کور / هراړخیز / زاړه مامورین ګوند بازي کوي

زاړه مامورین ګوند بازي کوي

میره دا خو ډېره ګرانه ده چې ځوانه طبقه افغانان دې په دا ډول یو تاریخ پسې لاړ شي ، ځکه پنځه ورځې یو ډول دولت پر افغانانو حکومت کوي ، پنځه ورځې بیا بل ډول دولت راولاړیږي او پر مونږ نوی قانون او مادې مني . په دې کې بیا ځینې زاړه مامورین چې ټول عمر یې په رشوت او غلامۍ کې تېر کړی همغه زړه سندره وایي چې موږ یې نور داوریدو توان نه لرو ، له نوي حکومت څخه مو هیله داده چې ځینې زاړه مامورین دې له دندو لرې اویا کورناستي (تقاعد) شي . په کور دې تنخوا ورکړای شي هغه که کفون وي او یا نغدې وي ؛ خو دنوي نسل لوړ استعداد دې هسې په خوشې ګرځیدو نه خاورې کوي .
زړو مامورینو ډېرش کاله وروسته هم هغه ګوند بازي نه ده هېره کړې چې دنوي نسل پلارانو او نیکونو پخوا ورسره کوله ، اوس هم چې په زاړه مامور پسې دکوم ځوان څه کار بند وي ، نو مامور ورنه اول دا پوښتنه کوي چې دچا زوی یې ، پلار دې خلقي و او که مجاهد ؟ نو که ځوان خپل پلار دده د خلاف ګوند واله ورته وښیي بیا دې خدای ته صبر وکړي او یا دې تر هغې پورې ځوریږي چې څه واسطه او یا یو څه زهر قاتل زاړه مامور ته ورنه کړي ، راغلی به په څه کار پسې وې خو مامور صیب به دخلقي او مجاهد په اړه سیاسي بحث درسره شروع کړي او بې صلاحیته اوبې مسؤلیته فتواوې به ورکوي ؛ خو که خپل پلار اویا تره دې ددوی دګوند سړی ورته معرفي کړ نو بیا دې خپلې مزې وهه ، یو خو دا خبره شوه چې ځینې زاړه مامورین سمت بازي او کینې په زړه کې لري .
بل که ووایو نننۍ زمانه دکمپیوټرایز او ټایپېنګ زمانه ده ، دلوړ تحصیل او استعداد زمانه ده ، هغه کار چې پخوا به په یوه هفته ، میاشت او کال کې نه کیده خو اوس دتکنالوجۍ له برکته په شیبه ، دقیقه او ساعت کې خلاصیږي ، ډېری ځوانان اوس هم له پوهنتون او ماسټرې نه هسې فارغ ګرځي خو دکار په زمینه یې ګوند بازانو او کم سواده مامورینو خیټه اچولې ده ، پخپله هم دکار نه دي او بل ته هم موقع نه ورکوي ، کیدای شي چې ځینې ایمانداره مامورین هم په ادارو کې کار کوي ؛ خو له نوي تخنیک او تېز کار سره ندي بلد او ډېر ژر انرژي له لاسه ورکوي ، په دې کې اخلاق او ایمانداري رول نه لري . داسماعیل یون په قول : مونږهر وخت داغلطي کوو چې والله پلانی ډېر ښه سړی دی او غیرتي دی ، بس په دې سر یې رانه وخوړه ، مګر دا نه وایو چې کار هم کولی شي او که یوازې ښه سړی دی . زاړه مامورین اوس هم په هغه سټایل او له رسمیاتو یو ساعت وروسته ادارې ته راځي ، داځکه کله چې له کوره دندې ته راځي همدغه یو ساعت خو له زړو ښځو سره په لاره کې په ګپ شپ تیروي ، چې پلانی څنګه دی او پلانی څه کوي . ځینې مامورین په دې پوهیږي چې پلاني تر ما ښه فعال دی خو دخپلې دندې او ګټې دلاسه نه ورکولو پر اساس موقع نه ورکوي .

عربي شاعر المتنبني وایي :
نـابــــغــوو او عـظـیـمـو عـــالـمـانــو
تـل مـونــدلی دی ضـرر لـه نـاکسـانو
ورته خنډ جوړ کړی لاره کې دپوهې
د اوســط درجــې ذهـــن خـاونـدانــو

دشعر ژباړه : ډاکټر راج ولي شاه خټک
په درنښت