کور / هراړخیز / دخویندو زده کړي او زمونږ ټولنه

دخویندو زده کړي او زمونږ ټولنه

دیو هیواد قوم ژبی او ټولني پرمختګ نن یوویشتمه پیړۍ کي تعلیم پوهه پوري اړه لري .کومه ټولنه کي چي تعلیم پوهي پرمختګ کړی دي هم هاغه ټولنه هیواد نن دنړۍ دسترو قوتونو شمیرل کیږي نن دهمدي تعلیم پوهي په زور پر نړي حکومت کوي .
راځو زموږ افغاني ټولني ته ولي موږ دڅو کلونو راهیسي دجګړي په لمبو کي سوځو ؟ همدي جګړي زموږ هر څه له منځه یو وړل .خو بیا هم موږ پر هاغه لاره کار نکوو ترڅو نور اینده دهمدي جګړي هیواد قوم ټولنه وژغورو او موږ هم نړۍ دنورو قومونو په شان سیال ارام ژوند ولرو .
ټول په دي اوس پوهیږو چي زموږ دبربادي ورانۍ اصلي لامل همدا جهالت ناپوهي وه .پوهیږو چي نن موږ څه له منځه وړو همدا ترټولو ستر دښمن جهالت ناپوهي چی زموږ نسلونه یی تباه او برباد کړل او موږ یی دنړۍ له سیالي پاته کړو.
نو دی همدي ناپوهۍ وژلو لپاره کوم اساسي کار دی چي موږ مبارزه وکړو او ناپوهي ووژنو موږ دنړۍ سره سیال ژوند ولرو ؟
بیرته به دټولو جواب داوي چی تعلیم ته مخه کړو او خپل ولس ماشومان ځوانان دنورو قومونو په شان دتعلیم څخه برخمن کړو .
خو موږ چي دڅولسیزو راهیسي دجهالت لمبو سوځلي او دنورو ټولونو وروسته پاته سوی یو څرنګه کولی سو چي ژر بیرته دنورو قومونو سره سیال ژوند ولرو .؟؟
راځو ديته کي غواړو ژر مو ټولنه پرمختګ وکړي او موږ هم سیالان واوسو نو راځۍ پر اصلي اساسي شي کار وکړو چی هاغه دخویندو (میرمنونجونو) تعلیم دي .
یوه میرمن که تعلیم وکړي توله کورنۍ او کلي کي بدلون راوستلي سي یوه میرمن ده چی ډیر ژر دسوونو کسانو فکرونه تغیرولي سي .
خو راځو اصلي موضوع ته چي زموږ افغاني ټولنه کي موږ کومي ستونزي لرو چي زموږ خویندي دتعلیم څخه بي برخي پاته دي اوولي خویندو ته دتعلیم اجازه نه ورکول کیږي؟ زموږ دوروسته پاته کیدو اصلي موضوع همدا ده.
ـ دلته موږ دخویندو دتعلیم پر وړاندي زیاتي ستونزي لرو چی نه ورته دولت پاملرنه کړی او نه نورو ادارو همداسي زموږ زرګونه خویندي دتعلیم څخه بي برخي پاته دي .
هاغه اصلي ستونزي چی موږ دزرګونو خلکو راټولي کړی او دسیمو مو لیدنه کړي هاغه باید خلکو دولت ته وښودل سي ترڅو دولت ولس پر دي ستونزو کار وکړي او خویندو ته دتعلیم اجازه ورکړو .
څو لاملونه چي زموږ دخویندو دتعلیم مخ نیولي .ناامني ،جګړه ،دښځینه ښوونکو نشتون ،ناوړه دودونه ،منفي تبلیغات، ددولت نه پاملرنه ،فساد .خپله یوشمیر تعلیم یافته ښځي ،دسیمو لیروالی ،……..
خو دا چي اصلي لاملونه څه دي او ولی خویندو ته دتعلیم اجازه نه ورکول کیږي ؟؟
ټول لاملونه به دیویو مقالي په شکل ولس ته وړاندی کړو دهمدي اصلي اساسی کار لپاره باید دولت ولس ټول مبارزه وکړو خویندو تعلیم ته پوره توجه وکړو ترڅو خپل قوم هیواد نور دجهالت جګړي دلمبو خلاص موږ دنړي دیوسیال هیواداو قوم په توګه ژوند وکړو …