کور / هراړخیز / دڅېړني له پاره دډاټا ټولولو طریقې او تخنیکونه

دڅېړني له پاره دډاټا ټولولو طریقې او تخنیکونه

څېړنه څه شي ده؟ دیوې خاصي موضوع، پیښي یا حالت په اړه دډاټا راټولو ته چي معلومات ورڅخه جوړ او خلګو ته پوهه او نتیجه ورکړي، څېړنه ویل کیږي.
څېړنه هغه مطالعې ته ویل کیږي چي په احتیاط سره اجرا اودیونوي شی په اړه نوې پوهه وړاندي کړي. څېړنه هغه عملي تجربه ده چي په وسیله ئې موږ حقایق، تیوریاني او قوانین کشف او تفسیروو. څېړنه یوې سیستماتیکي پلټني ته ویل کیږي چي په وسیله ئې یوه پدیده تشریح، واضیح، اټکل، کنترول او مشاهده کیږي. څېړنه ددې له پاره کیږي چي یا له فُرصتونو څخه استفاده وکړو او یا یوه ستونزه حل کړو.
دڅېړني اړوند خورا ډېر تعریفونه اوفرعي ډولونه سته. که دلوستوونکو دحوصلې دتنګولو بېره راسره نه وای، شاید دغه لیکنه په لس-شل مخه کښي نه وای خلاصه سوې،خو هره څېړنه ددې له پاره کیږي چي دیوشي، موضوع، حالت، پیښي، پدیدې او یاستونزي په اړه زاړه حقایق تر نظر تېر سي، نوي حقایق کشف، زاړه حقایق یا رد او یا ومنل سي او دتیوریانو په اړه خلګو ته نوې پوهه ورکوله سي.
مثالونه:که چیري نباتاتو او یا غوا ګانو ته موسیقې چلانه سي نو نباتات به ښه وغوړيږي او غوا ګاني به ډېري شیدې وکړي. دا یوموضوع، حالت او یا یوتیوري ده چي وړاندي سوې ده. نه ئې موږ په پټو سترګو منلای سو او نه ئې په خپل سر ردولای سو تر هغه مهاله چي څېړني په ثبوت نه وي رسولې.
څېړني خدايي نه اجراکیږي بلکي څېړنه پرډاتا باندي متکي ده،دڅېړني له پاره بایدډاټا ټوله سي. دډاټا ټولول ډېري طریقې او تخنیکونه لري. ما یوازي هغه طریقې او تخنیکونه تشریح کړي چي زما زده او په پوهېږم،دلوستوونکو په درد خوړل کیږي، ډېري مروجي او لوستل ئې ګټور تمامیږي:
ډاټا څه ته وايي: ډاټا دلاتیني ډاټوم (datum) جمع سوی حالت دئ چي (هغه څه چي ورکول سوي دي) یا”something given,” معنی ورکوي. ډاټا په کمپیوټرساینس، ساینسي تجربو او نورو علومو کښي ځان ته بېل بېل تعریفونه لري چي ما ئې دغه لاندي دوه تعریفونه را اخیستي دي:
ډاټا هغه معلومات دي چي دتحلیل او پرېکړي کولوله پاره ترتیب سوي وي. ډاټا هغه ارزښتونه دي چي دیوې علمي او عملي تجربې څخه تر لاسه سوي وي.
ایا ډاټا،معلومات او پوهه یو له بله سره فرق لري؟ هو فرق سره لري او یو دبل پرځای باید کار نه سي. ډاټا په خام، غیر ترتیب سوې او غیر پروسیسس سوي حالت کښي وي. دمکتب دیو شاګرد نومرې ډاټا بلل کیږي. کله چي ډاټا پروسیس،سره ترتیب، پرېکړي کولو او استفادې اخیستلو ته اماده سي، دې ته بیا معلومات وايي. ډاټا دمعلوماتو اساس دئ. دمکتب دټولو شاګردانو دنومرو اوسط معلومات دي. معلومات دډاټا تفسیر ته ویل کیږي. پوهه(Knowledge) هغه څه دي چي موږ په یو شي پوهوي او یا په پوهیږو. ډاټا په طبیعت کښي سته، معلومات دکاغذ پر مخ، په کتابونو او یا ویب سایټونو کښي سره راټولیږي اوپوهه په دماغونو کښي وي او یا ځای پر ځای کیږي. ایا په افغانستان کښي په نشه يي توکو روږد کسان سته؟ بلې هو. ددوی په اړه باید ډاټا راټوله سي چي معلومات ځني جوړ سي، معلومات دخلګو په ذهنونو کښي ځای پرځای کیږي چي دې ته پوهه ویل کیږي. کله چي تاسو دیوحالت، پیښي اوموضوع په اړه ډاټا،معلومات اوپوهه تر لاسه کړئ بیا نو دیو حالت، موضوع، پدیدې او ستونزي په اړه پرېکړه کولای سئ.

دډاټا ډولونه: ډاتا دوه ډولونه لري:
کمي ډاټا(Quantitative Data):دغه ډول ډاټا په ارقامو/عددونو سره ښودل کیږي. اجتماعي نړۍ په ریاضیکي نړۍ تبدیلوي. ددغي ډاټا دټولولواو تحلیل کولوله پاره دحصايې علم دخاصو طریقو څخه کار اخیستل کیږي. مثال: په افغانستان کښي څونده خلګ بې کاره دي؟څونده خلګ فقر کوي؟ او څونده خلګ په موسمي وظیفو اخته دي؟
کیفي ډاټا(Qualitative Data): دغه ډول ډاټا له ارقامو سره کار نه لري. ریاضیکي نړۍ په اجتماعي نړۍ تبدیلوي. مثال: دیوچا دسترګو رنګ چي یا به شین وي یا به تور. ایا تاسو دخپل ولس سره مینه لرئ؟ بلې هو. «بلې هو« دخلګو دوجدان او ضمیر کیفیت ښئي نه ارقام. دپیدايښت ځای، نژاد،دیوچا دخوښي رنګ یا موټر، مذهب او داسي نور دکیفي ډاټا مثالونه دي. د ډاټا دغه دوه ډولونه ډېرنور ډولونه هم لري چي دلته دموضوع دنه اوږدېدو په مناسبت ورڅخه تیر سوی یم.
دډاټا ټولو منابع: دډاټا ټولولو له پاره له لاندي دوو منابعو څخه کار اخیستل کیږي:
بنیادي منابع(Primary Sources): دغه ډول ډاټا داول لاس سند، ثبت یا اصلي ډاټا ته ویل کیږي. یا داهغه کار دئ چي دپیښي،حالت یا موضوع رامنځ ته کېدو سره سم یو نفر، مؤسسه یا ګروپ په مستقیم ډول ورسره مخ سي. دغه ډول ډاټا ستاسو دڅېړني ترمهاله چاپ سوې نه وي، که چاپ سوې هم وي، بیا مفته نه وي اوباید په پيسو رانیوله سي. ددغه ډول ډاټا دترلاسه کولو له پاره مسلکي ټېمونه جوړیږي. دمثال په توګه، دپښتنو یو دښمن څه موده مخکي ویلي وه چي پښتانه ټول تروریستان دي. ددغه خبري دثبوت له پاره ده هیڅ ډاټا په لاس کښي نه درلودل، دخپلي خبري دثبوت له پاره ده باید دډاټا ټول بنیادي منابع پسي څېړلي وای ځکه چي دغه ډاټا په ثانوي منابعو کښي نه ترلاسه کیږي. دغه کس ونه سوای کولای چي خپله خبره ئې په ثبوت رسولې وای نو ځکه ده ته خلګو لیونی ووایه. که تاسو دڅېړني له پاره دډاټا دبنیادي منبع څه کار اخلئ نو دغه ډول ډاټا هم ګټي لري او هم تاوانونه: ګټي ئې دادي چي (۱) بنیادي ډاټا دتطبیق او استقادې وړده خو په دې شرط چي سمه ټوله سوې وي. (۲) درسته او داعتبار وړده نو ستاسو دڅېړني سوالونه هم جوابولای سي. (۳) تازه ده ځکه چي تاسو په خپل لاس راټوله کړې ده. تاوانونه ئې دادي چي (۱) ګرانه تمامیږي، هرڅوک نه سي کولای چي دغه ډول ډاټا ټوله کړي. (۲) نه ژر ، نه په هرځای کښي او نه دهر چاڅخه ترلاسه کېدای سي. (۳) زیات وخت،انرژي، منابعو ته ضرورت سته چي دغه دول ډاټا ترلاسه سي. مرکې، خطي نسخې، دولتي سندونه، مکتوبونه، یادښتونه او داسي نور دډاټا بنیادي منابع بلل کیږي.
ثانوي منابع(Secondary Sources):هر هغه چاپ سوي او ناچاپ سوي ډاټا ته ویل کیږي چي دیوکس،مؤسسې یا ګروپ له خوا راټوله سوې او دبل کس له خوا استعمالیږي.دډاټاثانوي منبع،دډاټاد بنیادي منبع تفسیر دئ او تنقید ورباندي کولای سي. تدریسي کتابونه، تاریخي فلمونه،ژوندلیکونه، دخلګو او دتېرو زمانو په اړه مقالې، ویبسایټونه او داسي نور دډاټا ثانوي منابع بلل کیږي.افغان محصلین دخپل مونګراف او تیزیس دلیکلو له پاره ترډېره ځایه دډاټا دثانوي منبع څخه کار اخلي. ثانوي ډاټا هم ګټي او هم تاوانونه لري. ګټي ئې دادي چي (۱) ارزانه ده. (۲) په اسانۍ سره تر لاسه کیږي. (۳) دڅېړني دسابقې/پشالا په اړه عمومي معلومات وړاندي کوي. تاوانونه ئې دادي چي:(۱) عموماً تروخت تېره وي. (۲) ترډېر ځایه دباور وړ نه ده. (۳) دتطبیق وړ نه ده نو شاید ستاسو دڅېړني سوالونو ته جواب ونه وايي.
طریقه یا میتود څه شي دئ؟ طریقه یا میتود (چي اول لفظ ئې عربي او دوهم ئې انګلېسي کلیمه ده)، دیو کار کولو عمومي لاري ته ویل کیږي. موضوع په لاندي مثال کښي واضیح سوې ده.
تخنیک څه شي دئ؟ هغه ځانګړي لاري ته ویل کیږي چي دیوې ستونزي یا حالت له پاره دعلمي طریقو څخه کار پکښي اخیستل کیږي. طریقه عمومي لاري او تخنیک ځانګړي انتخاب سوي لاري ته ویل کیږي. دیوې څېړني له پاره سروې، مشاهده او نمونه (سمپل) طریقه ده. که چیري دڅېړني له پاره برخه اخیستوونکې مشاهدې(participant observation) انتخاب اویا ګډوډ (رنډم ) سمپل انتخاب سي، دې ته نو تخنیک ویل کیږي. برخه اخیستوونکې مشاهده دمشاهدې په سرلیک کښي تشریح سوې ده.
علمي تجربه(Experiments): په ډېرو ساده الفاظو، دفرضیې (hypothesis) ازمايښت ته علمي تجربه ویله کیږي چي ستاسو دنړۍ دڅېړلوسیستماتیکه طریقه ده. که څه هم ځیني علمي تجربې په لابراتوارونو کښي اجرا کیږي خو تاسو کولای سئ چي په هرځای او هر وخت کښي یوه علمي تجربه اجرا کړئ. که چیري په مارکېټه کښي تقاضا کمه سي نو عرضه به زیاته سي، نرخونه به کښته سي. دغه یو وخت فرضیه وه چي له ازمايښت څخه وروسته یوډول اقتصادي قانون ځني جوړ سو. علمي تجربې لاندي درې ډولونه لري:
طبیعي علمي تجربه(Natural Experiments): هغه تجربې ته ویل کیږي چي دڅېړني مربوط تغیر پذیرونه دڅېړونکي له خوا نه کنترولیږي. طبیعي علمي تجربه په ارواپوهنه، بشرپوهنه، اقتصاد او نورو علومو کښي ځان ته جلا-جلا مثالونه لري. زه ئې دلته یو اقتصادي مثال وړاندي کوم. د ۱۹۷۱ کال دجنوري پر دوهمه نېټه دامریکا متحده ایالاتودسګریټو پرراډیويي او تلوېزیوني اعلاناتو باندي بندیز ولګوئ چي دسګریټو تولیدولو کارخانو پرمفدیت، مارکېټ ته دنویو تجارانو پرداخلېدلو او داسي نور تغیر پذیرونو باندی ئې سخت منفي تاثیر وکړ. کولای سو چي پرتولیداتو باندي داعلاناتو بندیز دیوې طبیعي علمي تجربې په توګه کار کړو ځکه چي طبیعي علمي تجربه دتغیر کوونکي نړۍ سره کار لري.
کنترول سوې علمي تجربه(Controlled Experiments): هغه تجربه ده چي دڅېړني مربوط تغیر پذیرونه دڅېړونکي له خوا کنترولیږي. تغیر پذیر هر هغه څه ته ویل کیږي چي څېړونکی ئې هم کنترولولای سي او هم تغیر پکښي راوستلای سي چي داپه لابراتور کښي امکان لري خو ځیني داسي تغیر پذیرونه هم سته چي څېړونکي ئې کنترولولای نه سي او نه تغیر پکښي راوړلای سي خو په داسي حالت کښي ئې صرف په ذهن کښي خنثی فرضوي.که چیري دیوجنس قیمت پورته سي، نو تقاضا به ئې کمه سي. دلته نور تغیر پذیرونه(دهوا حالت، جنک، قحطي،دمستهلک عواید او ذوق) ټول خنثی فرض کړل سوي دي. په کنترول سوې علمي تجربه کښي ټول تغیر پذیرونه دڅېړونکي له خوا کنترولیږي او باید کنترول سي. دهوا رطوبت، دڅېړني موده، دموادو ترکیب، دوړانکو یا روښنايي مقدار اوداسي نور دتغیر پذیر مثالونه دي.دموضوع دواضیح کېدو له پاره لاندي مثال ولولئ:
فرضیه: که چیري دګلانو سره په خاوره کښي یو اسپرین ګولۍ کښېښوله سي نو به ګلان ښه وغوړیږي. تاسو همداسي کوئ، دخپلوګلانو سره یوه اسپرین ګولۍ ږدئ اوڅو ورځي وروسته وینئ چي ګلان ښه غوړېدلي دي. تاسوڅه په لاس راوړل؟ هیڅ. ځکه چي دګلان دغوړېدلو له پاره ډېر دلایل سته، نه یوازي اسپرین. په خاوره کښي خپل طبيعي ترکیب سوي محتویات، رطوبت، وړانګې، لندوبل اودداسي نورو تغیر پذیرونو زیاتوالی او کموالي دګلانو دغوړېدو او پېزي کېدو عوامل دي. که غواړئ دا څېړنه په ثبوت ورسوئ نو دوې یو شی ګلدانۍ درواخلئ، دواړه ګلدانیو ته مساوي اندازه خاوره، مساوي اوبه، مساوي تودوخه او مساوي رطوبت ورکړئ. په یوه ګلدانۍ کښي اسپیرن کښېږدئ او په بله کښي ئې مه ږدئ. که چیري دهغه اسپرین والا ګدانۍ ګلان ښه غوړېدلي وي نو تاسو دخپلي څېړني څخه په ریښتیا یوڅه په لاس در وړي او څېړني مو نتیجه ځکه ورکړې ده چي تغیرپذیرونه پکښي ټول کنترول ول بېله دې چي په یوه ګلدانۍ کښي اسپرین ؤ او په بله کښي نه ؤ.
ساحوی علمي تجربه(Field Experiments):هغې تجربې ته ویل کیږي چي یا به طبيعي وي اویا به کنترول سوې وي یعني دپورته دوو تجربو څخه به حتمي یوه وي. دغه ډول تجربه په حقیقي چاپیریال کښي رامنځ ته کیږي.مثال: دغور(ولایت) یوې لیري ولسوالۍ ته سفر کول، هلته دخلګو پرژبه/مفاهمه باندي ددې له پاره څېړنه کول چي معلومه سي چي ایا دغه خلګ پر ګرامر برابري سمي خبري کوي او که یا؟ یا دفقر دعواملو دمعلومولو له پاره دروزګان پر غریبو خلګو باندي یوه څېړنه کول او داسي نور دساحوي علمي تجربې مثالونه دي.
سوالنامه/پوښتنپاڼه(Questionnaire): سوالنامه د مختلفو سوالونو یوه لړۍ ده چي دخلګو څخه سوالونه پکښي پوښتل کیږي چي دموضوع اړوند حصائیه وي معلومات تر لاسه سي. سوالنامه دډاټا د ترلاسه کولو له پاره یوه ارزانه او حتی مفته طریقه ده چي په وسیله ئې تاسو له مشتریانو څخه دخپلو تولیداتو او دخدماتو دکیفیت دښه کولو له پاره نظریات ترلاسه کوئ ځکه چي دغسي نظریات یوازي له خلګو سره سته او باید دسوالنامې په وسیله ئې ټول کړئ. ښه سوالنامه لیکل، یو هنر دئ. یو سوالنامه بایددغه خاصیتونه ولري(۱) لنډ محدود اودموضوع مربوط سوالونه ولري، (۲) ژبه ئې باید ساده او واضیح وي، (۳) ناڅرګند او شخصي سوالونه باید پکښي نه وي، (۴) سوالونه باید واقعي وي یعني باید دخلګو دنظریاتو پراساس وي،نه دڅېړونکي، (۵) دسوالنامې په پیل کښي دجوابولو دطریقې په اړه باید تشریح ورکړل سوې وي، (۶) جوابوونکو ته مو باید په سوالنامه کښي ډاډ ورکړی وي چي ددوی جوابونه دبل چا سره نه شریک کیږي، (۷) ستاسو سوالنامه باید ستاسو دڅېړني سره مطابقت ولري، داسي نه چي تاسو یوڅه څېړئ اوبل څه پوښتئ، او (۸) سوالونه مو باید پرترتیب برابر ، سم چاپ سوي او دلیدولو وړ وي.
دسوالنامې دجوړولو کړنلاه:سوالنامې ډېر ډولونه لري. دیوډول سوالنامې جوړول دبل ډول سوالنامې سره فرق لري. لاندي مراحل دیوې عمومي سوالنامې دجوړولو له پاره درکول سوي دي.
اول- دسوالنامې ترجوړولو مخکي پرېکړه وکړئ چي کوم ډول او څونده معلومات غواړئ.
دوهم- مشخص جوابوونکي لکه شاګردان، پروفیسران، ډاکټران، ښوونکي، نارینه، ښځي، اشپزان، بنایان اوداسي نور وټاکئ.
درېیم- دجوابوونکو سره دسوالنامې دشریکولو طریقه انتخاب کړئ.
څلرم- دسوال پرمتحویاتو پرېکړه وکړئ.
پنځم- دسوالنامي دسوالونو پرجوړولو پیل وکړئ.
شپږم. کله چي سوالونه ټول جوړسول، نو ئې په یو خاص فارمټ/شکل کښي پرمنطقي اوکرونولوژیکي ترتیب سره سم کړئ.
اووم- د سوالنامې اوږدوالی مو وګورئ.
اتم- دمشق او تمرین له پاره مو سوالونو ته نمرې ورکړئ او بیا نمرې سره راټولي کړئ او امتحان ئې کړئ. داسي نه چي تاسو سوالنامه وېشلې وي،جوابونه مو ټول کړي وي مګر نیتجه نه سئ ځني اخیستلای ځکه چي تاسو نه پوهېږئ چي دحصائې له کومي طریقې/فارمول څخه کار واخیتسل سي.
نهم- سوالنامه نهايي کړئ. چاپ ئې کړئ، ښه ئې وګورئ، که تغیر ته ضرورت ؤ، تغیر پکښي راوړئ او بیا ئې توزیع کړئ.
په انټرنیټ کښي دډېروموضوع ګانو په اړه نمونه يي سوالنامې جوړي سوي دي. کله چي تاسو سوالنامه جوړوئ نو په انټرنیټ کښي پسي وګورئ. دخپلي موضوع مربوط سوالنامې تر نظر تېر ي کړئ . دغه کار به تاسو ته دسوالنامو د ډولونو او فارمټو په اړه یو عمومي پوهه درکړي.
دسوالنامې ګټي:
اول- سوالنامې عملي اړخ لري.
دوهم- په لږ وخت کښي، دډېرو خلګو څه زیات معلومات په ارزانه توګه ټولېدای سي.
درېيم- دسوالنامې نتیجې ډېري واقعي وي.
څلرم- هر جوابوونکي ته ورته/مشابه سوالنامه ورکول کیږي او ورته سوالونه ورڅخه پوښتل کیږي.
پنځم- کولای سئ چي سوالنامې په خپلو ویبسایټونو کښي کښېږدئ او یا ئې دایمېل له لاري واستوئ چي خلګ ئې درته جواب کړي.
دسوالنامې تاوانونه:
اول- دجوابوونکي ایمانداري چاته نه معلومیږي چي په څونده راستکاري سره ئې سوال ته جواب ویلی دئ.
دوهم- کله ناکله جوابوونکي ټول سوالونو ته جواب نه وايي.
درېيم- هر جوابوونکي هرسوال ته د دخپل ذهنیت له مخي ګوري. دیوه سوال په اړه دجوابوونکو جوابونه فرق سره کوي ځکه چي جوابوونکي خپل احساسات په ورګډوي.
څلرم- شاید هغسي نتیجه ځني تر لاسه نه کړئ لکه تاسو چي ئې توقوع کړې وه.
پنځم- شاید هرڅوک ایمېل ته لاسرسی ونه لري او یا ئې له لاسه نه کیږي چي بیرته تاسو ته جواب سوې سوالنامه واستوي.
مخامخ مرکه(Interview): دمرکې څخه دلته مطلب هغه مرکه نه ده چي یوڅوک دوظیفې دترلاسه کولو له پاره ورسره مخ کیږي. مخامخ مرکه دسوال کوونکي (څېړونکي) او جواب ویوونکو ترمنځ دډاټا ټولو له پاره یو بحث دئ. په سوالنامه کښي ځیني نیمګړتیاوي سته، دهغو نمیګړتیا دمخنیوي له پاره، باید دخلګو سره مخامخ مرکې وسي چي سم اوپوره معلومات تر لاسه سي. په مرکه کښي جوابوونکي ته سم،پوره او واضیح معلومات او وخت ورکول کیږي چي هر سوال ته جواب ووايي. که سوال ته غلط جواب ووایي او یا خپل ذهنیت په ورګډ کړي نو تاسو بیا ورڅخه پوښتنه کولای سئ. په مرکه کښي تاسو یوڅه کنترول لرئ، جوابوونکي نه سي کولای چي ستاسو نیم سوالونه جواب او نیم بې جوابه درته پرېږدي ځکه چي مخکي له مخکي موافقه ورڅخه اخلئ. په مرکه کښي تاسو دجوابوونکي شخصی معلومات هم ټولولای سئ او دهغو ذهنیت، سلوک او فکر هم ځان ته معلومولای سئ. مرکې رسمي،غیرر سمي، پلان سوي، غیرپلان سوي او شاید نور ډولونه ولری. هرڅېړونکي دخپلي څېړني سره سم دمرکې یوډول انتخابوي ځکه زه ئې دډولونو د راوړلو څخه تېرسوی یم. که دمرکې څخه مخکي دجوابوونکي سره سوالونه شریک کړئ، نو هغه به ښه چمتوالی ورته ولري او تاسوته به دقیق جوابونه درکړي خو تاوان ئې دادئ چي که سوالونه مخکي ورسره شریک سي، نو جوابوونکي به مخکي له مخکي پرېکړې کړې وي او دځینو سوالونه په جوابونو کښي به خپل ذهنیت ورګډ کړي او یاداچي مرکه په مصنوعي رنګ رنګیږی. دمرکې له لاري دډاټا ټول تر پوښتنپاڼي/سوالنامې ترډاټا راټولو ګران تمامیږي او په اساني سره نه تحلیل کیږي. نور بیا