کور / هراړخیز / شخصيت وژنه بس کړئ

شخصيت وژنه بس کړئ

په ټول افغان كي د عبدالله اڅك په نوم چا يوه منفي ليكنه كړي ده، په دې ليكنه كي، د جنرال نازك، جنرال رازق او اسدالله خالد په اړوند خبري شوي دي او ليكوال هڅه كړي چي پر دي كسانو داسي تورونه وتړي چي د ده په باور خلك ورته هيښ كړي، خو واقيعت دا دى چي ليكوال صاحب ليكنه چي له هري عقدي كړي خپل كار يي، خو دا هم تر لمر روښانه خبره ه چي په سهيلي زون كي د دغو مشرانو يا چارواكو مثبت كارونه له چا پټ نه دي نه يي څوك پټولى شي.

كه جنرال رازق يا جنرال نازك نه واى په دغو سيمو كي دغه اوسنى نسبي امنيت به هم خداى خبر څنګه واى. د دوى په هڅو او شپه او ورځ كوششونو باندي خلكو ته لږ د امنيت فضا برابره سوي ده، مثلا جنرال حمد الله نازك چي ځوان دى، د كار لپاره ښه انرژي لري د دي ترڅنګ په دولت كي د اوږدې مودې د كار له وجي ښه تجربه هم لري، ځكه خو يې له ولسوالۍ د رياست دندي ته لوړ سو، هغه وخت چي زابل ته نه و تللى د زابل كلات ښار چي يو كوچنى ښار دي خو امنيت يي داسي و چي د ترور مسله په كي بيخي پر مخ تللي وه او ډير قومي با نفوذه كسان د نامعلومو كسانو له خوا ترور سول كله چي نازك دي ولايت ته د ملي امينت د ريس په توګه ولاړى ترورنه سره له دي چي كم سول بيخي ورك سول
اوس چي له زابله هلمند ته تللى دي، ټول ورپسي خپه دي او په زابل كي يي په پاتي
كيدو باندي ټينګار كاوى او هلمنديان بيا دي ته خوشحاله دي چي د ملي امنيت دي نوي ځوان رييس څخه به دوى په امنيت كي ډيره ګټه واخلي .

په فيسبوك كي د هلمند ځوانانو د حمدالله نازك ورتګ هلمند ته ډير وستايه او په دي كار ډير خوشحاله و ځكه دا ځوانان د د ملي امنيت ددي نوي رييس له كارونو او خدمتونو خبرو په كار دا ده چي داسي كسان نور هم تشويق سي څو د وطن د ابادي لپاره كار ځيني واخيستل سي خو يو شمير كسان بي له اسنادو يواځي تش په خبرو غواړي د دغو كسانو په اړه داسي څه ووايي چي د دوى هغه ښه احساس زخمي كړي چي د وطن او خلكو لپاره يي لري او غواړي شپه او ورځ يي په خدمت كي يوه كړي.
نن سبا چي سوشل ميډيا كي هر څوك هرڅه ويلى شي داسي د شخصيت وژني ليكني زياتي دي خو خلك هم پوهيږي چي واقيعت اصلي څه شي دي او كومو ليكنو ته ترجع وركوي، خلك خپل مشران او وطن پرستان پيژني كه څه هم ځيني كسان به په كار يا له خلكو سره په اړيكه كي لږه ستونزه لري، خو دا بايد په دي مانا نه وي چي يو څوك په يو چاپسي يواځي منفي ليكل كوي .
كه څوك غواړي چي وطن او خلكو ته ګټه ورسوي نو تر منفي ذهنيت به دا ښه وي چي خلكو ته مثبت ذهنيت وركول سي ترڅو په ګډه او همغږى د دي وطن څخه د جنګ بلا لري او تلپاتي سوله راسي.