کور / هستوي فزيک / جاپان د ګرځنده تیلیفونو څلورم نسل پلی کوي

جاپان د ګرځنده تیلیفونو څلورم نسل پلی کوي


د سیلولر نیوز د راپور پر اساس د جاپان د سافت بانک ګرځنده تیلیفونو شرکت د لمړی ځل لپاره د څلورم نسل د ګرځنده تیلیفونونو خدمات د روان ۲۰۱۲ میلادي کال په آخره ربعه کی وړاندی کوي.


د سافت بانک مبایل شرکت د څلورم نسل تکنالوژۍ د شبکی تطبیق، اداره کول او مراقبت چاری د نوکیا زمینس نیټورک شرکت ته ورکړل شوي دي.


هیره دی نه وی چه د ګرځنده تیلیفونو څلورم نسل چه LTE هم ورته وایی هغه ټیکنالوژی ده چه د مبایل او وایمکس بروډبانډ انټرنیت سره یو ځای کوی.


څلورم نسل د 6IPV او د VOIP سیستم دی چه ددغه سیستم سرعت تر ۱۰۰ میګابیت پر ثانیه پوری دی. په دغه څلورم نسل تیکنالوژۍ کی د انترنیت له لیاری ویډیوی کلیپونه/ فایلونه ډیر په سرعت ښکته کیږي او په ژوندی بڼه د انترنیت له لیاری د تلویزیون پروګرامونه به داسی په سرعت لیدل کیږی لکه اوس چه د تلویزیونی انتن نه لیدل کیږی.


لکه څرنګه چه په دی تیکنالوژۍ کی د فایلونو ښکته کیدو سرعت ډیر زیات دی نو له همدی کبله دغه تکنالوژی په ځینو هیوادو کی همدا اوس او په ځینو هیوادو کی په راتلونکی کی د انسانانو د ژوند عمده برخه تشکیلوي.


د څلورم نسل تکنالوژۍ لپاره باید د ګرځنده تیلیفونو شبکه جوړه شوی وي او خاص په څلورم نسل اعیار شوي د ګرځنده تیلیفونو سیټونو ته ضرورت وي چه تر څو د خدماتو یی استعفاده وشي.


تر اوسه په نړۍ کی په شمار ډیر لږ هیوادونه دي چه څلورم نسل د ګرځنده تیلیفونو شبکه یی پلی کړی ده.