کور / هراړخیز / کرکټ بورډ دې د خلکو سترګو ته خاورې نه شیندي

کرکټ بورډ دې د خلکو سترګو ته خاورې نه شیندي

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو نه څو ورځې وړنداې مې، له یو تلویزون سره د افغانستان کرکټ بورډ د یو چارواکي مرکه کتله. دغه کس د خبرو په مینځ کې وویل، چې دا ځل مو په په ملي لوبډله کې یو لړ ژور تغیرات راوستلي او انشاءالله چې د غوراوي پړاو سیالیو د اتلوالۍ جام به افغانستان ته راوړو. ده دا هم وویل، چې زمونږ لوبډله اوس پیاوړي ده، باید چې د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره ولوبیږي او د دویمه درجه ټیمونو سره لوبول یې زیاتی دی.

د کرکټ بورډ د دغه چارواکي خبرې راته ځکه خنداونکي ښکاره شوې، چې نه په ملي لوبډله کې د کومو تغیراتو څرک لګیده او نه هم زمونږ ملي لوبډله دومره پیاوړي ده، چې په دویمه درجه ټیمونو دې تېز نظري وکړو او ځان برلاسی وبولو او په هسې هوایي ډزو زمونږ ملي لوبډله د اوله درجه لوبډلو سره د پرتلنې وړ وګڼو. که بیا څوک داسي خبرې کوي، ولس ته تر امکان لرلو پورته هیلې ورکوي او د نه پوره کېدو په صورت کې یې د کرکټ مینوالو زړونه ماتیږي او سخت درد ورته ځکه رسیږي، هغه لوبډله چې ته یې لومړۍ درجه لوبډلو سره د مقایسې وړ بولي، ولې ورته یو دویمه درجه، هغه هم ډېره کمزوري لوبډله ماتې ورکړي؟

ددې باوجود د لوبډلې په تخنیکي اړخونو کې هم کوم ښکاره تغیرات نه و راغلي. د توپوهنې په برخه کې بیا هم له هماغه لوی مرض، چې له پیله تر ننه ور سره مخامخ یو، یو په بل پسې ژر ژر سوځیدل او په ویکټې نه پاتي کېدل دي، لاس او ګریوان یو. د عمان لوبډله، چې تقریبآ کمزوري لوبډله یې بللی شو، خلاف لوبه کې مو ولیدل، چې زمونږ ملي لوبډله د ډېر کم هدف په پوره کولو کې پاتي راغله او یو په بل پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړي.

دلته د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په اړه هم وایم، زه د جاوید احمدي او نوروز منګل په موجودیت کې د اصغر ستانکزي له کفتانۍ سره له اوله نه وم جوړ. زه دا خبره په پوره جرات کوم چې دی د ملي لوبډلې د مشرۍ لپاره وړ کس نه دی. ستانکزی چې له ډېره وخته په ملي لوبډله کې لوبیږي او دا معلومات ورته کېږي، چې زموږ لوبډله د هدف په پوره کولو کې چنداني ښه ریکارډ نه لري او هر وخت د تارګیټ چیس کولو کې پاتي راغلې، ولې د عمان لوبډلې خلاف لوبه کې لومړۍ توپ اچونه غوره کړه؟ ولې یې لومړۍ په خپله توپوهنه و نه کړه؟ که دلیل دا وي، چې په لوبډله کې مو تغیرات راوستي و او توپوهونکي مې دومره جوړ کړې و، چې د هدف پوره کولو کې ورته کومه ستونزه نه جوړیده، بیا یې نو ولې د هانګ کانګ لوبډلې خلاف لوبه کې، چې د کرکټ بورډ ویاند هم په تبصره کې په بار بار دا یادونه کوله، چې میدان لوند دی او په لومړیو اورونو کې تېز بالران د توپوهونکو لپاره د سر درد جوړیدلی شي، لومرۍ توپ اچونه و نه کړه او ولې یې لومړی توپ وهنه وکړه؟ افغان لوبډله خو له ځان سره یو منځنی تېز او دوه تېز توپ اچوونکي هم لرل، په دې ځای کې، بله داسي کومه خبره وه چې ده بیټینګ غوره کړو؟ که د کرکټ بورډ دومره ژور تغیرات یوازې د عمان لوبډلې په خلاف بایلات سره بېرته ګډوډ شول؟ لوبډلمشر اصغر ستانکزي نورې ډېرې تېروتنې هم وکړې، لکه د هانګ کانګ خلاف لوبه کې، چې ګټل یې مونږ ته ډېر مهم و او په ګټلو سره مو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کوله، ولې نبي وروستي اور ته راوستو؟ په دې خو ډېر عادي کرکټر هم پوهیږي، چې په وروستي اور کې سلو بالر ټکیږي او تر تېز بالر زیاتي منډې پرې جوړیدلی شی. اصغر په دې خبره نه پوهیده، چې که وروستي اور ته نبي څه که د نړۍ تر ټولو غوره ورو توپ اچوونکی سعید اجمل هم راشي تر شلو زیاتي منډې پرې جوړیدلی شي او په ځلونو ځلونو تجربه شوي هم دي.

دا دې تر څنګ زموږ لوبډلې په فیلډینګ کې لا هم هماغسي ستونزې درلودي، د هانګ کانګ خلاف د دولت ځدران اسانه کیچ ډراپ کېدل، شاپور، شرف الدین، سمیع او اصغر هم بار بار په توپ نیونه کې پاتي راتلل.

لا بده یې دا چې مخکي زموږ لوبډله په توپ اچونه کې ریښتیا هم پیاوړي وه او د لومړۍ درجې لوبډلو سره د پرتلې وړ وه، خو دا ځل موږ ولیدل، چې د بالرانو هم هغه پخوانۍ مزه نه وه پاتي. توپ اچوونکي مو له یوې لوبې نه علاوه په نورو لوبو کې ښه و نه ځلیدل. د هانګ کانګ خلاف لوبه یې ښه بیلګه ده، په شل اوریزه لوبه کې یو سلو شپیته ښه هدف بلل کیدلی شي، خو زموږ بالرانو ترې دفاع ونشوه کولی.

دا دې علت خو هم باید څوک له چا وپوښتي کنه، موږ په درې واړو برخو کې روزونکي لرو، چې هر یو یې په زرګونه ډالر معاش اخلي، نو دا دې باوجود ولې دوی دومره لویې ستونزې لري او ولې یې دا مشکل نه حلیږي؟

څو کاله وړاندي افغان لوبډلې ته، چې هغه وخت ملي لوبډلې نه دومره روزونکي لرل او نه ورته دومره اسنتیاوې برابرې وې، دویمه درجه ټیمونو ماتې نه شوه ورکولی، خو اوس چې ورته دومره اسنتیاوې هم برابرې دي د نړۍ کمزوري ټیمونه ماتې ورکوي. علت یې څه دی؟ دا خو به نه وي، چې د نورو هیوادونو په لوبډله کې نویو ځوانانو ته ځای ورکول کېږي. د کرکټ ادارې لخوا یې نوي ځوانان روزل کېږي او زموږ په ملي لوبډله کې هماغه لوبغاړي، چې له اولو وختونو په ټیم کې لوبیږي تر ننه لوبه کوي؟ دلیل یې هم دا وړاندي کېږي، چې دا دوی له برکته زموږ د کرکټ لوبډله جوړه شوي
باید چې تر مرګه په لوبډله کې پاتي شي. داسي خو به نه وي چې لوبډله د یوې کورنۍ لخوا انحصار شوې وي؟

شاید همدا اوس موسکي شوي وی او ویلي مو وي، همدا خبرې دي کنه، چې د نورو هیوادونو لوبډلې ورځ تر بلې پرمختګ کوي او زموږ لوبډله مخ پر شاه روانه ده. که چېرې مو ځواب هو نه وي، نو ولې د پاکستاني تبصره کوونکو په اصتلاح افغاني کریس ګیل، بریدګر توپوهونکي حضرت ځاځي ته په لوبډله کې ځای نه ورکول کېږي؟ ولې افتاب عالم، چې په هره لوبه کې یې تر ګټې تاوان ډېر را رسیږي، په لوبډله کې اخیستل کېږي؟ ولې طارق ستانکزی بې سرنوشته ګرځي؟ کریم صادق چې په وروستیو، یوې نه بلکې څو پر له پسې لوبو کې تر لسو زیاتي منډې جوړې نه کړي، لا هم په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل کېږي او تر زرو ډالرو زیات معاش اخلي؟ خو راشد ارمان دې بیا په دې طمع چې نن سبا په ملي لوبډله کې ځای ور کول کېږي، له کور راوړي او په کرکټ بورډ کې دې یې خوري. دوی نه خو به اخر کور کې هم د کار روزګار څه پوښتنه کېږي.

اداره او د لوبغاړو د انتخاب کمیټه څه وخت بریدګر او د لوړو شپږیزو وهونکي لوبغاړي حضرت ځاځي ته چانس ورکوي؟ هغه وخت چې دی هم د منګو پریوځي او د کوزو ډکولو شي.

دا منم چې د اخلاقو نمونه او مهربان انسان نوروز منګل پوره تجربه لرونکی لوبغاړی دی او په توپ نیونه کې یې تر نورو لوبغاړو ښه بللی شو، خو په اوس وختو کې، هغه هم د حضرت ځاځي په موجودیت کې، په شل اوریزه لوبو کې په ملي لوبډله کې نوروز منګل ته چانس ورکول زیاتی دی او په لوی لاس د خلکو سترګو ته خاوري شیندل دي. داسي به نه کوو، چې په یوه لوبه کې په دري پنځوسو منډو جوړولو ور سره د درې پنځوسو نورو لوبو قرداد لاسلیک کړو. که چېرې یې کرکټ بورډ په تجربې مین دی، نو د ملي لوبډلې روزونکی دې یې کړي. هم به لوبغاړي د انسانیت، مینې او ورورولۍ سمبول وګرځي او هم به خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي. دا دې تر څنګ به هغه ډالر چې بهرنیان روزونکي یې اخلي د یو افغان جیب ته لاړ شي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر که څه هم یو ښه مدیر دی، خو تر اوسه ولې اصلاحاتو راوستو کې پاتي راغلی؟ که کرکټ بورډ د کوم چا لخوا انحصار شوی او غواړي تل دا دوی راج پرې وچلیږي د نر غوندې دې خپلو هیواد والو ته ووایي، بیا موږ د کرکټ مینوال پوهیږو او کار مو، که داسي نه وي نو ژر دې د اصلاحاتو راوستلو لپاره لاس په کار شي او نور دې نو له دي زیاتیو او د خلکو سترګو ته د خاورو شیندلو نه تېر شي.