کور / هستوي فزيک / دکمپوټرونو امنیت

دکمپوټرونو امنیت

د خپلو کمپيوټرونو د ساتلولپاره لاندی څو اړینو ټکوته پاملرنه وکړی :

۱- په خپلو کمپیوټرونو کی له جواز لرونکی انتی وایرس نه ګټه واخلی ، انتی وایروس د کمپيوټرونو د ساتنی لپاره کارول کیږی
څرنګه چی هره ورځ نوی وایروسونه رامنځ ته کیږی ، انتی وایروس باید Update شی .

۲- په خپلو کمپیوټر ونوکی د اور د یوال Firewall فعال کړی تر څو ستاسو په کمپیوټرونو کی د معلوماتو تګ راتګ له انټرنیټی شبکه سره کنټرول کړی .

۳ – هغه بریښنالیکوچی له نامعلومو اد رسونو ستاسو ته د رلیږل کیږی ، لومړی د بریښنالیک د رالیږونکی نه دهغه دهویت په اړه معلومات ترلاسه کړی ، ځکه زیات وایروسونه د بریښنالیک له لاری کمپيوټرونوته لاره پیدا کوی.

۴- هغه بریښنالیکونه چی ضمیمه Attachment فایلونه لری لومړی یی سکن بیایی خلاص کړی .

۵- نه غوښتونکی بریښنالیکونه سمد لاسه له منځه یوسی ، له همدی لاری انټرنیټی غله ستاسو معلوماتو ته لار پیداکوی .
۶- په کمپیوټرونو باندی د جواز نه لرونکی پوستکالي ( سافټویر ) له انسټالولو نه ډ ډه وکړی ځکه همدغه پوستکالي کولای شی ستاسو کمپيوټرونه له ستونزو سره مخ کړی .

۷- خپل مهم اومحرم معلومات له سندونه ، انځورونه اونور CD,DVD ,USB , External Hard Disk ته کاپي کړي .

۸ – د کمپيوټر د نه کارولو په مهال کمپيوټر Logout کړی .

۹- د خپلو کمپیوټرونو د ساتنی لپاره له یو پیچلی Complex فاسورډ نه ګټه واخلی .

۱۰- نامعلومه انټرنیټی ویب پاڼی مه خلاصوی ، ځکه نوی وایروسونه د انټرنیټی ویب پاڼوله لاری خپریږی اوستاسوکمپیوټرونه به له جد ی ستونزوسره مخ کړی

۱۱- د خپل کمپیوټر نیټه اوساعت د انټرنیټ د کارولو په مهال سم کړی ، که ستاسو د کمپیوټر نیټه اوساعت سم نه وی
ستاسو کمپیوټر به ونشی کولای چی د مایکروسافټ او انتی وایروسونو له اړوند کمپنیو نه ضروری اونوی فایلونه ترلاسه کړی .
دا ډیره ضروری ده چی ستاسو د خپلوکمپیوټرو وینډوزنه د مایکروسافټ له کمپنی نه Update کړی .

۱۲ – د ویند وز XP له کارونی نه مخه ښه وکړی که څه هم ویند وز XP یو له مشهور چلند ویه سیستمونو نه وو او۱۰ کاله خلکو وکاروو
ولی اوس مهال زیات انټرنیټی غله په اسانی سره کولای شی چی ویند وز XP تر برید ونو لاندی راولی اوله بل پلو ۵۰ فیصده خلک اوس هم له ویند وز اکس پی په د فترونو اوکورونو کی کار اخلی اوانټرنیټی غله په اسانی سره کولای شی چی د خلکو معلوماتو ته لاس رسی پیداکړی ، نو زما غو ښتنه د اده چی تاسو په خپلو کمپیوټرونو کی له ویند ز ۸ او یا له ویند وز ۷ نه کار واخلی ځکه دغه نوی چلند ویه سیستمونه د لوړامنیت د رلود ونکی دی .

۱۳- په کمپیوټر ونو کی Remote Desktop غیر فعال کړی ، ترڅونور خلک ونشی کړی ستاسو د کمپيوټرونو کنټرول تر لاسه کړی .

۱۴ – د انټرنیټ د کارولو په مهال له یو محدود User نه ګټه واخلی ، که چیری ستاسو د انټرنیټ دکارولو په مهال له Administrator
نه ګټه اخلی د دی امکا ن شته چی د Trojan وایروس له لاری ستاسو په کمپیوټر نه غوښتونکی سافټویرونه انسټال شی اوستاسو محرم معلومات به دنورو لاس ته ورشی .