کور / هراړخیز / دشخصیت جوړوني په اړه یوڅو ټکي

دشخصیت جوړوني په اړه یوڅو ټکي

په نړۍ کښي خپل ځان له هیچا سره مه مقایسه کوئ. که چیري داسي وکړئ، نوتاسو خپل توهین کوئ.
هیچا بېله کیلۍ قلف نه دئ جوړ کړی. همداسي الله تعالی هیڅ مشکل بېله حله پیداکړی نه دئ. ددې پرځای چي دستونزو څخه سروټکوئ پرحل ئې غور وکړئ ځکه چي حل ئې سته. که ستونزه حلېدای سي نو اندېښنو ته ضرورت نه سته او که حلېدای نه سي نو بیا اندېښنه څه معنی لري بېله دي چي ستاسو شخصیت کمزوری معرفي کړي؟
ژوند پرتاسو خاندي کله چي تاسو خوابدي یاست.ژوند ستاسو سره خاندي کله چي تاسو خوشحاله یاست. ژوند ستاسو احترام هغه مهال کوي کله چي تاسو نورو ته خوشحالۍ ورکوئ. نورو ته خوشحالۍ ورکول، ستاسو دلوړ شخصیت استاذیتوب کوي.
هر کامیاب شخص په ژوند کښي یوه دردونکې کیسه لري.هره دردونکې کیسه بیا یو کامیاب اوج لري نو درد ومنئ او کامیابي ته چمتو اوسئ. له ستونزو او دردونو څخه بېره او تښته دکمزرو شخصیتونو کار دئ. نیلسن مانډیلا، فخري افغان، ګاندي او ډاکټر مارتین لوتر کینک ټول له دردونکو پيښو سره مخ سوي دردونه ئې منلی اوستونزو ته ئې اوږه ورکړې ول نوځکه لا داولسونو په زړونو کښي ژوندي دي.
کله چي یو شی بایلئ نو پیاوړی احساس وکړئ. کله چي یو شی وګټئ نو خاموشه اوسئ. دویلي سوي طلا څخه وروسته ګېڼه جوړیږي چي ستا معشوقه تاته سینګاروي.دټکوول سوي مس څخه برقي وایرونه جوړیږي چي ستا خونه او چاپیریال درته روښانه کوي او دتوږل سوو ډبرو څخه ورسته ښکلي مجسمې جوړیږي. څونده چي په ژوند کښي دردونه وینئ نو هغونده ارزښتناکه کیږئ. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دپیغمبرۍ سره-سره ځکه ارزښتناکه سو چي هغه مبارک دخپلو پلویانو اوبشر له پاره ترهرچا زیات دردونه وګالل.
دااسانه ده چي دنورو پر غلطیو قضاوت وکړو، ستونزمنه داده چي خپلي غلطۍ په رسمیت وپېژنو.خپلي غلطۍ هغه کسان پېژندلی سي چي خپل شخصیت ئې پېژندلی وي.
هیڅوک بیرته شا ته نه سي تللائ چي خپل خراب پیل سم کړي خو هرڅوک کولای سي چي له اوس څخه کامیاب هدف وټاکي.که مو فرصت له لاسه ورکړئ نو سترګي له اوښکو مه ډکوئ.که داسي وکړئ، نو یو خوبه بل فرصت له لاسه ورکړئ او بل به مو خلګو ته دخپل شخصیت په اړه سوالونه پیدا کړي وي.
دتغیر څخه مخ اړول په هیڅ شي کښي تغیر نه راوړي. دتغیر سره مخ کېدل په هرڅه کښي بدلون راوړي. دنورو په اړه شکایت مه کوئ هغه تغیر چي په جهان کښي غواړئ، هغه په ځان کښي عملي کړئ.
غطۍ او سهوي خورا دردونکي دي کله چي رامنځ ته سي. خو کلونه وروسته دهمدغو غلطیو مجموعې ته تجربه ویل کیږي چي کامیابي ته مو رهنمايي کوي. دتیرو غلطیوڅخه دپښېماني پرځای پند واخلئ.