کور / هراړخیز / سوري اپلان زموږ برخلیک

سوري اپلان زموږ برخلیک

دا هغه ماشوم دی، چې په تېره اونۍ کې یې انځور په خواله رسنۍ کې تر حد زیات خپور او په نړۍ کې يي د عاطفي مرګ سمبول او د مهاجرو نړيوال سمبول سو. سوري اپلان د ترکیې بودروم اوبو پرځنډه پړمخې پروت دی دا ځکه چې کورنۍ يي غوښتل اروپا ته د ژوند دښه تنفس کولو لپاره ولاړه شي او د ارامۍ خوب وکړي. خو بیړۍ یې مستو او خونړي څپو سره مخ او دولس کسان يي نور هم دمرگي اوبو تل ته یوړه او دماهیانو دخوراک وړ یې کړل.
دانگیلا میرکل یادونه ځکه پر ځای وه، چې ریښتیا هم موږ ته او نورو مسلمانانو ته تر المان او اروپا کعبه یا ټوله اسلامي نړۍ رانږدې ده یاهم پکښي اوسو؛ خو د ژوند او ارامۍ ساه پکې نه اخلو. ولې چې شیخانو اوس ځانو نه د وحشت او عشرت سمبولونه گرځولي دي او پر نورو يي ژوند تنگ او بدخونده کړی دی، تاسي پوهیږئ چې په په دې مهاجرو کې ډیر د سوریې، عراق او افغانستان اتباع دي. ولي ددې هیوادونو خلک مجبور شي چې خپل وطن پریږدي دمهاجرت دا بدخونده مالګه دی وڅکي او خپله غوښه دي د مدیترانې دماهیانو دخوراک کړي؟
لړمړی؛ موږ ته به یو وخت ددې شیخانو د اور لوگي ځکه رانږدې کیږي او موږ به دهغو په دې لوگي کې تنفس کو او بالاخره مرو به، چې ځانونه تر ټولو ورته نږدې او ښه…. همداسي لکه اوس چې موږ د دوو اسلامي هیوادونو پاکستان او ایران څخه دژوند د ارامۍ خوب نشو کولای خلک مو دې ته مجبوریږي، چې د مهاجرت کولو اراده وکړي او تر اروپا ځان ورسوي. ایا خپل وطن او خاوره کې چې ارامي، کراری او دسولي دهوا تنفس وي څوک به دې ته مجبور شي چې له وطنه دي ووځي؟! دوهم؛ دگاونډی هیوادونو لاسوهني او برنامې يي زموږ د خپلو ملي+ قومي+ او حزبي مشرانو په لاس تطبیق کیږي او پر مخ وړل کیږي نو؛ خلک مو مجبور دی، چې همداسي د اوبو دخوراک او نازک بچیان يي د اپلان غوندي د اوبو پر څنډه د مرګ په خوب ویده شي. دا دي دننني انسانستان کیسې او دننني مسلمان افسوزناکه داستان بیانوي او دا دمسلمانانو د زوال او دمسلمانۍ دنابودۍ سمبول دی. ویره په دې ده، چې ولې لا بیده یو ولې لا په تمه یو او چاته په تمه یو ایا تغییر او بدلون موږ باید رانه ولو؟ که مو د اپلان له عینکو خپلو بچو او دخپلو دوستانو بچو او همدا راز دافغان انسان بچي ته ګورئ نو؛ په دې وطن کې سرمایه ګذاري وکړئ او افغان انسان موړ کړئ او ټول ددې برخلیک څخه وژغوريئ پیسې مه باسه، پیسې مصرف که انسان موړ که دولت سره مرسته وکه او وطن جوړ که.یوه سوري اپلان په نړۍ کې شور راوست موږ به مبارزه وکړو خپل ژوند ته به ټکور راولو.