کور / سپورټي / كندهار له فراه څخه د فوټبال لوبه وګټل .

كندهار له فراه څخه د فوټبال لوبه وګټل .

په كندهار كي د فوټبال د پيل سوو سياليو دوهمه لوبه كندهار اتفاق فوټبال لوبډلي له فراه فوټبال لوبډلي څخه وګټل .
لوبه چي د كندهار په احمد شاهي لوبغالي كي وه په زر ګونو ننداره كوونكي ورته راغلي او دواړي لوبډلي يي تشويقولي .
دواړو لوبډلو هڅه كول ترڅو له پوره تخنيك او تكتيك څخه كار واخلي څو لوبه په خپله ګټه پاى ته ورسوي .
چي د كندهار د اتفاق فوټبال لوبډلي تكړه لوبغاړي محمد قاسم وكولاي سواي چي خپلي سيالي لوبډلي ته دوه ګوله وركړي چي لوبه يي دوه د صفر په مقابل كي خپل په ګټه پاى ته ورسول .
ټاكل سوي چي د فوټبال د روانو سياليو دريمه لوبه به د پاكستان هيواد چمن فوټبال لوبډلي د بغلان ولايت له فوټبال لوبډلي سره لوبيږي .