کور / هراړخیز / دحاجي محمدآصف جان (پاس يوسفي) په ياد

دحاجي محمدآصف جان (پاس يوسفي) په ياد

همدااوس ( ۱۴مه داګسټ ۲۰۱۴ع ــ دماځیګرڅلوربجې)په روهي ویبپاڼه کي دیوه خپاره سوي پیغام له لاري خبرسوم چي حاجي محمد آصف جان (پاس یوسفي) وفات سوی دئ. انالله واناالیه راجعون
دخواشینۍ ډېره درنه هښمه مي پرمغزوراغله. شاوخوامي دوستانوته تیلفونونه وکړل، له هیچاسره مي دزړه دخوالې او غم سړولو مجال ونه موند. .زه په دغه درانه غم کي دحاجي اغا له ټولي کورنۍ سره ځان شریک گڼم اوپه تېره بیاگرانووروڼوعارف جان، اشرف جان اومحترم جلیل جان نقشبندي ته دزړه له کومي تسلیت وایم او له ناکامه قلم ته پناه وړم.

پاس یوسفي صاحب موږ (حاجي اغا) باله اوزه ئې دمخلصانه دوستۍ ویاړلرم. دده دوفات په خبرېدومي ذهن ددروڅلورو لسیزوخاطروته ولاړ. په تېرو شلو، پنځه ویشتوکلونوکي چي به حاجي اغاهروخت ټورنټوته تشریف راووړ، مابه هرومرو ورسره کتل اوچي دخدای حق ووایو،هروخت به ئې په خبراخیستلوکي له ماڅخه وار دمخه کاوه.د حاجي اغامجلس ډېر خوږ وو. خبري ئې هیڅ وخت پرچانه غمېدلې. اورېدونکي به تل په تلوسه کي وو، چي دده له خولې څخه دوطن د ویاړونو یوه په زړه پوري خاطره واوري. پاک خدای دده حافظه له دغه رازخاطروڅخه مالامال کړې وه. په مجلس کي به ئې اولسي کیسې، د کندهاردمحلي شاعرانو دظرافت نکلونه،زموږ دفارسي اوپښتوادب دکلاسیکوشاعرانوله کلامه خوراپرځای بیتونه دخبروپر وخت هر کله راته اورول. حاجي اغا دجامعې له ټولو طبقاتوسره دمجلس اجنداء درلوده. له روښانفکروسره به ئې دوطن پر حالاتو ، دهیوادپه تاریخ او دملي مبارزینوپرکارنامو مستند بیانونه کول. له ادبپوهانوسره به ئې په مجلس کي دپښتواوفارسي ادب له ذخیروڅخه پرېمانه مثالونه راوړلای سوای. له سیاسیونوسره به ئې په مجلس کي هروخت دهیواد پر ملي مصالحوټینگارکاوه. له اولسي مشرانوسره په مجلس کي ئې دجرگومرکونرخونه هروخت په پام کي نیول.لنډه ئې دا چي دده په مجلس کي هرچاخپله ورکه موندلای سوای.
حاجي اغا ډېرپیاوړی قلم درلود. په پښتواوفارسي ئې نظم اونثر کیښ. فارسي شعر ئې دپوخوالي درجې ته رسولی او دحقیقي میني او عرفان په رنگ رنگولی وو. خوپښتو شعر ئې ټول دوطن خواري ورځي او دبې وطنۍ شواخون ته وقف کړی وو. په مجموع کي ئې داشعارو محتوازیاتره پرملي او اولسي گټو راتاوېدله. هروخت چي به ئې شعر ووایه، هرومرو ئې زماسره شریک کاوه. پخپل ښکلي خط به ئې راته لېږه. یووخت ئې راته لیکلي وه چي دشعرونسبتاغټه برخه ئې په د وروستیولسیزوپه جریان کي تلف سوې ده.زه به دلته دده دپښتواو فارسي کلام دوې نمونې راوړم .
ماهــــــــــــــــــــــــرسه هرڅه زده کړه خوپښتومه هېروه
غیرت اوپښتنواله دپلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــرومه هېروه
اتل وې په نړۍ کي دهمت ســـــــــــــــــــــاری دي نه وو
تاریخ دي گوره ډک له حــــــــــــــــــــــــــــماسومه هېروه
گلشن اومنظرو ته دبل ملک چي گـــــــــــورې، گوره
عظمت دخپلوغـــــــــــــــــــــــــــرونو او دښتومه هېروه
ته خـــــــــــواراوزبون نه وې”هوتکي” تاریخ ته گوره
شــــــــــــــــــــــــــــــــوکت د”ابدالیو” په چړچړمه هېروه
څرگندحقیقت دادئ چي لـــــــوی هند وایران ستاوو
” شبخون” او فتوحــــــــــــــــــــــات دپښتنو مه هېروه
نوټونه ډېرچاپ سوي چي ځان خرڅ نه کړې افغانه!
جــــــــــــــذبه اوبداثر ددې نــــــــــــــــــــــــــوټو مه هېروه
غلام به ستا څه جـــــــوړ کي دا حلقه محسوسه نه ده
غوږنیسه! پټ دامـــــــــــــــــــــــــونه په دانو مه هېروه
مادي دنیاورجذب کړې معنوي ارزښت دي هېرسو
داوخت دامتحـــــــــــــــــــــــــان خپل په مېلومه هېروه
پرخاوره چي توی ســــوي هغه ویني خرڅي نه کړې
“پاس” گوره! داحسان اوخــــــــــــــــدمتو مه هېروه
++++++++++
واله حسنت نـــــــــــــــــــــمیداند زیان و سود را
میدهـــــــــــــــد نذر رضـــــــایت بود را نابود را
تشنه لـــــــــــــــعل لبت آواز از کـــــــــــــوثرکشد
” العطش” گوید، همی، تاسرکشدناجود را
آمدم بهــــــــــــــــــــــــرطلب سوی خرابات مغان
تامگـــــــــــرازفیض مستان یابم آن موجود را
حیرت آئینه ام یادرفـــــــــــــــــــراموش خانه ام
غیر روشنگــــــــــــر که داند؟ آتش این دود را
درشبستان طریقت زاده وهمست و پــــــــوچ
بی چراغ حق جستن گوهـــــــــــــــــرمقصود را
هرکه غیر ازتو نخواهـــــــد عون ابراهیم وار
میتواند یافت”بارد” آتش نــــــــــــــــــمرود را
عالم لاهــــوت وحدت برتر از ادراک ماست
دیدبایدباتفکر، عالـــــــــــــــــــــــــم مشهود را
قبله دیوانگان طاق خــــــــــــــــم ابروی اوست
تارک دنیانمی جــــــــــــــــــــوید دگر معبود را
در ازل گفتم “بلی” غـــــافل شدم از وسوسه
مغفرت خواهد کشود این درگه مسدود را
اینقدر دانــــم که “پاس” آشنایی مشکلست
حرمت مهر و صفا، ناممکن است مردود را
حاجي اغا دهیواد پر حالاتو هر وخت اندېښمن ښکارېدی. یو ځای دپښتانه پرغفلت خپله غوسه او قهر داسي ښکاره کړی دئ :
خپل د کور غل سوې، د دښمن مل سوې
په سترگو ړوندسوې، په لاسوشل سوې
دنـــــــــــــــــیاتېرېږي، قصې پـــــــــــــاتېږي
“پاس” راته گوره! هـــــــمکار د بل سوې
چي نه ویښېږې، مـــــــــرگ دي مېلمه سه
عمري بیده سې، ورځ دي هـــــــم شپه سه
++++++++++++
دحاجي اغا کورنۍ په کندهارکي په ډېرښه نامه مشهوره وه. له خانزادگۍ سره ئې په څنگ کي ئې غریب پالنه هم درلوده. ځوانان او زاړه ئې ټول دتعلیم اوتحصیل په گېڼه پسوللي او روښانه افکارئې درلودل. ددې کورنۍ په باب به زه یووخت که دخدای رضاوه، تفصیلي لیکنه وکړم. سمدلاسه به دحاجي اغا لنډ پېژندلیک له لوستونکوسره شریک کاندم.
حاجي محمدآصف جان (پاس یوسفي) چي موږ (حاجي اغا) باله،د افغانستان دخپلواکۍ دمعرکې دملي اتل اودسپین بولدک دکلا د سرښندونکي اوفداکاره قومندان جنرال محمدیوسف خان زوی، د سرتیپ محبوب شاه خان لمسی اودکوچي محمدظریف خان ابراهیم خېل سلېمانخېل کړوسی وو چي د۱۳۰۳ هـ ش کال دحوت پر دریمه په کندهارکي زېږېدلی وو. داوو کالو وو چي پلارئې په شهادت ورسېد اوده په وړکینه دیتیمتوب څپېړه پرمخ وخوړه. په ۱۳۲۰ ش کال ئې رسمي ماموریت پیل کړ. پنځه کاله وروسته ترماموریت ئې دحج فریضه اداکړه. له حج څخه تر راستنېدلو وروسته دویښ زلمیانوله خوځښت سره یوځای سواوترسپین ږیرتوبه ئې دویښتابه افکار ورسره ساتلي ول.یو وخت ئې ماته په یوه لیک کي دالنډۍ کښلې وه :
په وجود زوړ په هوس ځوان یم
په خوله خندا په زړه کي توري ویني خورمه
پاس یوسفي داولسي جرگې په دیارلسمه دوره کي دکندهارښار له دوهمي حوزې څخه داستازي په توگه وټاکل سو اوپه پارلمان کي دملي اووطندوستو وکیلانوپه حلقه کي شامل وکیل وو. په هیواد کي دشهید محمدداودخان دجمهوریت په اول کال دبغلان دوالي په توگه وټاکل سو چي دولایت په دوران کي ئې دپاکنفسۍ او عدالت خوښوني ویاړلی ریکارډ خوندي کړ.
دثورپه اوله فاجعه کي دڅه مودې له پاره پلچرخي زندان ته واستول سو. دکارمل او نجیب په دوره کي څو واره له دولت سره همکارۍ ته وبلل سو خوده دابلنه ونه منله او دناروغۍ په پلمه هندوستان ته ولاړ اوله هغه ځایه دامریکامتحده ایالاتوته مهاجرسو. په مهاجرت کي هر وخت دوطن یاد ژړاوه اوماته ئې په یوه لیک کي کښلي وه چي” … خدای مو دي په خیر ژر وطن ته درسره بیایي، دمسافرمرگۍ، او دجلا وطنۍ دمرگ اومیرڅخه مودي خدای وساتي”. دخواشینۍ خبره ده چي داارمان ئې پوره نه سو او دادئ، زه ئې اوس پر وفات باندي په پردېسۍ کي ژړېږم. حاجي اغا دسه شنبه په ورځ ( ۱۲ مه داگسټ ۲۰۱۴ع) په کلفیورنیاکي وفات سو.
حاجي اغا پاس یوسفي یو وخت خپل دژوند حالات په نظم راته کښلي ول چي څوبیته به ئې دلته راوړم او پاک روح ته به ئې دمغفرت دوعا وکړم.
ساعت دغــــم وو، دزحمت په ورځ کي
زمـــــــــــــازېږېده دمصیبت په ورځ کي
دحـــــــــوت دریمه یو زر درې سوه درې
زمــــــــــــــاپه خیال دمشقت په ورځ کي
پسله اوو کالـــــــــــــــــــو یتیم پاته سوم
پلارمي شهیدسو د رحمت په ورځ کي
که هوادار زمـــــــایې، هوتک صاحبه!
پس نه پاتــــــــــــېږم دغیرت په ورځ کي
په سنه شل کي سوم په کارکي شامل
دارسمي کار وو دعسرت په ورځ کي
په شل پنځه کي دخدای کورته ولاړم
حج مي اداکــــــــــړ دفرحت په ورځ کي
نوري قصې سته، کې پــــه نثر اورې؟
نظـــــــــــم به لیکو دنصرت په ورځ کي
ددې څوکرښوپه لیکلوسره دهغه حق اداینه نه کېږي چي حاجي اغا مرحوم پرماباندي درلود. ددې حق مجراینه بل وخت ته پرېږدم.
(اللهم اغفره ورحمه وتجاوز عنه)
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ کاناډا
۱۴ مه داگسټ ۲۰۱۴ع