کور / هراړخیز / د اېران او سعودي عربستان سوړ جنګ منځنی ختیز نور هم بحراني کوي

د اېران او سعودي عربستان سوړ جنګ منځنی ختیز نور هم بحراني کوي

څه چي په سوریه کي تېرېږي د هغه په اړه، د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر شاهزاده سعود الفیصل خورا نا خوښه وو او په دې اړه یې په ۲۰۱۳ کال کي په هغه مطبوعاتي کنفرانس کي چي د امریکا باندنی وزیر هم ور سره وو، په روښانه توګه وویل:
« زه د سوریې خاوره نا خپلواکه ګڼم.»
د سوریې د نه خپلواکۍ څخه د ده مطلب اېران وو، هغه چي د بشر الاسد سره د ده د مخالفینو پر ضد نظامي مرستي کوي. ده دا پوښتنه هم وکړل:
«څنګه یو ګاونډی هیواد، چي باید د ګاونډيتوب ښه مناسبات وپالې، کولای سي د بل هیواد په داخلي جنګونو کي ښکېل سي او یوه خوا د هغي بلي په مقابل کي حمایت کړي؟»
دا جالبه ده چي څنګه شاهزاده سعود دغه پوښتنه وکړل، ځکه خپله سعودي دولت هم یوه خوا حمایه کوي او د سوریې د دولت مخالفي خوا ته خورا ډېر تسلیحات وراستوي، چي حتی ځیني یې هغه تندلاري دي چي دغه معضله یې د پرمختګ پر خای مخ پر کښته لا هم بېولې ده. سوریه تر داخلي جنګونو ها خوا د اېران او سعودي د معضلې نمایندګي کوي او په دې هیواد کي هر یو یې د خپلي ګټي په خاطر دغه جنګ تود ساتي.
په تېره لسیزه کي سعودي او اېران د یو بل مخالفي ډلي حمایه کړي دي، د یو بل د مخالفینو نظامي برخي یې تجهیز کړي او تمویل کړي دي او په مستقیمه توګه یې د یو بل پر ضد جنګونه اعلان کړي، چي د دوی د نایبانو جګړې یې په لبنان، بحرین، عراق، سوریه او یمن کي ښه نمونې دي. که څه هم په دغو سیمو کي دوی د شخړو د جوړولو مستقیم عاملین نه دي، خو دوی په ډېره لوړه پیمانه دغو ناورینونو ته شرایط برابر کړي او هغو ته یې سرعت ورکړی دئ.
د سیاسي قوت په زور او سُني او شیعه مذهبي تفاوتونو ته په لمن وهلو سره، اکثراً په منځني ختیځ کي د دغه دوو قوتونو تر منځ مخالفتونه د ساړه جنګ په نامه یادوي، هغه چي په اوسنیو سیاسي شرایطو کي د منځني ختیځ د پاره خورا خطرناکه اېسي. د ۲۰۰۳ کال د عراق نیول او (څو کاله مخکي )په عربي هیوادونو کي د خلکو په را پورته کېدلو سره کله چي په ټوله سیمه کي سیاسي شرایط د اوښتلو او تحول په حال کي ول، سعودي عربستان او اېران دواړو ( او نورو هیوادونو) په ډېره چټکۍ سره دغو تحولونو ته د خپلو ګټو په نظر کي نیولو سره، جهت ورکړئ. البته د زور او شرایطو خرابیو په بیه. هر څومره چي د اېران او سعودي عربستان دوښمنۍ ډېرېږي، هغومره به ټوله دغه سیمه ورسره زیانمنه کېږي.
په منځني ختیز کي د اېران او سعودي عربستان جنګ پر تفوق طلبۍ دئ او دغه د اوږدې مودې تفوق طلبي او دوښمني اوس و خپل خورا حساس وخت ته رارسېدلې ده.
د ټیکساس په (Texas A&M) د نړیوالو فعالیتونو په مرکز کي پروفیسور (ایف. ګریګوري. ګاوس۳) لیکي:
« د منځني ختیز اوسنی سوړ جنګ په عربي ملکونو کي د خلکو د راپورته کېدو یعني نیمي لسیزي او د اېران تاثیر پر عربي ملکونو تر دې څخه هم مخکي شروع کېږي».
د اېران د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب چي غربي پلوه شاه یې له منځه یووی، نوي اسلامي جمهوریت په خورا بېړه خپل په بهرنی سیاست کي د دغسي اسلامي انقلابونو د صادرېدو تصمیم ونیوی او د دې هڅه یې وکړه چي د اېران د انقلاب په شان نور خوځښتونه هم په منځني ختیځ کي رامنځ ته کړي. دغه حرکت په منځني ختیځ کي، چي سعودي عربستان ډېر تأثیر پر درلود، د سعودي د پاره یو خطر وو، په تېره بیا د سعودي و شاهي کورنۍ ته.
د ورجینیا د پوهنتون څخه ویلیام کاندت لیکي:
«(په اېران کي) د شاه له منځه تلل، د انقلابي اسلامي جمهوریت جوړېدل او د روح الله خمیني راتګ، د سعودي هیواد د رهبرۍ د پاره خورا دروند تکان وو، ځکه داسي یو څوک رهبرۍ ته رسېدلی وو، چي په ښکاره یې د اسلام او د دغه ډول عنعنوي پاچاهیو د تفاوتو او حتی تضاد دعوه کول او دا د سعودي عربستان په پلازمېنه (ریاض) کي یو خطرناکه پیغام وو». په جواب کي سعودي عربستان او نورو د خلیج خورا بنسټ پالو پاچهیو یوه نوی سیاسي ائتلاف جوړکړ، چي (Gulf Cooperation Council (GCC) (د خلیج د عربي هیوادونو د همکاریو سازمان) نومېږي او اساساً د اېران د تأثیر د مخنیوي په خاطر رامنځ ته سوی دئ.
اېران د عراق سره په جنګ کي تر ضعیفېدو وروسته، په اتیایمو او نیویمو کلو کي د منځني ختیځ په اړه خپل هغه جدیت را لږ کړ، خو په اصولو کي دغه مخالفت ټاکل سوی اصل وو. سعودي عربستان او اېران یو او بل ته د خطر په سترګه ګوري. سعودي عربستان د منځني ختیځ په هغو ملکونو کي چي د دوی منافع پکښي خوندي دي، د اېران په ذریعه ورته د تغیراتو د راوستولو په سترګه ګوري، له بلي خوا اېران په دې عقیده دی، چي سعودي عربستان په فعاله توګه د اېران د ضعیفه کېدو په لټه کي دئ.
دغسي موضوعات هغه شرایط برابروي، چي سیاست پوهان ورته (security dilemma) یا محافظوي بې باوري وایي. په دې کي یوه خوا د ها بل خوا څه د حملې په بېره کي پر تسلیحاتو زور اچوي او یا هم په هغو سیمو کي چي دوی ته خطر واقع دئ د هغو مخالفین روزي او نیابتي جګړو ته ضمینه برابروي. هغه بله خوا هم د خطر احساس کوي او په دغه بېره کي وي چي د مخالفي خوا څخه حمله پر ونه سي او په عیني عمل لاس پوري کوي. په دې صورت کي دواړه هیوادونه د ځان د ساتلو په هڅه کي اقدامونه کوي او مقابلي خواوي د یو بل سره په بېره کي وي او په دې توګه د لا نورو سختو مخالفتو او مقابلو امکانات برابرېږي.
د جان هاپکین د نړیوالو پرمختللو څېړنو له مرکز څخه پروفیسور دانیال سرویر (Daniel Serwer )داسي تشریح ورکوي:
«دا هغه څه وه، چي په ساړه جنګ کي امریکا ایالات او شوروري اتحاد سره اخته ول او دی په دې عقیده دئ، چي دغه ( dilemma (security یا محافظوي بې باوري موږ دغه ځای ته رارسولي یو.». سعودي او اېران د دغه سیمیز قوت په اړه موضوع ته خورا جدي ګوري. یعني د اېران نفوذ او قوت ته سعودي د خطر په سترګه ګوري او د سعودي نفوذ او قوت ته اېران په عیني نظر دی. په دې اړه هاپکین وایي:
«په دې باره کي هر یو و مقابلي خوا ته په دفاعي سترګه ګوري.»
په دغو دلیلونو نیابتي قواوي په سوریه او یمن کي د دوی د پاره د ډېر ارزښت لرونکي دي. سعودي عربستان په یمن کي حوثي یاغیانو ته، چي د اېران ملاتړ ورسره دئ، نه یوازي د سیمي د ناکراریو په سترګه ګوري بلکي په دغه پراخه سیمه کي د تحولونو او انقلابونو، چي د سعودي د ګټو په خلاف دي، ډېره توجه کوي. په عین وخت کي اېران بیا په سوریه کي د اسد د رژیم مخالفینو سره د سعودي مرستو ته د خپل یو ملاتړي د له منځه وړلو په سترګه ګوري، چي نهایي نتیجه به یې د اېران تجرید او د هغه پر شاو خوا د مخالفو دولتونو د جوړولو هڅي وي.
دوی دواړه غواړي په سیمه کي مؤثر واوسي نو په دې اساس د یو بل پر ضد لاس وهني دوام لري. د دواړو د پاره دا موضوع مهمه ده او و دې موخي ته یې خپل نهایي کوښښ جاري دئ. په دغه دلیل د سعودي قواوو په ذریعه د یمن د حوثي یاغیانو بمبارول او د یرغل اخطارونه او د اېران نظامي مرستي د سوریې سره رواني دي. دغسي کړني دغه مخالفتونه نور هم ډېروي او په ضمن کي د یمن او سورییې عام اولس ورڅخه ربړېږي.
لکه چي مخ کي وویل سوه د عراق جنګ او د عربي ملکونو وروستنۍ مبارزې د دې نیابتي جنګونو پیلامه ده.
په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو کي د سعودي او اېران مخالفتونه نسبتاً په چپه خوله ول. د (ګاوس او سیرور) له نظره د اېران هغه وختني امکانات دومره نه وه چي د سعودي په مقابل کي دي ودرېږي. په هغه وخت د اېران توجه د عراقي مشر صدام حسین د خوا د حملو لوري ته وه.
په ۲۰۰۳ کي د امریکا په رهبرۍ د صدام د رژیم په له منځه وړلو او د عراق په نیولو سره هر څه الیش سول. اېران موقع پیدا کړل په عراق کي اېراني پلوه ملېشې او شیعه ګان، چي د عراق اکثریت تشکیلوي، وپالي، قوي یې کړي او د صدام دولتي سیسټم په شیعه هواخواهانو واړوي. چي دغسي هم وسول.
سیرور دا هم وایي چي: « تر هغو چي پر عراق تېری نه وو سوی، اېران دا موقع دومره نه درلوده چي د سیمیزو قوتونو په مقابل کي ودرېږي، بې له دې چي په محدوده توګه یې حزب الله او حماس ګوندونه حمایه کول. اصلاً امریکا په عراق کي شیعه اکثریت ته لاره هواره کړه، چي اوس د سعودي د پاره معضله ده.
بیا د عربي ملکونو د راپورته کېدو او په سیمه کي د دولتونو د چپه کېدو او د نورو هیوادونو د هڅولو سره، اېران ته د لاس غزوني نوري نوي موقعوي برابري سوې او د سعودي د پاره مشکله وه چي دغه موضوع مهار کړي. کله چي د سعودي پلوي دولتونه د خطر سره مواجه سوي دي که څه هم سعودي د دوی سره د مرستي هڅه کړې ده، خو اېران بیا د دوی مخالفو ډلو ته د مرستي لېڅي راغښتي دي. کله چي بیا د اېران پلوي دولتونه د راپرځېدو په درشل کي ول، سعودي د دوی ړنګېدو ته لا نوره هم اوږه ورکړې ده، په داسي حال کي چي اېران د هغو دولتونو د بقا په نیت مرستي ته په کلکه چمتووالی ښوولی دئ.
سعودي دولت په سوریه کي د اېران د ملګري بشار الاسد مخالفین تقویه او تسلیح کړي دي او اېران بیا د دغه دولت د حمایې د پاره عسکر وراستولي او تسلیح کړی یې دئ. په بحرین کي د سني پاچهي کورنۍ پر ضد، شیعه اکثریتو د دیمکراسۍ د غوښتني تظاهرات پیل کړل او سعودي خپل نظامي قواوي ورواستولې تر څو دغه تظاهرات له منځه یوسي. په یمن کي اېران د حوثي یاغیانو سره مادي او نظامي مرستي پراخي کړې، کله چي دوی د ۲۰۱۵ کال په پیل کي پلازمېنه سنعا ونیول او د نورو سیمو د نیولو په هڅه کي ول، سعودي عربستان د هوایي بمباریو لړۍ پر شروع کړل تر څو د دوی مخه ونیسي.
«ګاوس» لیکي:
« …اېران، سعودي او د سیمو نورو هیوادونو ته دا موقع په لاس ورغلل، چي په لبنان کي (له څه وخته راهیسي)، عراق کي( له ۲۰۰۳ څخه) او سوریه کي (له ۲۰۱۱ څخه) خپلي مداخلې لا هم زیاتي کړي.» دی زیاتوي چي: « دا اساسي موضوع ده او په منځني ختیخ کي انقلابي جریانات دغه نوی سوړ جنګ رازېږولی دئ.»
که څه هم دغه ناارامۍ د سني او شیعه د مخالفتونو څخه نه دي راپیدا سوي، خو مذهبي تفاوتونه دغه موضوع نوره هم پېچلې او خطرناکه کوي. په داسي حال کي چي اېران شیعه مذهبي دولت دئ او سعودي عربستان سني مذهبي دولت دئ، خو د دوی دغه زیار او هڅي د مذهبي لوري او د عقیدوي احکامو په اساس نه دي.
«ګاوس» د جولای په میاشت کي دا هم راته وویل:
«زه داسي فکر نه کوم چي سعودي او اېران دي د مذهبي مخالفتونو په اساس د یو بل سره په تظاد کي وي، زما په فکر دوی په سیمه کي د نفوذ د زیاتوب په خاطر د یو بل سره په اخ او ډب اخته دي.» خو ده دا هم وویل چي: « دوی به د مذهب څخه د یوې وسیلې کار واخلي.»
په اصل کي د سعودي او اېران مخالفتونو د منځني ختیځ مذهبي تفاوتونو ته ناوړه رنګ ورکړی دئ.
په یوه مذهبي فرقه پوري تړاو سیاسي جریان ته د موافقینو راجلبول آسانه کوي. په دې اساس به سني دولتونه او یاغیان د سعودي او شیعه دولتونه او یاغیان به د اېران څخه د مرستي غوښتنه کوي او که دغه شخړي او مخالفتونه اوږده سي، ممکن دغه مذهبي تفاوتونه پراخ او شدید سي. د سعودي او اېران متوجه کول د دغو مداخلو درولو ته ځکه اړین دي چي که دغسي حالت روان وي دغه تفاوتونه نور هم ډېرېږي او هیوادونه به د مذهبي توپیرونوپه اساس سره ووېشل سي.
ګاوس دا هم لیکلي دي چي: « که دغه مذهبي توپیرونه د شخړو په شکل پر مخ ولاړ سي، دا طبیعي ده چي شیعه ګان به اېران ته د مرستي او سنیان به سعودي ته د مرستي لاسونه اوږدوي. په دغه سیاسي لوبه کي په مذهبي ډلو پوري تړلي به د هم مذهبوالي په فکر او یا د مادي مرستي په خاطر دې ته مجبورېږي چي د خپلو هم مذهبه قوي دولتونو غېږي ته ځانونه ورسوي او دا نه ده معلومه چي هغوي به وکولای سي یا به وغواړي چي د دوی سره مرسته وکړي که نه؟ »
د مثال په توګه: په ۲۰۱۱ کي د سوریې د خلکو عمومي پاڅون د اسد د رژیم پر ضد کوم مذهبي پاڅون نه وو، خو د اسد رژیم چي په مشرتابه کي یې شیعه ګان ول او د اېران د خوا حمایه کېدئ، سنیان یې هدف وګرځول. په دې توګه یې مذهبي رنګ ورکړ او د سوریې اقلیت شیعه ګان او عیسویان یې د ځان ملګري کړل. د سنی یاغیانو څخه د سعودي ملاتړ دغه د اسد لګول سوی مذهبي اور نور هم تازه کړ.
په سوریه کي د اېران او سعودي دغه دښمني او د یو او بل د نایبانو په حمایه کېدای سي دغه د جنګونو اور په ټوله منځني ختیځ کي خپور سي. هر څومره چي دغه معضله اوږدېږي، هغومره په دغه سیمه لکه سوریه، یمن، عراق او خدای خبر څومره نورو هیوادونو کي به د سني او شیعه تر منځ فاصله پراخېږي او ناامنۍ به لا هم پسي ډېرېږي.