کور / هراړخیز / زرمت : Sri Mati يا سري متي او شرمتي

زرمت : Sri Mati يا سري متي او شرمتي

لراوبر دا موضوع د تاريخي ارزښت او روښانتيا له امله خپلو لوستونکو ته د ښاغلي رحمت اريا له فېسبوکپاڼي خپروي.

مخکې مې دا فېسبوک پوست د یو چا د پوښتنې په هکله لیکلی وو چې د زرمت د نامــﮥ په هکله ﺌـې پوښتنه کړې وه. اوس د هماغــﮥ پوست په دوام یو څو نور اړین ټکي وړاندې کوم چې بیخچن ځواب ﺌـې دی.

زرمت : Sri Mati: هم سري متي او شرمتي لوستل کـﯧـږي. شري متي Shrimati یا د سانسکریت श्रिमती شرمتي او یا شفاهي ښځـﯧـنه بڼه ﺌــې زیریمتي श्रीमती د درنښت او احترام لپاره سرنوم دی چې د ښاغلې، آغلې، محترم او نورو معنی ښندي.
په هندوستان کې د مسلمانانو په گډون په هر قوم و مذهب چې خلکو ژوند کړی دا نوم ﺌــې یو بل ته د درنښت په موخې کارَولی دی، په ځانگړې توگې پاچاهانو او ان د هندوانو یو شمـﯧـر خدایگوټو ته هم په لنډون د سري / شري په بڼې کارَول شوی دی. شري/ سري श्री هماغه لندون د شرمتي دی چې دغه ماناوې لري : ښاغلی، محترم، ښکلی، گران، ښکلا بخښونکی، ځلاند، پرتمین، له عظمته ډک، بریالی، فرخنده، سعید، لوړ پوړی، اعلیحضرت، پانگه/ گنج، جلوه افروز، ظریف، بخښونکی او نور.
د زرمت نوم په سانسکریت کې « زیرمت» श्रीमत् دی چې د ښکلي، لوړ ، څرگند، ځلانده، ښکاره، شیک، په سلطنتي نښو پسولل شوی، بډای، نـﯧـکمرغه، طوطي، سپـﯧـڅلي زیتون، مطبوع، خوښ، زړﮤ ته نـﯧـږدې او نورو مانا ښـنـدي.
دا چې په پکتیا کې د زرمت د ولسوالۍ د نامـــﮥ تسمیوي وجهه څه ده زه نــﮥ پوهـﯧـږم، خو شوني ښکاري چې باید همدا سانسکریت جرړه ولري.
د سویس د « ویسپ » په ولسوالۍ کې د آلپ د غرونو په لمن کې د « زِرمت zermatt» په نامـــﮥ یو جرمن ژبی غرنی ښار دی. وايي چې ددې ښار نوم په لومړیو کې « زُرمتي Zur Matte» وو او معنی ﺌــې ورشو، راغه او مرغزار وو چې وروسته په zermatt بدل شوی دی. دا د سانسکریت د معنی له اړخه وه اوس به لرغونو سرچینو کې وگورو چې اصل ټکی چیرې دی.
هنري والتر بیلو د خپل کتاب په ۴۳ پاڼې کې داسې لیکي : (پلیـني په خپل کتاب « Nat.Hist. 18 » کې د مَـرجیانې د لوړو غرونو او د قفقاز د غرونو د لړۍ په اوږدو کې د هغو قومونو شرحه وړاندې کوي چې « د معاصر بالا مرغاب، او د هندوکش د غرونو د لړۍ برخې د بابا د غرﮤ په غرستان» کې دېـره دي؛ پلیني د دې شرحې په ترڅ کې د هغو قومونو نومونه یادوي چې د « مَندرس» « زموږ د معاصر وخت هلمند» د سیند په شاوخوا کې استوگن دي، له دې شرحې وروسته د سیند د پورې غاړې د قومونو نومونه یادي او په منځ کې ﺌــې د « بـَــتـیـنـي» نوم ښکاري. د بـَــتـیـنـيو د استوگنې دقیق موقعیت نه دی ښودل شوی خو له دې چې د « متیاني» » او « سیرمَـتي» تر څنگ یو ځای یاد شوي دي څرگنده ده چې دوی د غور یا د معاصر هزاره په ډېـرېو برخو کې دېـره ول. دا هماغه سـﯧـمه ده چې افغان روایات « بـَـتـنـي» او « مَـتي» قومونو او « سور» قوم ته چې شاه حسین هم له همدغه قوم څخه وو ځای ورکوي. داسې ښکاري چې پلیني یاد کړي « سیرمَتي» یا « سورمتي» د « سوري» او « متي» د قومونو د گډولې په معنی وي او د استوگنې ټاټوبی ﺌــې د معاصرې هزاره سـﯧـمې لوېـدیځې برخه وي. پلیني چې « ۷۹ ز کال کې مړ شوی » د قومونه او د هغوی د استوگنې موقعیت د عیسوی پـﯧـړۍ په پیل کې شرحه کوي. خو د اسلام له ظهور او خپرېدو سره جوخت بدرگه انقلابونو او ټولنـﯧـزو خوځښتونو په دغو سـﯧـمو کې ناکرارۍ رامنځته او وگړي ﺌــې له یوې سـﯧـمې څخه و بلې سـﯧـمې ته په ډله ېـیز ډول کډه کولو ته اړ او بې ځایه کړل، دا بدلون په هغو سـﯧـمو کې رامنځته شو چې مخه ﺌــې خلاصه او لاسرسی ورته آسان وو حال دا چې په غرنیو سـﯧـمو کې دېره وگړو چې لاسرسی ورته آسانه نه دی ان تر نن پورې خپل د استوگنې لرغونی استوگنځی ساتلی دی.) اوس ما ته داسې ښکاري چې زرمت د پښتنو د قومونو د «سور» او «متي» له ترکیبه جوړ نوم دی چې سورمت ﺌــې لنډون دی او په ورځنیو خبرو کې کرار کرار زرمت شوی دی.
که مې ددغــﮥ خواږﮤ دوست د همدې په پوښتنې به هکله نور څه وموندل بیا به ورته راوگرځم. که دوستان په دغې وراشې کې گډون کوي نو د پښتني شجرو او روایاتو له مخې دې روایات نــﮥ وړاندې کوي ځکه پر ټولو ﺌـې خبر یم. خوښ به سم که په نورو لرغونو آثارو لکه د بطلیموس، سترابو او له هغوی مخکې د هرودت له آثارو څخه خبرې وکړي. پورتنۍ خبرې چې والتر بیلو د پلیني د آثارو له مخې را اخیستي، پلیني په خپل وار د هرودت او گزنفون د آثارو له مخې را اخیستي او د هرودت د کتاب په دویم ټوک کې ورڅخه یادونه شوې او د هرودت دا کتاب زما تر لاس لاندې دی چې یوه برخه مې ژباړلې ده او کرار کرار یې ژباړم.