کور / هراړخیز / د ثور اومه د افغانانو د وینو بهېدو پیلامه

د ثور اومه د افغانانو د وینو بهېدو پیلامه

له نن څخه پوره اوه دېرش کاله وړاندې د افغانستان د لومړني جمهور رئیس سردار محمد دوادو خان حکومت د یوې کودتاه په ترڅ کې د خلق دیموکراتیک ګوند لخوا ړنګ او د افغانانو د وینو د بهېدو لړۍ پيل شوه.
اوه دېرش کاله وړاندې د ثور اومه په یوه پسرلني موسم کې هوا مرغان مست کړي وو او د سوکالۍ ترانې یې غږولې،بیا د مېړنو په دغه خاوره لمر زرغون کمېس خپور کړ او په خپلو طلایي وړانګو یې د سیندونو څپۍ او د غرونو څوکې نورې هم ښکلې کړې.
لا ماشومان په ښوونځیو کې وو،لا غریبکار په مزدورۍ اخته وو،لا هم هیلې ژوندۍ وې خو موږ نه پوهیدو چې څه به کیږي، همدا ورځ یولس بجې د افغانانو د بدبختیو پیل شروع شو.
له ارګ او دفاع وزارت ودانیو پورته شویو تورو لوګیو د اسمان زرغون مخ ونیو، د توپونو ډزو د کابل ارامه فضا ماته کړه،ماسپښین دوه بجې د کابل پر سر ولاړ اسمان د جیټ الوتکو د شور او غږونو کوربه شو .
څه د بدبختیو ورځ ! له اسمانه الوتکو او له ځمکې توپونو د افغانانو په ارګ د بمونو باران جوړ کړ او دغه باران د کابل نورو ادارو ته هم وغځیده،چې له امله یې د نورو افغانانو ترڅنګ د هېواد لومړنۍ جمهور رئیس سردار محمد داود خان د خپلې کورنۍ له اولس غړو سره په شهادت ورسول شو.
په ١٣٥٧ کال د ثورپه اومه له ارګ څخه د لوګیو نرۍ لیکې هوا ته پورته شوې،اسمان هم د افغانانو په حالاتو ژړا پیل کړه، دا هغه وخت دی چې افغانانو د خپلوهيلوجنازوته په ډېرحسرت کتل .
د ثور په اومه د افغانستان د برخلیک پاڼه واړول شوه، کودتاه کوونکو د افغانستان د ملي راډیو له لارې د خپلې واکمنۍ اعلان وکړ، له راډیو د انقلابي ترانو زمزمې پیل شوې، له راډیو انقلابي ترانو، د جګړې له امله د سوځیدلو سیمو لوګو او د افغانانو د وینو ویالو اسمان او ځمکه دواړه د دې مظلوم ملت په حال وژړول.
۱۳۵۷ کال د ثور اومه د ټولو خونړیو پېښو او روانو بدبختیو او د وینو تویدو پیلامه ده،خو که څه هم څوارلس کاله وروسته ۱۳۷۱ د ثور اتمه د مجاهدینو د مبارزې پایله وه او د خلق دیموکراتیک ګوند ړنګ شو او دغه ورځ د مجاهدینو د بریالیتوب د ورخې په توګه لمانځل کیږي،خو لا هم د افغانانو د وینو تویدلو مخنیوی ندی شوی .
له همدې امله راځئ د الله ج دربار ته لاسونه لپه کړو،چې نور مو هېواد له بدبختیو خلاص شي او یو ځل بیا مو پسرلي مرغان مستان کړي،سیندونه مو د مینې او سوکالۍ څپې وکړي، د غرو له څوکو د یوالې ترانې وغږول شي،اوښکې وچې موسکا خوره شي،قلم د دې هېواد په ټولو بچیانو حاکم شي .
د همدې ورځې په هیله !
ومن الله توفیق
عبدالمجيد خوږياڼى
د میدان وردګو سرپرست والي