کور / هراړخیز / ۲۰۱۲زکال دپوره روسوايۍ کال و

۲۰۱۲زکال دپوره روسوايۍ کال و

زه له هرڅه لمړۍ دنړۍ ملیاردملیاردوګړو ته دنوي ۲۰۱۳زکال مبارکي وایم او پاک رب ته لاسونه لپه کوم، چې دنړۍ خونخوارانواوجابرانوته دنېکۍهدایت وکړي ترڅو ټول بشریت په سوله اووروري کې ژوندوکړي.
اوس به د۲۰۱۲زکال خپله وروستۍلیکنه ستاسو درنولوستونکوحضورته وړاندې کړم.
په۲۰۱۲ز کال کې نړیوال بانډ چې ځیني یې نړیواله ټولنه بولي یولړ داسې وېروونکې کړنې اوحملې ترسره کړې چې بې له خطرناکواومسلکي استخباراتي شبکودبل چا په وس نه وې پوره.
دلته به یې هسې یوه بېلګه تاسو ته راواخلم:
په کابل، لوګر، پکـتیا اوننګرهارکې همزمانه حملې دکابل ادارې دوېرولواوافغان ولس ته دټکان ورکولو لپاره ترسره شوې.
داحملې یې دحقاني په شبکه چې دوی ورته نوی رنګ ورکړی ورواړولې خو ټول پوهیږي چې وروسته له اسامه بن لادینه بایدیویوبل اوسامه پیدا شوی وای.
دابه هیڅوک هم ونه مني چې دنړۍ یوقوي اومستحکم پوځي تړون چې نوم یې ناټو دی دیوولسوکلونو په مـوده کې یوازې دیوهېوادچې نوم یې افغانستان دی امنیت تامین نه شي کړای تامین څه چې له بده ورڅخه بدترشي.
دپورتني منطق په بنیادویلای شوچې په ۲۰۱۲ز کال کې دمغرضوبهرنیانواوپه کــــور دننه غلیمانوګډې توطیې بربنډې شوې.
د۲۰۱۲ز کال په لمړیوکې یوڅواجیر واومزدورډنډورچیانونغارې وغربولې او هرې خواته یې وېره خپره کړه چې که افغانســـتان له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي نوکېدای شي له دې طلايي چانس څخه زموږ ه ګاونډیان ګټه پورته کړي.
ددې ګمراه کوونکوتبلغاتوپه ترځ کې ښاغلي کرزي یوه لویه مشورتي جرګه دداسې کسانو په ګډون راوبلله چې په ســلو۱۰۰کې له نوي ۹۰څخه زیات غړي یې یادامریکايي قواووقرادادیان وویادانجوګانوغړي اویاخویوڅو پلورل شوي کسان وچې له یوې خوایې په ۳۹ شمېره سرونه ماتول خوله بلې خوایې دهېواددملي ناموس قبـــــاله پردیوته په رسمي بڼه ورکړه.
دمزدوروډنډورچیانوارمان پوره اوتړون لاسلیک شوخودپاکستاني راکټونولړۍ همداسې جاري پاته شوه . ددې ترڅنګ دګورګین بجوڼو(ایرانیانو)په افغانســـــتان کې دنړیوالوزوروروله شتون سره سره هراړخیزه تیري په موږ وکړل آن چې زموږ له پولې یې سرحدي نښې هم لرې کړې خونه دستراتیژیک تړون انډیوالانو مخ ورواړاو او نه خو دکابل نارینوو ځان وښوراوه.
ولسې جرګه خوموپخپله ولیده چې دوزیرانو په ردولو اوبیا لوړولویې ټول افغانستان نړۍ ته وشرماوه.
دقضایه قوې، څارنوالي اواجرایه قوې بې کیفایتي اوپخپل ځان ملنــــډې خوتاسوپخپلوسترګوولیدې نوآیا دا ۲۰۱۲ زکال تاسو ته دپوره رسوايي کال نه ښکاري؟
په نورو رسواییو به یې ستاسو وخت نه نیسم الله تعالی دې موږ ته نورله دغو ظالمانوڅخه نجات راکړي.