کور / هراړخیز / د کندهار چارواکو! شرم دی؛ شرم!

د کندهار چارواکو! شرم دی؛ شرم!

کله چې یو دولت پر خپل ملت زړه سوی ونلري، عزت یې لوټوي، حقوق یې تروړي او ژوند یې ور وژني نو له پردیو دولتو څخه به په کوم منطق د زړه سوي هیله ولرلای شو؟
که یو ملت د خپل دولت له نظره د ذلت وړ وي بیا نو بېګانه دولتونه یې باید په مراتبو زیات ذلت ور واړوي.
د کندهار په معروف ولسوالي کې پاکستاني پوځیانو پر ډېورنډ کرښه څو سوه کیلو متره کنده ایستلې، یو شمېر چارواکې او دواړو غاړو ته ځینې سیاستوال دا کار د یوه ملت تر منځ بېلتون راوستل بولي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دولتونه دي چې دواړو ته د خپلو ملتونو ژوند او عزت مهم نه دی.
په کندهار کې چارواکو د خپلو ولسونو پر سرونو سوداګري شروع کړې، د خلکو د عزت لوټمار د غوماشي مرګ ته ورته ایسي.
ولایتي- امینتي او قضایي چارواکي د سپین سترګۍ په هغه حد کې په فساد-جنایت او خیانت کې غرق دي، چې مثال یې نه موندل کېږي.
ولایتي-ملکي جارواکو پر معارف، علم، فرهنګ او تاریخ یرغل ور وړی دی، هره ورځ له کندهاره د تالان او تباهۍ خبرونه خپرېږي.
امنیتي واکمنو د زور او زرهدار به جبر پر کندهار د محشر صحنه غوړولې ده، ظاهراً ویل کېږي چې آرامي ده، خو عام خلک دننه په خپل روان کې زړونه خوري، ایشي او د ذلت احساس د لېونتوب برید ته رسولي دي.
په قضا، محاکمو او څارونوالۍ کې قرآن او قانون د قاضیانو او څارنوالانو د بازیو لپاره ګېمونه دي، دوی وروسته له هغه چې خلک د ولایتی او امنیتي چارواکانو له مېچنو را ووزي، نو پر دغو بې روحه اجسادو، د معاملو خپل خاص مارکېټ تودوي، که تورن کسان څه لري یا یې نلري خو د دوی د جېبونو جهنم ته به خامخا خس و خاشاک ور اچوي، آن که کومه بېوزله تور سرې کومې خاورې ایرې نه لري چې خولي یې په ور ډکې کړي نو له جنسي تیرې یې هم مخ نه ګرځوي؛
د کندهار قاضیان په سپینه ورځ مخامخ معلوم الحال او مشهوربالفساد مجرمین یا د رشوت په مقابل کې نر غوندي ایله کوي یا خپله سمدم په غلا، ترور، قتل او نورو جنایتو ور سره شریک وي او بېوزله بېکسان چې یو تور ټکی هم په پوري نه وي داسي ظلم ور سره کیږي چې چنګېز هم ورته حیرانېږي، ښه مثال یې هستي محمد او یو شمېر نور د کوشني تښتونې په ناحقه تور په زندان کې پراته دي اصلي ګناکاران آزاد ګرځي، زه به د دې مسلې یو-یو ټکی د تاریخ آرشیف ته وسپارم.
واقعیتونه تر هغه ډېر لړزوونکي دي چې دنیا یې تصور کوي.
د افغانستان، خاصتاً کندهار ولایتي او امینتي چارواکي د کوم ملت د حیثیت ساتنې خبره کوي چې باید پاکستان تیرې پر ونکړي؟ د هغه ولس چې دوی یې ټول درنښت ور برباد کړی او د پاکستان و ایران د تیرې لپاره یې اصلاً خاوري ور پرې ایښې نه دي.
شرم دی! دا شرم به له تاریخه چیري پټوو؟
۱۳۹۳/۶/۲۹
محمدیار- یار