کور / هراړخیز / د نيشاپور شاهين ۱۵

د نيشاپور شاهين ۱۵

دلمانځه وروسته بدري نات او ګیان بیرون راووتل . یخني زیاته وه ،حماد بیرته په خپله بستره کې ننوت اوکیناست . دهغه تر مخه دبرنډي په دیوال د لمبدل په واسطه انځورونه جوړ کړل شوي ، داسې احساسیده چې کوم حساس مسافر ته دخپل محبوب وطن کوڅې را په یادوي . دشپې دردونه خپل اخري پړاو ته رسیدلي و . په دې خاطر چې سهار په خپلو خندیدونکو شونډو دویاړ د وینو دڅاڅکو په واسطه د شپې یخ تابوت مات کړې و اوتیاری یی په تل پاتې بڼه په خپل ځان کې جذب کړې وې .
لږه شیبه وروسته لمر دا دسرارو مرکز ، دهیلو او نا هیلو، دامن او خوږلنې ، دموجود اوغائب او شته او نشته ، دلوبې دپیلولو له پاره په خندیدونکې توګه لکه داور دتورې په څیر را څرګند شوې و. او کرار کرار دخپل ټاکلی منزل په لور روان و. رڼا …تیزه رڼا داسمان تر انتهاؤ پورې رسیدلې وه .او دشپې ټول رازونه له منځه تللې و.
حماد څه فکر وکړ او راپورته شو . ډیوه یی په پوکي کولو سره مړه کړه . بیرون راووت . دهوا زور مات شوې و ، او څلورو خواو ته تیزه رڼا او ګرمي خپره شوي وه . حماد اخوا دیخوا وکتل او دحویلۍ جایزه یی واخیسته . هغه ستره ماڼۍ وه چې د پراخې زمکې په منځ کې پرته وه . ښیي لاس ته یی اصطبل و . په شمال شرقي برخه کې یی دملازمینو کوټې جوړې کړل شوې وې او په پاته چاپیریال کې میوه لرونکي او نه میوه لرونکې بوټي ایښوول شوي و.
حماد ښیي لاس ته راو ګرځید او د صطبل په لور راغې ، اسماعیل هم هملته موجود و ، هغه دخپلو غوایانو په ملاګانو وچه ټوټه وهله . دواړو یو له بله سره تود روغبړ وکړ، بیا حماد دخپل آس د زین سره تړلې خورجین راپرانست اودهغې څخه یی د مښولو برس را واخیست ، بیرته دخپل آس په لور راغې . لمړۍ یی پرې په مینه لاس راښکود ، په جواب کې یی مطیع او فرمانبرداره آس و شنړید، بیا حماد خپل آس په هغه برس باندی و مښود. اسماعیل هم په غوایانو باندی خپله ټوټه ګرځوله ، بیا وروسته یی دحماد په ملګرتیا د رتنا او پشپال په دواړو اسونو هم وچې ټوټې ووهلې اودهغوې ملاګانې یی و مښودې .
ګرمي پوره زیاته شوي وه ، حماد د آسونو دشا ګانو دمښولو وروسته داسماعیل خواته راغې ، بیا دواړه دکمري په لور روان شول . ګیان یی مخته راغې . هغه لږ څه قهرجن معلومیده . دحماد په لور یی وکتل اوبیا یی په خپل خپورغږ سره وویل « راځۍ اوسبانارې وخورئ »
حماد ورسره یو ځآي کمرې ته راغې ، په کمره کې یو دسترخوان غوړیدلې و ددسترخوان دپاسه دوه پلیټه ايښودي و . په یوه کې دوه یا درې چپاتي ډوډۍ او په بل کې لږ څه جوش کړل شوې سبزی پرته وه .
حماد په پوره غور سره ګیان ته وکتل . او ورڅخه یی وپوښتل « ایا تا سهارنۍ خوړلې ده ؟»
ګیان په تندي او دنفرت څخه په ډکې لهجې سره وویل : « دمالک خورزه رتنا چې پرون ستاسو سره یوځآي دې حویلۍ ته راننوتې ده ډیره بدخلقه او مردوده نجلۍ ده . که څه هم هغه به دمخ نه ښایسته وي خو فطرت اوباطن یی د خباثت نه ډک دی .
حماد نرۍ شانته خندا وکړه او ورڅخه یی وپوښتل : «تاته یی څه ویلي دي ؟»
ګیان دشکایت په بڼه وویل : « دې نجلۍ د راتګ سره سم د ښځوپه ځآې باندی ولکه کړې ده ،زه چې نن د ډوډۍ د راخیستلو له پاره ورغلم نو ومي کتل چې دپخلنځاې ټول انتظام دهغې په لاسو کې دې .بملا خور هم ورسره ناسته وه ، کله مې چې ډوډۍ وغوښته نوبملا راته پخپله ډوډۍ تیاروله خو رتنا منعه کړه او ورته یی وویل : « بملا ته یی پریږده، دې ملازمینوته به زه په خپله څه تیار کړم . » کله چې مې ترې ستا او داسماعیل له پاره ډوډۍ وغوښته نو رتنا په پوره قهر سره وویل : « ته یواځي خپله ډوډۍ وړلې شې ، هغوې دواړو مسلمانو ته ووایه ،چې راشی اوخپله ډوډۍ پخپله یوسي. هغې دا هم وویلي چې هغوې ته ووایه چې د سابو له پاره خپل لوښي له ځانه سره راوړي . ځکه هغوې دواړه ملیچ دي . په دې خاطر هغوې زمونږ لوښې نه شی استعمالولې . مالک تللې تر څو د پشپال له پاره حکیم راوړي ،کله چې بیرته را ستون شي نو زه به ورته د رتنا څخه په دې اړه شکایت وکړم . دداسې هندو ذهن خاونده او په مذهب کې متعصبه نجلۍ په دې حویلۍ کې نه شی اوسیدلې . »
حماد ورمخته شو او دګیان ملایی وټپوله او ورته یی وویل : ته مه په غصه کیږه او بدري نات ته یی هم په اړه شکایت مه کوه . ما ستا دمالک سره ددې رتنا په اړه تفصیلي خبرې کړي دي ، هغه یوه خپل سره نجلۍ ده ، دهغې د ضد په خلاف قدم اخستل پخپله زمونږ له پاره زیانمن ثابتیداې شي . اوبیا په ځانګړې توګه هغه وخت چې مونږ ټول یی په خلاف یو موټی و اوسو .
کیداې شي هغه ددې یووالي د علت دپوهیدو له پاره زمونږ د ټولو څارنه وکړي او دهغې دا ډول څارنه زمونږ له پاره زیانمنه و ګرځي . ته په دې اړه اندیښنه مه کوه ، زه پخپله ورځم او دخپل ځان او اسماعیل له پاره ترې ډوډۍ را اخلم . ته راته همدومره ووایه چې ډوډۍ دکومه ځایه تر لاسه کیدې شي.»
ګیان د شرم احساس وکړ ا وویی ویل : « دحویلۍ په شاتنۍ برخه کې یوه کړکۍ ده ، ټولو نوکرانو اوملازمینو ته دهمغې کړکۍ څخه ډوډۍ ورکول کیږي .»
حماد بیرون را ووت دحویلۍ باغ ته راغې هغې دوه سترې سترې پاڼي را پرې کړې او دخپل ټاټ په پڅکه یی پاکې کړې اوبیا دحویلۍ شاتنۍ برخې ته ورغې .
دکړکۍ څنګ ته درارسیدو سره سم حماد دهغې په پله باندې لاس کیښود او ویی ټکوله . لږه شیبه وروسته رتنا راغله اودحماد په لور دکتلو سره سم یی وویل : « دسهارنۍ د اخیستو له پاره راغلې یی ؟»
حماد یی په لور دکتلو پرته وویل : « هو !»
رتنا خپل لاس ور اوږود کړ او ورته یی وویل : « خپل لوښې راوړه . سهي ده چې ته به زمونږ محسن یی ، خو دا دهندوانو حویلۍ ده او ته یو ملیچ انسان یی »
حماد ورته دواړه پاڼي ورکړې او ورته یی وویلې « په دې پاڼو کې زما او دګاډي بان اسماعیل ډوډۍ واچوه .»
رتنا ورته په ترخه ژبه وویل : « دیوه محسن په څیر به زه هرو مرو ستا خدمت وکړم ،خو تیره ورځ چې دهغو ملیچانو په کور کې تا زمونږ ددهرم سپکاوي کړې دهغې سزا به هرو مرو تاته درکول کیږي . اوستا له پاره سزا همدا ده چې ته به دلته زما په شتون کې د یوه ملیچ په څیر ژوند کوې تر څو دخپلې غلطۍ احساس وکولې شې. لکه څنګه چې اور په اوبو له منځه ځي په همدې توګه به زمونږ ددهرم څخه هم ګناه لرې کیږي .
واوره ! زه دخپل دهرم سپکاوي نه شم زغملې ، ته یو ځواکمن انسان یی ، په هر ځاې کې بریالي کیږي خوزمونږ دهرم ته په سپکاوي کولو به ته هیڅ بریا و نه مومې .
حماد دغصې او قهر نه شین سور کیده ویی ویل : « دا ستا بې عقلي ده چې زه دلته ستا د یوه نوکر په څیر او دیوه ملیچ غوندې ژوند وکړم ، زه یو ازاد انسان یم اوددې ځایه همدا نن حرکت کوم . واوره ! لکه څنګه چې اور په اور نه مړ کیږي په همدې توګه ستاخبرې په ما هیڅ اغیز نه کوي ، لکه څومره چې اسمان د زمکې څخه پورته دې په همغه اندازه زما لاره له تا نه جدا ده اوزما خیال اوفکر ستا ددې عبث او چټي فکر نه لوړ دي .
که څه هم زه یو انسان یم او دبشریت د خداې ورکړو غوښتنو څخه پورته نه یم خو دهغې سره بیا هم زه ستا دبدنیتۍ او بي دینۍ دسیلاب څخه خوندي یم .»
حماد لږ څه تم شو خو یوځل بیا یی د توپان په څیر په خبرو پیل وکړ « ته د بدشګونۍ یوه څپه یی ، او زه ستا دبې دینه کړچار پابند نه یم . په دې خاطر چې زه اوس پوهیدلې یم چې ستا ذهن تل دبدۍ په لور الوت کوی ،ما ستا دورور سره مرسته وکړه ، ستاعزت مې خوندي کړ او بیا د باران او توپان دپرواکولو پرته مې تاسو دواړه دلته را ورسولئ ، په کار خو داو چې تاسو زما ممنویت کړې و،خو برعکس ته ماته ملیچ وایی ، ایا زه همداسې وانګیرم چې تا د روایتي هندو ذهنیت ثبوت ورکړې دې ، که چیرې همداسې وي نو زه به وانګیرم چې دهندو په دې زمکو چې تر ټولو زیات ملیچ دی ته دهغوې نه هم زیاته لویدلې یی . ته سپکه ، ذلیله اوپسته نجلۍ یی .کاشکې چې دکوم ملیچ په کور کې پیدا شوې وې نو تاته به دا احساس شوې و چې ټول انسانان یو څیر دي ،نیک او ستر هغه څوک دې چې د نیکو اوښو اعمالو خاوند اوسی .
رتنا په سخته غصه اوترخې لهجې سره وویل :« زه له تانه نفر ت کوم ، یاد ساته چې بدن ته ورننوتلې نیزې ویستل کیږی خو نفرت ترې نه ویستل کیږی »
حماد ورته د لوټي ځواب په تیږه ورکړ او ویی ویل :« څومره چې ته له ماڅخه نفرت کوې دهغې لس هومره زیات زه له تا څخه کرکه او نفرت لرم ،ته کمینه ، ذلیله او نیچ یی ، کاشکې چې له تاسره نه وې مخ شوې …»
رتنا دغصې نه شونډي خوړلې او ولاړه وه .خوبیا یی هم دضبط نه کار واخست . په لاس کې د نیولو پاڼو څخه یی په یوې کې جوش کړل شوي سابه اوپه بل کې څو چپاتي ډوډۍ کیښودې او حماد ته یی ورکړې .
حماد دواړه پاڼي را واخستې او د رتنا په لور یی په نفرت سره وکتل او یو ځل بیا یی ورته وویل « که په راتلونکې کې دې زما په خلاف ژبه پرانیسته نو یاد ساته چې زه به یی درنه پرې کړم .»
رتنا په پوره کرکې او نفرت سره ورته وویل « ورځه ورځه ، تا لا راغلې ژبه پرېکوونکې . ستا په څیر مې ډیر کتلي دي ، د یو چا ژبه پرې کول داسې اسانه کار نه دې . کومه ورځ چې ته زما ژبه پرې کړې هغه ورځ به ستا د ژوندانه اخری ورځ وي ،اوس ددې ځایه ورځه ،له تا سره خبرې کول هم نه غواړم .»
حماد بیرته خپلې کمرې ته راغې ، ګیان اواسماعیل دواړه ناست و، ددواړو تر منځ هغه ډوډۍ ، چې ګیان راوړې وه ، لکه څنګه چې وه همغسې پرته وه ، یوې لورې ته د اوبو منګې او دخاورې دوه درې پیالې پرتې وې ، حماد چې کومه ډوډۍ راوړه هغه یی هم په منځ کې کیښوده ، بیا درې واړو په ډیره مینه اوښه خوشحاله چاپیریال کې خپله سهارنۍ وخوړه .
حماد ، ګیان او اسماعیل درې واړو په خپلو منځو کې خبرې کولې چې بدري نات یی هم کمرې ته راننوت او دحماد په لور یی دکتلوسره سم وویل : « ایا تاسو سهارنۍ خوړلې ده ؟ »
ګیان ورته راپورته شو او ویی ویل : « هو ! مالکه مونږه خپلې ګیډې ډکې کړې دي .»
دا ځل حماد بدری نات ته مخ کړ او ورته یی وویل : « ته چیرې تللې وې ؟ »
بدري نات دهغه سره دهغه تر څنګ په ټاټ کیناست او ویی ویل : « ما د پشپال له پاره حکیم راوستې و ،هغه مرهم او پټۍ وکړل اوبیرته ولاړ . نو دهغې وروسته زه ستاسو خوا ته راغلم »
پخوا له دې چې حماد یی په ځواب کې څه ووایی ، بدری نات د ګیان په لورمخ کړ او ورته یی وویل : « ګیانه ! اسماعیل له ځانه سره واخله او ددې غوایانو او نورو آسونو ته ګیاه او دانه برابره کړه »
تر څنګ یی بدري نات ګیان ته خاصه اشاره وکړه ، مطلب یی داو چې اسماعیل له ځانه سره واخله او ددې ځایه یی و کاږه . ګیان وخت ضایع نه کړ او سمدلاسه یی اسماعیل له ځانه سره کړ اوووت.
بدري نات چې سخت دریځي مسلمان و. اواصل نوم یی ابوالفتح و دحماد په لور دکتلو وروسته وویل .« اوس راته ووایه چې تګلاره مو څه ده ؟ »
حماد یی تر مخ په څرګنده توګه وویل : « اراده لرم چې نن ماښام ددې ځایه دمتهرا په لور روان شم ، زه به دشپې شپې خپل سفر ته دوام ورکوم . زه هیله لرم چې په متهرا کې به ایلک خان ته د بې وسۍ دمرګ نه خلاصون ورکړې شم ، زه به دهغه دخوندي کولو پوره پوره هڅې وکړم »
بدري نات ورته په ډیره پټه توګه وویل : « متهرا ته د ورسیدو سره سم په نرائن اشرام کې د پنډت پرمانند سره ووینه . کیدې شې چې ستا تر ور رسیدو پورې هغه دایلک خان پورې د ورسیدو کوشش کړي وي اودهغه د ازادۍ په اړه کومې پریکړې ته رسیدلې وي . زما یوه خبره یاده ساته چې په دې زمکو کې زما دملت اومذهب دکار کولو په وخت کې به څه خلک تاسې په خپلې ولکې کې د اخستلو هڅې وکړې ، هغوې به کله دیوې لارې او کله د بلې لارې ستا دکنترولولو هڅې وکړې ، یو شمیر خلک به ستا دوجود دښایست اوښه جوړښت تر اغیز لاندې راشی او تاته به دشک په سترګو ګوري . کیدې شي هغوې ددې ځآی ډیرې ښکلې نجونې نورې هم ښایسته او ستا تر مخ راوړاندې کړي اوستا پوهه ، علم او ذکاوت تر خپل اغیز لاندې راوړي اوپه دې توګه له تاڅخه دداسې رازونو د راسپړلو هڅې وکړي ، چې په کې به نه یواځي زمونږ د دواړو بلکه دملت ګټې هم خوندي وی .»
بدري نات خاموشه شو او په فکر کې ډوب شو اویو ځل بیا یی وویل : « دا فکر وکړه او بیا دلته کار پیل کړه . په دې فکر کې شه چې د نیشاپور نه تر متهرا پورې دې دا دومره اوږود واټن د څه له پاره وهلې دې؟ ګوره چې ! ددې ځاي په جادوګر حسن او ښایست کې ډوب نه شې ، دژوندانه په دې طلسم کې جمال بې ثباته او حسن یوه دوکه او فریب دې . او د ځوانۍ په تیریدو سره دا بیا د ویجاړو شوو غارونو په څیر وران ویجاړ پاته کیږي »
حماد ورته په ډیر عجز او انکسارۍ سره وویل : «زما محترمه ، زما مشره ! زه به ځان ځار کړم خو هیڅکله به هم دا ډاګیزه نه کړم چې زه څوک یم . اودا چې ته بدري نات نه بلکه ابوالفتح یی . زه له تاسره ژمنه کوم ، زه به خپلی ارادی فعاله وساتم اوخپلې ارزوګانې اوهیلې به خاوري نه کړم . زه به ددې زمکو څخه د وفا نوې مضمون ولیکم . او دخپل زړه راز به هیچاته هم څرګند نه کړم . په دې کې زما ددنیا او اخرت دواړو لازواله نقوش پټ دي . لکه څنګه چې ماهي د ویده کیدو په وخت کې سترګې نه پټوي، او لکه څنګه چې هګۍ د پیداکیدو وروسته حرکت نه کوي په همدې توګه به زه هم دخپل مقصد دترلاسه کولو له پاره بیداره اوسم اوخپل فرض به اداء کوم ….»
حماد لږ څه نور هم ویل غوښتل چې په دې وخت کې ګیان راننوت اودحماد په لور یی په کتلوسره وویل : «تاسې پشپال ور غوښتي یاست »
بدري نات هم و درید او حماد ته یی وویل : « ورشه ، اودهغه سره ووینه ، هغه د ډیره وخته ستا پوښتنه کوي ، خو ستا د تللو نه مخته زه لږ نور څه هم درته ویل غواړم .» حماد را پورته شو او دکمرې نه راووت .

نور په شپاړسمه برخه کي