کور / هراړخیز / مشر او چارواکی د خلکو د قضاوت په تله کي

مشر او چارواکی د خلکو د قضاوت په تله کي

افغانان تر خپله وسه پوري د خپل مشر او د چارو د مسول ننګه کوي او په
آسانه نه غواړي چي شکایت ورڅخه وکړي یا خدای ج مه کړه په بده ئې یاد کړي،
خو که چیري مشر او چارواکی نه خپله آبرو وپیژني او نه دخلکو اعتماد او
اخلاص په نظر کی ونیسي او نه هم هغه مسولیت په ریښتیا تر سره کړي، کوم چی
اولس ئې ورڅخه هیله لري، نوبیا اولس هم ورته اتفاق کوي او هم ولسمشر ته
شکایت ورڅخه کوي اوهم ئې په خپلو مینځو کي په بده یادوي. اوس نو قضاوت
آسانه دی، هغه مشر او چارواکی څخه چي د خلکو شکایت تر اسمانه ورسیږي، نو
ایا نوموړی به د خپلي دندي ، مسولیت او مشري څخه په افتخار یاونه وکولای
شی؟ یا !هیڅکله به تاریخ هغه چارواکی ونه بخښي او په ښه نوم به ئې یاد نه
کړي، چي خلک ورڅخه شکایت ته مجبور شوی