کور / هراړخیز / ترټولو بد منېجر

ترټولو بد منېجر

دمنېجمینټ او منېجرانو په اړه مي په خپلو مخکنۍ لیکنو کښي خبري کړي دي،لووستونکي کولای سي چي هغه په لراوبر ویبسایټ کښي پیدا او وې لولي. په مسلکي او دفتري ژوند کښي به یا تاسو دبل چا په هدایت کار کوئ یا به یو بل څوک ستاسو له هدایت سره سم کار کوي. په دغه لیکنه کښي هغه کس چي هدایت اخلي مادون اوهغه کس چي هدایت ورکوي منېجر دئ.
په مسلکي ژوند کښي هم ښه منېجران او هم بد منېجران سته. دښو منېجرانو څخه هم زده کړي کیږي او له بدومنېجرانو څخه خو بېخي ډېر څه زده کیږي ځکه چي منفي کارونو ته دسړي ژر فکر کیږي او په ذهن کښي ترډېره وخته پاتیږي. کله چي تاسو په خپل منېجر کښي بد خاصیت ووینئ، کوښښ وکړئ چي هغه په خپلو ځانونو کښی اصلاح کړئ. که تاسو منېجر سواست بیا دمادونانو سره هغه سلکوک مه کوئ چي ستاسو منېجر به ستاسو سره کوئ.
ډېرو منېجران دخپلومادونانو دسم اداره کولو اساسي روزنه لیدلې نه وي او تر دې مهمه خولاداده چي دکارمندانو سره دخبرو کولو پر مهال دخپلو مادونانو په ارزښتونو، حساسیت،سایکي یا روحیاتو باندي نه پوهیږي. په منېجمینټ کښي کارمندانو ته دمهارتونو او تخنیک ور زده کول اسانه دي خو ارزښتونه او عقاید ډېر سخت دي چي منېجران دې ژر زده کړي. که ئې زده کړي بیا ئې په عملي کولو کښي ستونزه لري. دمثال په توګه دکارمندانو خوښيږي چي دمنېجر دروازه همېښه ددوی له پاره خلاصه وي او د یو کارسپارلو مخکي باید ورته پوره معلومات ورکول سي خو منېجر بیا دروازه په ځان پسي تړلې وي او په شعبه کي یوزاي له ځان سره ناست وي،په هغه اندازه دخپلو مادونانو سره په ورین تندي همکاري او ملاتړ نه کوي څونده چي ورته ضرورت احساسیږي، په داسي اویا دې ته ورته حالت کښي مؤثریت خپل ځای وفشار ته پرېږدي. کله چي کاري چاپیریال فشاري سو، بیا نو مفدیت ته چنداني ځای نه سته.
منېجران دکمپنۍ/مؤسسې په لومړي خط کښي ولاړ ځواک دئ او همېشه دکمپنۍ استاذیتوب کوي. دکمپنۍ په اړه خبري دمنېجرانو له خوا کیږي. څېړنو ښوولې ده چي اکثره وخت کارمندان یا مادونان دغلط منېجرانو له لاسه خپلي دندي پرېږدي، نه دنوروکارمندانواو دکار دماهیت له مخي. داچي ولي مادونان خپلي وظیفې پرېږدي، پر سر ئې بدمنېجران حاکم دي چي لاندي خاصیتونه لري:
دمادونانو سره په اړیکو جوړولو کښي ناکامه کېدل: دکارمندانو د اداره کولو له پاره دهغوی سره اړیکي جوړل ترټولو مهم عامل دئ. هو! داخبره هم پرځای ده چي تاسو دخپلو مادونانو دشخصي ژوند مشاور نه یاست خودهغو دژوند په هغو اړخونو باید ځانونه پوه کړئ چي ددفتري یا رسمي ژوند سره مستقیم یا غیر مستقیم ارتباط لري. کله چي تاسو خپلو مادونانو ته پر وخت کلنۍ رخصتي ورکوئ، دهغو داولادونو دتعلیم په اړه پوښتني کوئ، جنازې، فاتحې او واده ته ورځئ، تسلیت، مبارکي او دکومک ډاډ ورکوئ داپه خپل وار دمنېجرانو او مادونانو ترمنځ اړیکي جوړي او پراخوي. ځیني منېجران دا دځان له پاره شرم ګڼي چي خپلو مادونانو ته ورنزدې سي او ګومان کوي چي دغه کار به ددوی حیثت ته صدمه ورسوي. دمادونانو سره فاصله اصلاً دکار او ادارې پر مؤثریت او شهرت منفي تاثیر کوي.
واضح لارښوونه نه کول: اکثره منېجران نه سي کولای چي خپلو کارمندانو ته واضح لارښوونه اوسمه لاره وښئي او وروسته بیا حیران وي چي ولي ئې دخپلو مادوانانو څخه هغسي کار چي تمه ئې ځني لرل،نه دئ ترلاسه کړی. په داسي یو حالت کښي ستونزه په مادونانو کښي نه بلکي په منېجرانو کښي ده چي خپلو کارمندانو ته ئې پوره تشریح، سمه لاره او دکارونو اولیت نه دئ ښوولی. که چیری منېجران دخپلو مادونانو سره بې حده توند او یا تراندازې اضافه ارتجاعي سلوک وکړي، دا په خپل وار ستونزه رامنځ ته کوي. مهمه داده چي تعادل وساتل سي او دهر کار له پاره باید مادونانو ته سمه او مناسبه لارښوونه وسي. منېجران باید پوه وي چي ځیني کارمندان یو شی په یوه وار ویلو زده کوي اوځیني بیا همکارۍ ته ضرورت لري. ځیني منېجران داسي دي چي په خپله په یو کار ښه پوهیږي ځکه چي هغه کار دوی ډېر اجرا کړی وي نو همداسي غلط فکر کوي چي ددوی مادونان ئې هم په څو دقیقو کښي اجرا کولای سي، دغه ډول توقع دبدو منېجرانو خاصیت دئ. ددغه خاصیت په نتېجه کښي دکارمندانو ناټ له کار سره ماتیږي، په دفتر کښي ځان قوي او داخل نه احساسوي بلکي داسي فکرکوي چي په لوی لاس ورته کار اوچاپیریال سخت کیږي او بلااخره پرېکړه کوي چي کمپنۍ ته استعفا ورکړي.
پر مادونانو باندي باور نه کول: کله چي منېجران پر خپلو مادونانو باندي باور نه کوي دانو بیا خورا سختي مضري پایلي لري. مایکرو منېجمینټ دبې باورۍ یو مثال دئ،پر له پسې نګراني ئې بل مثال کېدای سي. ما(مهربان) په یوه مؤسسه کښي پر ډېر لوړ پوسټ کار کاوه چي ځیني وخت به مي ددفتر ټاپه په کارېدله، کله چي به مي درئیس څخه ټاپه وغوښتل هغه به یا په خپله راوړل یا به ئې دخپل ورور یا اشپز په لاس را وستول او تر هغه مهال به دې ټاپې ته ولاړ ول چي کار به خلاص سو، بیرته به ئې دستي ټاپه راڅخه یووړل چي دې ته مایکرو منېجمینټ وايي چي په هرکوچني کار کښي منېجر خپله ځکه اخته وي چي پر خپلو مادونانو باور نه کوي. ددوی دغه ډول فکر او سلوک زه سخت ځورولم او هره ورځ به ئې زما او دمؤسسې ترمنځ ځکه فاصله رامنځ ته کول چي پر ما به داګومان کېدئ چي داسي نه ددوی په غیاب کښي زه پر کوم سند ټاپه ووهم او دوی ته مشکل جوړ کړم. ټولو مادونانو ته دشک په سترګه کتل، دهغو پټ نظارت کول، پل پسي اخیستل او دهري کوچنۍ سهوي په اړه هغو ته اوږد- اوږد نصیحتونه کول په دې پلمه چي ځیني څو محدود کسان په دفتر کي بې باوره دي، دمنېجرانو ترټولو لو غلطي او دبدو منېجرانو یولوی خاصیت دئ.
دکارمندانو خبرو ته غوږ نه نیول: فعاله غوږ نیوونه په منېجمینټ یو اساسي مهارت دئ. دکمپنۍ لوړرتبه منېجمینټ باید خپلو منېجرانو ته دفعاله غوږ نیووني روزنه اوداسي روحیه ورکړي چي غوږ نیوونه دارزښتونو دپېژندولو یوه ښه لاره ده. ځیني منېجران داسي جوړ دي چي خپلي خبري کوي، هغه پر نورو پسي تحملیوي، دمادون خبره یا نه اوري او یا ورته چنداني ارزښت نه لري. دمنېجرانو دغه خاصیت دکارمندانو پر مؤثریت سخت منفي تاثیر کوي حتی خبره ترجنګه رسیږي. زه دداسي یو مثال شاهد یم چي یو موټران دبشري قوا رئیس ځکه پر داخوله په سوک وواهه چي خپله ګډ او موټروان بې چاره ئې خبرو ته نه پرېښووئ.
لومړی پرېکړه کول اوبیا دمادونانو نظر اخیستل: ځیني بد منېجران داسي جوړ دي چی هرڅه پرځان تماموي، دمسایلو او موضوعاتو له پاره خپله پرېکړه وکړي بیا وروسته مادونان را وغواړي او ورته وايي چي راسره تائید ئې کړئ. مادون دا معنی نه لري چي په هر اړخ کي تر منېجر پاته کس بلکي شاید هغه ښه تجرب لرونکی، پوه او د دروند شخصیت څښتن وي، کېدای سي چي یو بل ځای ئې د منېجر پر پوسټ کار کړی وي مګر کله چي بیا تاسو دمنېجر په صفت خپل مادون جبراً دې ته مجبوره کوئ چي ستاسو نظر اوپرېکړي ومني، دغسي سلکوک منفي پایلي لري او شاید په دې ډول دکمپنۍ تکړه کارمندان درسره خدای په اماني وکړي. که دا حالت ادامه پیدا کړي نو کمپنۍ به مو له سختو تاوانونو حتی له سقوط سره مخ کړې وي.
مشکلات صرف نظر کول: ځیني منېجران چي په دفتر کښي له ځینو ستونزو سره مخ سي نو داسي یوه بې ځایه هیله لري چي دغه مشکل مثلاً دکارمندانو ترمنځ شخړه به خپله دیوڅه وخت په تېرېدو او وروسته حل سي خو دمنېجمینټ پوهان وايي چي داحل کیږي نه بلکي پسي پړسیږي. بد منېجران دکارمندانو ترمنځ شخړي او دفتري مشکلات همداسي پرېږدي حتی ځیني منېجران خو خپل کارمندان په شر سره اچوي چي اوبه خړي او دوی ماهیان پکښي ونیسي خو په کار داده چي باید ژر ترژره هره ستونزه او شخړه معلومه، تعریف، تحلیل او حل سي. که یو وار دکارمندانو ترمنځ فضا سره خرابه سوه، بیا به ډېر ستونزمنه وي چي ستاسو مؤسسه دي خپل هدف ته ورسیږي.
دهغو کارمندانو سره انډیوالان اوسئ چي تاسو ته راپور درکوي: دهغو کسانو سره چي تاسو ته راپور درکوي حمایه کوونکي اړیکي رامنځ ته کړئ خو ستاسو انډیوالي باید په راپور کښي ځای پر ځای نه سي. اصلي خبره دلته داده کوم کس چي تاسو ته راپور درکوي هغه ستاسو دملا تیر دئ خو بد منېجران ورباندي دمزدور فکر کوي نوځکه ورباندي امرونه کوي چي ګټور نه تمامیږي.
معلومات له ځان سره ساتل: بد منېجران یا قصداً نه غواړي چي مهم معلومات له خپلو مادونانو سره شریک کړي یا ټمبل دي، دلاسه ئې نه کیږي. سمه ده چي دکمپنۍ ځیني محفي معلوماتو ته باید هرڅوک لاسرسي ونه لري خو منېجر باید په مجموع کښي دخپلو مادونانو سره دهغوی دوظیفي او فعالیتونو مربوط معلومات پر وخت شریک کړي چي هغوی په جریان خبر وي او په اینده کښي وکولای سي چي پرېکړه وکړي. دعمومي معلوماتو په شریک کولو کښي هیڅ تاوان نه سته.
له کارمندانو سره عادلانه چلند نه کول: ضرور نه ده چي دهر کارمند سره مساویانه چلند وسي بلکي مهمه داده چي تاسو دیو منېجر په صفت دهر کارمند سره عادلانه چلند وکړئ. څوک چي ډېر کار کوي، ښه راپور لیکي، دکمپنۍ په ګټه ښه نظریات وړاندي کوي، هغوی ترهغو کسانو باید زیات امتیازات واخلي چي صرف خپل ورځني مسؤلیت پوره کوي. ځیني منېجران دخپلوۍ، ګوند، ژبي، اجتماعي مقام، قوم، خوښۍ او ناخوښۍ پراساس دکارمندانو ترمنځ فرق کوي چي ددوی دغه ډول سلکوک په خپل وار دکارمندانو ترمنځ بدنیتي او ناوړه پایلي رامنځ ته کوي.
کارمندان لمر ته غورځول: په ځینو حالاتو کښي چي مادونان له ستونزو یا نیوکو سره مخ کیږي، نو منېجر ئې باید منطقي دفاع وکړي، دمشکل په اصلي ريښو باندي ځان خبر کړي. بد منېجران مشکل له خپلو سرونوڅخه چپوي او پر خپلو کارمندانو باندي ئې ورغورځوي. په کار خو داده چي منېجر باید اخلاقي جرئت ولري او دخپل مادون مشکل دځان مشکل وبلي. کله چي منېجران خپل مادونان ملامتوي، منېجر په اصل کښي ځان دیو احمق په څېر معرفي کوي او کارمند به ئې دعزت پرځای بې عزتي او کرکه ورڅخه وکړي. کله چي منېجران دهري غلطۍ پړه پر خپلو مادونانو ور اچوي نو دلوړ رتبه منېجرانو په زړه کښي هم ځای نه لري. کله چي تاسو خپل مادونان لمر ته غورځوئ، تاسو په اصل کښي خپل مسلک له خطر سره مخ کوئ، نه خپل مادونان.
خلاصه: بد منېجران دخپلو مادونانودستایني پرځای دهغو منفي نقطې لټوي او بیا ئې وخت پر وخت وریادوي. دمادونانو ترمنځ دهمکارۍ دفضا پرځای دشیطانت فضا رامنځ ته کوي، ملامتي ټول پر خپلو مادونانو ور اچوي، خپلي خبري کوي، دبل دا نه اوري. ځان تر هرچا کارپوه ګڼي. دمادون کورني ژوند ته احترام نه لري. دمادون څخه دیوه انسان نه بلکي دیوه ماشین په توګه کار اخلي. خپله له کار څخه ځان کاږي دمادون پر اوږو ئې ور اچوي، که غلطي رامنځ ته سي هغه هم پر مادون تاوانوي.سمه لارښوونه نه کوي، دمادون دخبرو تحلیل نه سي کولای، ژر په غوسه کیږي، چیغي و نارې وهي، ژر-ژر اخطارونه ورکوي. دمادون په پرمختګ نه خوشحالیږي. دغه حالات او دغسي چاپیریال مي اکثره وخت دافغانستان په دیکتاتوري شخصي او دولتي ارګانونو کښي لیدل دئ او خپله هم دا اوس تریوځایه ورسره مخ یم.
پای
کابل تهیه مسکن
۱۳۹۴- چنګاښ- ۱۶