کور / هراړخیز / ایران او په هرات کی د پښتنو شخصیت وژنه

ایران او په هرات کی د پښتنو شخصیت وژنه

دوالی ویاند څارنوالی ته معرفی شو
دوه کاله کیږی چی په هرات کی سمیز پښتانه په سمیزه اداره کې یوه اندازه نا کافی حق ته رسیدلي چی له کبله یی په دی ولایت کی د پښتنو د وښیدو لامل ګرځیدلی دی.
په هرات ولایت کی لږ تر لږه پنځوس په سلو کی پښتانه ژوند کوی چی اکثر یی د دی ولایت په لرې او فقیره ولسوالیو کې ژوند کوې.
پرته له ښاره دهرات ولایت په اکثر ولسوالیو کی پښتانه ژوند کوې. شینډنډ، ادرسکن، ګلران، کشک رباط سنګی، کشک کهنه، پښتون زرغون، غوریان او کهسان هغه ولسوالی دی چی مطلق اکثریت یی پښتانه دی. زنده جان، ګذره، انجیل، کرخ، اوبه او فرسی هغه ولسوالی دی چی پنځوس په سلو کی پکې پښتانه ژوند کوې.
څه موده مخکی می هم ویلی ول چی، سره له دی چی مطلق اکثریت په هرات کې پښتانه دی خو اوس هم ددی ولایت په اداری جوړښت کی مطلق اکثریت غیر پښتانه او یا هم پښتون نومی کسان فعالیت کوۍ.
په هرات ولایت کی دیوه کال را پدیخوا یو اندازه هڅی پیل شوی چی اصلی موخه یی د دی ټیکو پیدا کول ول چی ولی په پښتون هرات کی غیر پښتانه حکومت کوی او ولی دهرات اصلی پښتانه یا سیاست ته نه راځی او یا هم چی راسی ژږ دولت پریږدی او لاړ شی.
د رون کال د پیل نه تر اوسه به دی ولایت کی د سمیز ځوانانولخوا یو شمیر غوندی جوړی شوی چی د هغوی اصلی هدف دادی چی په هرات کی پښتانه سمیزې اداری او سیاسی جورښت کی فعاله کړی.
په تیره یوه کال کی ددی غوندو په همکاری او دهرات د ځوان والی ویاند به هڅه دغه ځوان نسل یو اندازه ویښ شوی دی چی خپل حق لاس ته راوړی.
ددی ځوانو هڅی ددی ترڅنګ چی دیری پښتانه یی خوشحاله کړلې خو د ایران له حمایته برخمنی واکمنی کړی چی د اسماعیل خان سیاسی ډله یی په سر کې ده هڅې کوې چې د هغوې د برمختګ مخه و نیسی.
دا لړی ورسته تر هغه پیل شوه چې په هرات کې دوالی ویاند ښاغلی محی الدین نوری په یوه خبری ناسته کې د اوبو او بریښنا د وزیر محمد اسماعیل خان دسیاسی جهادی شورا د پردو شاته د ناقانونه او وسلو ویش د چال نه یی پرده پورته کړه. سره له دی چی اسماعیل خان د ولسی جرګی نه داعتماد رایه واخیسته خو ټول هراتیان او آن ولسمشر کرزی هم باوری دی چی اسماعیل خان به هرات کی وسلی ویشلی دی. په هرات ولایت کی جنرال زیارت شاه عابد چی دظفر قول اردو د لمړی لوا عمومی قوماندان دی هم د هرات ولایت د ولسوالیو د امنیتی چارواکو او قومندانانو په جرګه کی یی وویل چی قوماندان سلیمان د اسماعیل خان په فرمان سره یی د هرات په پښتون زرغون، اوبی او چست ولسوالیو کې د وسلو په پیل شروع کړی دی.
ددی ټولو ترڅنګ په ایران کی د ۱۳ افغانانو تر اعدام ورسته د هرات دوالی ویاند محی الدین نوری رسنیو کی په خبروکی د عمل غیر انسانی و باله او دا هم ددی لامل شود چی په هرات کی د ایران له حمایته برخمنی کړی خوابدی شی. ایران پلوو کسانو دهرات والی یاند یی په دی تورن کړ چی په هرات کی ورستی لاریون یی هم پلاره اچولی وو.
ورسته تر هغه چی ایرانیان او ایرانی او اسماعیل خان پلوی کړیو ولیدل چی په سمیزه اداره کی ددوی خلاف خو پرحق کړی مخ به پیاوړی کیدو دی نو هڅه یی پیل کړي ترڅو دهغوی شخصیتونه ترور کړی.
به دی پروګرام کی لمړی داکټر داود شاه صبادهرات والی، دوهم دوالی ویاند محی الدین نوری، دریم دهرات دملی رادیو تلویزیون مشر سمیع وفا او څلرم یو شمیر فعال خبریالان چی حقیقتونه خپروی شامل دی، پرضد فعالیتونه پیل شول.
د فیس بوک او انټرنټ به پانو کی هم دا اوس په دی برخه کی خوار سخت فعالیت شروع دی.
تر دی ټولو لویه لوبه او خطرناکه لوبه هغه دهرات د ځوان والی ویاند بر ضد پیل شوی ده. سماعیل خان پلو کړیو ښاغلی محی الدین نوری یی علماو ته د سپکاوی په تور سارنوالی ته معرفی کړی دی چی دیر احتمال یی شته چی له ددنی ګوښه کړای شی.
له بله پلوبیا د ایران له حمایته برخمنی کړی هڅه کوی چی به هرات ولایت کی خپل د یو شمیر رسنیو به وسیله د ښاغلی نوری شخصیت ترور کړی.
( افغان پیپری ) یو له هغه سایټونو څخی دی چی لاندی مطلب یی د ښاغلی نوری په هکله په چاپ رسولی دی (http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=45351 ).
ددی مطلب به لوستلو سره به ټولو ته حقیقت مالوم شی چی په هرات ولایت کی څه روان دی.
دانتخاباتو په درشل کی دهرات وضعیت داسی دی چی که هر پښتون په یوه دولتی پست کی په فعاله توګه کار وکړی او خپل دقوم په ویښولو باندی بوخت شی نو د شخصیت د ترور سره به مخامخ کیږی.
د هرات ولایت تیر امنیه قوماندان سید آقا ثاقب هم د همدی وضعیت قربانی شو او اوس هم دا کړی دهرات دوالی ډاکټر داود شاه صبا او دوالی ویاند د شخصیت د ترور په لومو کی بند دی.
دری میاشتی مخکی هم په هرات ولایت کی یو مدنی اعتراض د انسان تښونی په هکله پیل شو چی د سیمی د استخباراتو په مرسته په یوی دسیسی بدل شو.
دسیسه ګرو په داسی حال کی اعتراض وکړی چی په دی ولایت کی د انسان تښتونی پیښی د تیر کال په پرتله شپیته پسلو کی کښته سوی او بسم الله محمدی دکورنیو چارو دوخت سرپرست وزیر هم تایید کړی وه خو په همی دی اعتراض کی یو شمیر کسانو دهرات دوالی، دوالی دویاند او د امنیه قومندان د تبدیلیدو غوښته وکړی.
دا پیښی په داګه ښه یی چی که مرکزی دولت په هرات کی پښتانه بیا هم حمایت نکړی نو د ایران له حمایته برخمن کسان به یی د تل په شان یا د ددندو لری کړی او یا به هم په ناځوانه توګه ترور کړی.