کور / هراړخیز / نړی ورانیږی او که نړی دوی ورانوی ؟

نړی ورانیږی او که نړی دوی ورانوی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

څو اونی را په دی خوا د دجالی استعمار له خوا دا خبری خپریږی چه د ۲۰۱۲ میلادی کال د ډسمبر په شلمه نیټه دا دنیا چه مونږ پکی ژوند کوو ورانیږی . هڅی لری چه کوم طبیعی او تخنیکی عوامل په ګوته کړی لکه وایی: چه کوم ستوری به دلمر او زمکی تر منځ حایل واقع کیږی د لمر رڼا او تودوخه به بنده شی او په دی واسطه به ژوند ته د پای ټکی کیښودل شی او کله وایی چه کومی لوی لوی ډبری له پاسه راروانی دی ، هر څومره چه داډبری زمکی ته را نزدی کیږی د زمکی د جاذبی قوی له امله به ددی ډبری او یا ډبرو سرعت څو واری زیات او په ډیر شدت به په زمکه راولویږی کیدی شی زمکه له خپل مدار څخه وباسی چه داکار به زمکه له نورو ستورو سره ومښلوی او د نړی اوسنی حالت به داسی شی چه دا غرونه او سیندونه به له منځه ولاړ او ټوټی ټوټی شی .نو داسی نوری بی ځایه او ناروا پیشبینی ګانی کوی چه یو یی هم حقیقت نه لری .
ما هم دا لیکنه د همدغه ۲۰۱۲ میلادی کال د ډسمبر په شلمه نیټه چه دجمعی ورځ سره سر خوری ولیکله ، چه د دوی ددغه تاریخی درواغو د پاره چه هر کال هڅه لری کلنی لوی ښکرور دروغ ووایی ، څه رڼا واچوم :
له ټولو لمړی ټولو نړیوالو ته ډاد ورکوم چه دا غلطی اوازې او افواهات د شیطانانو له خوا د انسانانو د ذهنیتونو د مغشوشولو دپاره دی خو په دی مغشوشولو کی هم دوی خپلی ګټی وینی اوهغه داچه : دوی ددی ډول افواهاتو په خپرولو غواړی چه د نړیوالو پام خپلی خدایی ته راواړوی او خلک په دی قانع کړی چه دوی خارق العاده پیش ګویانی کولی شی .
بله خبره داچه ، دوی غواړی د نړیوالوپام د نړی دهغو ناخوالو نه بلی خواته واړوی چه دوی ورسره نړی مخ کړیده او ددی هڅه لری چه د دوی دلاسه جوړی شوی ناخوالی په ناخوالو کی و نه شمیری کومی چه دوی انسانی ژوند د ګواښ سره مخ کړی او په هرو څو کلونو کی داسی واقعی زیږوی چه دنړی ابادی دخاورو سره خاوری او بی ګناه او بی دفاع انسانان ووژنی .
زما په یاد دی چه کله ۲۰۰۰ وم کال نوی کیده چه د نوی پیړی پیله هم وه دوی ویل چه نړی کی به کوم لوی کار کیدونکی وی ، او لابه نړی ټوله ورانه شی ، داځکه چه هغه وخت دوی د اسلامی نړی او یا نړیوال تروریزم د جنګ د پاره تیاری نیولی وه دوی اوله کی هغه جنګ لکه صلیبی جنګونه ګڼل چه ټوله اسلامی نړی سره به یهودان او عیسویان یو ځل بیا د جګړی ډګر ته ننوځی او دا چه دوی دمسلمانانوله ایمانه ډاریدل سره ددی چه دوی ډیری عصری وسلی او وسیلی هم درلودی خوددی جنګ بریالیتوب یی د دجالی استعمار د پاره پیشبینی کولی نه شو نوفکر یی کاوه چه شاید نړی کی ډیره لویه وژنه او خرابی رامنځته شی او دا جنګ به هم له ټولو ډیر خطرناک او اوږد جنګ شی نو مخکی له مخکی یی په ۲۰۰۰ کال کی د لویو پیښو پیش بینی وکړه . خو د یو کال په اوږدو کی چه دوی د سپټمبر د پیښی په رامنځته کولو کی بوخت وو ، دا فکر ورسره پیدا شو چه ددی جنګ نوم به د صلیبی جنګ پرځای د تروریزم نوم کیږدو چه په دی کار به مو څو کټی کړی وی ، یوه داچه ټوله اسلامی نړی به ددی پرځای چه یوځل د دجالی استعمار په مقابل کی دروو ولی د اسلامی ملکونو څخه به څه له ځانه سره ملګری او څه چه نه ملګری کیږی یو یو به یی رامات کړو او لا به یی په خپلو کی سره وجنګوو ، دوهم مسلمانانو ته به دتروریزم نوی نوم ورکړو چه حتی مسلمانان به لا په خپله په دی نوم له ځانه کرکه ولری اودریم چه د تروریزم په نوم به ټوله نړی د اسلامی نظام په مقابل کی له خانه سره ملګری اوهم سنګره کړو . نوهماغه لویه پیښه چه دوی په ۲۰۰۰ کال کی پیش بینی کړی وه هغه یی په ۲۰۰۱ کال کی عملی کړه .
دا چه دوی په هر ۳۰ کلونو کی یوځل قصدا د سی ای ای لیک په نوم دځینو پیښو پیشبینه شوی پلانونو کی د نړی نوی جغرافیا جوړوی چه ما ۳۰ کلونه مخکی پاکستان کی دسی ای ای لیک د نوم لاندی یو کتاب لوستلی وو چه دوی به په همدغه سیمه کی چه نن پکی نظامی حضور لری نوی جغرافیه جوړوی دا د دوی ًپه ۳۰ کلن مخکنی پلان کی وو نن په هغه پلان باندی عملی کارکوی چه د بلوچستان،پشتونستان ،کردستان ، پنجاب ،سند نوی ملتونه دقومی جوړښت له مخی جوړ کړی او دا پخوانی ملتونه په نوو ملتونو وویشی او بیا په هر یوه جلا جلا حکومت وکړی . او د افغانستان شمال برخه څه برخه تاجکانو ، څه برخه ازبکانو آو څه ترکمنانو ته ورکړی ، همدارنګه هرات د نیشاپور او مشهد سره دنوی خراسان په نوم او هزارستان په نوم د افغانستان مرکزی برخه د هزاروو نوی ملت جوړ کړی همدارنګه نورستان اوکشمیر نور نوی دولتونه رامڼځته کړی . نو دا دوی نوی لوی پیښی دی چه کله یی د سی ای ای د لیک په ڼوم او کله بیا د همداسی نړی د ورانیدو په نوم رامڼځته کوی .او له ننه څو شپیته کاله مخکی یی د پاکستان او اسراییلو حکومتونه د انګریزانو په واسطه تاسیس شول چه دواړه دمذهب په ڼوم او دواړه د اسلامی برم د ماتولو د پاره جوړ شول په دی دواړو کی بیا یو لوی توپیر شتون درلود چه پاکستان یی غلام او اسراییل یی بادار حکومت جوړ کړو یعنی پاکستان به د انګریزانو غلام او اسراییل به دا نګریزانو باداران او دستور ورکونکی وی .
دا چه نړی به د فطری جوړښت له مخی (چه وخت یی پوره شوی او باید ورانه شی) ورانیږی ، پیشبینی خو د انسانانو له استعداده پورته او نه کیدونکی خبره ده خوکه کومی پیشبینی د قران او حادیثوپه واسطه شوی دی هغه پیشبینی د قیامت د قایمیدو وړی او لوی نښو په نوم د اسلام دمقدس دین په واسطه د عالمانو په اسلامی کتابونو کی لیکل شوی دی . د هغو باوری نښو څخه ډیری وړی نښی یو د بل پسی راښکاره شوی دی خو لوی نښی لکه د دجال ، مهدی ع ، عیسی ع او جوج و ماجوجو راتګ تر اوسه نه دی ښکاره شوی نو که نړی په فطری ډول ورانیږی د دغو نښو له ظهوره وروسته به وی . نودا چه څوک له ځانه وایی چه په دی وخت نړی ورانیږی او ژوند ختمیږی دا ښکرور دروغ او د خلکو تیرویستنه ده . خو هغه چه ددی دروغو د پاره د پردی شاته کار کوی هغوی له دی دروغو څخه ځینی سیاسی او اقتصادی منفی لاسته راوړنی لری .
دا چه نړی به په فطری لحاظ څه وخت ورانیږی دهغی معلومات یواځی د الله ج سره دی ، خو مونږ د اخری زمانی امت او انسانان یاستو دا چه اصلی د ژوند پای او د قیامت ودریده به څه وخت وی یواڅی او یواڅی الله ج ته پته ده ، خو داچه نن صبا دنړی حریصو استثمارګړو او اشغلګرو سیاست مدارو سرمایدارانو کومی هڅی د نړی دورانولو د پاره پیل کړی دی شاید حریص او فاسد انسانان به هم الله ج به ددی نړی په ورانولو کی عاملین ټاکلی وی خو په نسبی ډول په اوس وخت کی دی ظالمانو د مظلومو انسانانو د نړی په ورانولو کی شپه او ورځ بوخت دی ،کور ،کالی ډوډی چه د انسانانو اولنی اړتیا ده په ډیره کمه کچه او یایی اصلا نه لری ، دنړی په سلو کی یوه برخه هر څه لری کوم چه د نړی په قاطع اکثریت یا په سلو کی نهه نوی خلکو باندی باداری کوی ، دوی استثماروی او د هغو له مټو او خولو د ځان په ګټه کار اخلی او دی مظلومانو ته ددوی له کاره او ددوی له ربړونو څخه همدومره پاتی کیږی چه دوی نه مړه او نه ژوندی کچی تر منځ ژوند وکړی .
تاسی وګوری چه دنړی هره پیښه ددوی په واسطه زیږول شوی او یا په هره زیږول شوی پیښه کی د دوی لاس وی او که خپله هم پیښی شوی وی دوی یی په خپله ګټه څرخوی ، د سولی په ځای کی هم دوی ولاړ او د جنګ په ځای کی هم دوی ولاړ وی دترحم او مهربانیو په ځای کی هم د دوی شتون وی فساد ونه او فریب کاری د دوی مسلک او مرستی هم د خلکو سره دوی کوی خو مرستی یی له هر ډول فسادونو او ناروغیو ډکی وی او د ظلم ، خیاتت ، فساد اوشیطانت پرځای کی هم دوی ولاړ وی د حیرانتیا وړ کارونه کوی ،توله نړی یی د خپل نفوذ لاندی راوستی ده د تولی نړی اقتصاد یی په واک کی دی او د نړی په هر ګوټ کی نظامی بیسونه او زندانونه لری ، ټوله میدیا او نړیوالی رسنی یی په کنترول کی او دټولی نړی د عیاشیو او فحاشیو مسولیت او رسالت د دوی په غاړه دی . د ټولو ملکونو په ویشلو او په خپلو کی په جنګ اچولو کی پوره پوهه او مهارت لری .
نو په ټولو مظلومو نړیوالو ددوی له لاسه نړی ورانه ده دا ځکه چه د دوی له لاسه انسانی ژوند نه لری او په ځینو ځایونو کی خو یی د ځینو خلکو ژوند له حیوانی ژونده هم بدتر کړی دی . هر هغه کار چه په اسلام کی روا وی د دوی په دیموکراسی نظام کی ناروا او که په اسلام کی ناروا وی د دوی په شیطانی نظام کی روا ګڼل کیږی د مثال په ډول په اسلام کی نکاح یوه ضروری خبره ده خو دوی نکاح له منځه وړی ده او د نکاح په لمنځه وړلو یی ټولنیز ، قومی او کورنی ژوند ته د پای ټکی ایښی دی ، دوی په خپل اساسی قانون کی نارینه له نارینه او ښځه د ښځی سره واده کول د هغو قانونی حق ګڼلی او له دی هم بدتر د سپو او خرو سره واده کول کومه د عار خبره نه بلکه ویاړنه ده، شراب ، نشه توکی ، قیمار ، خو بلکل روا خبره او د ورځنی ژوند له مهمو فعالیتونو څخه شمیرل کیږی . د خلکو وژنه ، فریب کاری ، دروغ ویل خو هنر دی ، بربڼدتیا او جنسی تجاوز خو ورځنی ډیر ګټور تجارت دی سود ، غلا ، رهزنی اود نورو ملکونو په خپلواکی ، ناموس او عزت باندی تیری خو دوی له خپلو ویاړنو څخه شمیری او داسی نوری داسی چاری تر سره کوی چه خلک د دوی له ظلمونو څخه د نړی په ورانولو او یا د ځان په وژلو څوځلی خوشاله دی او ترجیح ورکوی . دی درنده حیواناتو او وحشی شیطان صفته انسانانو په نړیوالو دا جوړه او اباده نړی په ورانه او وحشت بدله کړی ده .
ددی ټولو جنایتونو ، فسادونو او وینو تویولو سره سره هم ماړه نه دی کله کله داسی افواهات هم خپروی چه انسانان نور هم بی هیلی شی ( چه نړی ورانیږی )او دوی د انسانانو له بی هیلی توب څخه نوره هم ګټه پورته کړی او لکه ماران او لړمان چه د خپل فطرت له مخی خلک چیچی نو په دغه چیجلو دغه ماران او لړمان هیڅ شرمندګی هم نه کوی او نه ځانونه ملامت ګڼی او لا که څوک یی د چیچلو مقابل کی مقاومت کوی هم دوی ته خلافورزی ښکاری نو د دجالی استعمار ددی ټولو جنایتونو په مقابل کی د مظلوم بشریت هر حقه مقاومت هم لویه خلاف ورزی ښکاری او مرتکبین یی د دهشت ګر او تروریست په نومونو پیژنی او د هغو په منځه وړلو کی ځانونه قهرمانان ګڼی او همیشه یی یادوی چه مونږ دومره دهشت ګر له منځه یووړل . په هر صورت دا هم د اخرت دنزدی کیدو له وړو نښو څخه دی چه په ډیرو نزدی اخرو ورځو کی چه د دجال د راتګ د پاره دجالی سیستم رامنځته کیږی نو ډیر اخری نښی به یی د همداسی فسادونو او جنایتونو ایجادول وی .
مونږ چه د ازموینی لاندی یو ، مهمه نه ده چه مونږ باید خامخا بریالی اوسو خو مونږ باید دخپلی بندګی اثبات وکړو او خپله مبارزه په هره پیمانه ، په هر وخت کی او په هر ډول شرایطو کی چه وی جاری وساتو او غیر له الله ج له بل هیڅ قدرت څخه ونه ډاریږو ژوند باید له خپله هدفه ( چه د الله ج رضا ده ) وسیله او قربانی کړو او دا کار د راتلونکو نسلونو د پاره سرمشق او د عبرت درس جوړ کړو.
په درناوی