کي پلورل کیږي . پخوا به لرغوني توکي د جنوبي او ختیځي اروپا د هیوادونو څخه د هالنډ، انګلستان یا جرمني د منځنیو طبقو کورونو ته لېږل کېدل، خو اوس مهال برعکس سوداګري روانه ده .


– دا څوک وايي؟
– په”اخترهوک”(۳) کي د فرنیچر (دكورسامان او لوازم لکه : مېز، چوكۍ، المارۍ، غالۍ او داسي نور. ژباړن) او انتیکو توکو سوداګرانو د کورنۍ غړی او د درېیو کالو راهیسي په بخارست کي د لرغونو څیزونو د دوکان په کار اچوونکی “توماس باکمن” دا خـــــــبره کـــوي . د ده په ذکر سوي دوکان کي جګ، اوږد مېز هم سته چي ترشا یې اکثره وخت شراب پلورونکي ناست وي . همدارنګه هلته څوک د قهوې اډر هم ورکولائ سي او په کومه انتیکه چوکۍ کي چي ناست یې، د هغې د اخیستلو فرمایش دي هم په خپل اختیار دئ . بل دا چي د اوس څخه وروسته هغه لرغونی مېز هم پلورل کیږي .


غربي اروپا لرغونو څيزونو ته زړه نه ښه کوي - لراوبر : مختار احمد احسان


– نو اوس دا باکمن دقیقاً څه وايي؟
– هالنډ نور انتیکو توکو ته زړه نه ښه کوي . په ۱۹۷۰ز کلونو کي به خلګو په کورونو کي لرغوني مواد کارول، خو ځوانان نور هماغسي طبیعت نه لري، بلکي عصري شیان غواړي، د ایکېیا(۴) او یانورو عصري دوکانونو څیزونه یې خوښیږي او په هغه تور رنګو، درنو  شیانو پسي نور نه ګرځي .


“خو په بخارست کي یې بیا خلګ غواړي، ځکه یې نو هلته بیي د هالنډ تر هغو ۳۰ سلنه لوړي دي. خصوصاً د هغو درنو بالښت ډولو الماریو بازار خورا ګرم دئ، په څو اونیو کي دستي پلورل کیږي، پاتیږي نه .
پرون مي د ۱۸۹۰ز کال یوه ښکلې هالنډۍ چوکۍ وپلورله چي د مېرمنو لپاره وه .دا شیشم په ځانګړي ډول د هالنډ نمونه ده چي د ناستي پر ځای یې د ګل دوزی او خامک دوزی کار هم سوئ و . وړوکي سامانونه هم خرڅوم لکه د میزونو سامان، کرستل (مثلاً د ساعت ښيښه; هر روڼ او شفاف شی. ژباړن)  او څراغونه . محصيلین دغه کوچني شیان خورا خوښوي .
نور نو مِسي سامانونه هم ښه بازار لري .”


غربي اروپا لرغونو څيزونو ته زړه نه ښه کوي - لراوبر : مختار احمد احسان


تر ټولو ښکلی ترین څیز د ۱۸۶۰ز کال فرانسوی د ساعت لنګر (رقاصه) و چي ويې پلورئ . دغه طلا سوئ لنګر د ډنمارکه رالېږل سوئ و .
خو یاده دي وي چي رومانیایان هم هر شی نه غواړي، دوی په هالنډ کي د “فریسلېنډ” د لکۍ داره ساعتونو په شي نه پوهیږي او نه یې سر په خلاصیږي .
– آیا توماس باکمن یوازینی کس دئ چي دې مصروفیت او سوداګري ته یې مخه کړې ده؟
– نه، دلته ډېر زیات پولېنډیان او رومانیایان سته چي په بسونو، لاریانو، باډۍ داره یا نورو موټرانو کي غربي اروپا ته ځي او د هماغه ځایه د انتیکو توکو اظافه برخه رانقلوي . تقریباً هر رومانیایی ښار هره اونۍ یا په هرو څو اونیو کي د انتیکو توکو بازار لري .
خو داسي هم نه ده چي کانتاینرونه مو د کلتوري ارثي موادو ډک وي او ختیځ ته ځي. د توماس یو لیري خپل (= د عمه یا خاله زوی یا د ورور یا خور زوی . ژباړن) “رېنالدو باکمن” هم د انتیکو موادو سوداګري کوي، خو دی بیا د “اخترهوک” په “تېربورخ” کي سوداګر دئ :
“دلته په منظمه توګه ختيځ اروپایان راځي او شیان وړي . تر تېر کال اوس یو څه بازار خراب دئ، خو د هالنډ د مارکېټ سره چي یې پرتله کړو نو بیا ښه دئ .
پخوا مو دلته”انتیکه کوڅه” درلوده . د یوه اوږده سړک سره په یو څو کليو کي ۳۰ د انتیکو شیانو دوکانونو وه. اوس دا دي درې پاته دي.”


– ښه، نو احصائیې په دې اړه څه وايي؟
– په ۲۰۰۳ز کي د “لوکېټوس” شرکت یوازي په هالنډ کي ۱۷۲۸ د لرغونو توکو دوکانونه لرل. سږ کال په جولای کي فقط ۱۱۰۹ دوکانونه وو چي ۳۵ سلنه شاته تګ په کښي راغلئ دئ .





(۱)  : شیشم : سور نسواري رنګه ډېر کلک او قیمتي لرګی دئ .
(۲)  : بخارست  : د رومانیې پلازمېنه ده .
(۳)  : اخترهوک : د هالنډ د ختیځ د”خېلدرلند” په ولایت کي یوه سیمه ده .
(۴)  : ایکېیا : د سوداګرۍ یو مشهوره سويډنی شرکت دئ چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ځانته څانګي لري .


پای