کور / هراړخیز / د وخت ارزښت له ماشوم توبه

د وخت ارزښت له ماشوم توبه

په حديث شريف کې راغلي دی ،چې زده کړه په نر او ښځه باندې فرض ده، نو دا چې په حديث شريف کې زده کړه په ټولو مسلمانانو ښځه او نر او باندې فرض ده.

موږ اوستاسوهم بايد ځانونه دزده کړو څخه برخمن کړو، ځکه چې زده کړه ياعلم دهر انسان لپاره په لاس کې يوه بله (روښانه ) ډيوه بلل کيږي، نوراځئ، چې دا ډيوه موږ اوستاسو هم په لاس کې واخلو.

ترڅوددې لارې خپل ځانونه خپلو اهدافوته ورسوو، ددې ترڅنګ بايد دزده کړو په برکت د نړۍ سره ځا نونه په ټولو برخو کې سيال کړو.

دې وخت چې ګورو نو زموږ د هيواد زيات شيمرخلک دزده کړوڅخه نه دي برخمن شوي اوهر وخت مودا خپل خوږ ژوند په داسې حال کې تيريږي چې تل له ستونزو او کړنګونو سره مله وو، کله يوې خوا او کله بل خوا لاسونه اچوو .

خو هغه وخت زموږ ستاسو څخه وخت تير وي، انسان نشي کولاى چې ځان له ستونزو او کړاوونو څخه راوباسي.

ځکه چې هر انسان بايد په اول سرکې په دې باندې فکر وکړی چې په دې کې زماتوان دي اوکه ګټه خو که چيرې زموږ او ستاسوټولنه دزده کړوڅخه برخمن شوې واي نو ولس به دومره نه ځوريدلي اونه به مو هر وخت داختياجۍ لاسونه بل ته اوږدوالي.

که په هروخت او هر ځای کې دعلم څراغ بل وساتل شي نود هغې ځاى خلک ډېرزرمخ پر وړاندې يون پيل کوي، تورې تيارې شاته پريږدي.

زموږ ټولنه بايد په دې پوهه شي، چې بغير دزده کړو نه پرمختګونه رامنځ ته کيدله شي ، نه سوله راتلي شي او نه جنګ ته د پاى ټکى اښودل کيږي نوددې لپاره بايد موږ اوستاسو زياته پاملرنه زده کړو ته وکړو اوټول خپل ځانونه دزده کړو څخه برخمن کړو.

ټولې کورنۍ بايد په دې برخه کې سر له ننه خپل او لادونه او هغه ماشومان چې د اووه کلنۍ عمر يې سرته رسولي وي دزده کړو په مرکزونو کې شامل کړي تر ځو ټول ماشومان دخت ارزښت له وړوکوالي وپيژني او خپلې زده کړې په سم ډول سره سرته ورسوي .تر څنګ يې اوس دښوونځيو ټول زده کوونکي رحصت شوې دي دوی ته په کار ده چې ددې وخت څخه ساليمه ګټه پورته کړي په دې وختونو کې په شخصي کورسونو کې زده کړې ترسره کړي ترڅو په دې سره د دوی په زده کړو کې لوړوالي راغلي وي او له بلې خوا به يې دوخت ارزښت ساتلي وي.