کور / هراړخیز / دپښتنو غښتلى ملي مشر افضل خان لالا

دپښتنو غښتلى ملي مشر افضل خان لالا

دپښتنو ملي مشر ارواښاد افضل خان لالا يو داسې ملي مشر انګيرل کېده چې دګردو پښتنو دملي يووالي غوښتونکى وه له ګردو پښتنو سره يې راشه درشه درلوده دملي دود له مخې دټولو پښتنو دستونزو دحل غوښتونکى وه پردې اند وه چې اوسنۍ او پخوانۍ ګردې جګړې پر پښتنو تپل شويدي پښتنو هيڅکله دنورو دښکيلولو هوډ نه دى کړى خو دا نور دي چې دپښتنو دښکيلولو هوډ لري او ځان ته يې پرپېروۍ هڅوي اورته ډول ډول دسيسي جوړوي او دا خبره يې تل کړى چې دپښتنو دله منځه وړلو لپاره پردوو جغرافيو کې ويشل شوي ،ګرد پښتون يو قوم دى که دا قوم ملي يووالي خپل کړو نو هيڅ ډول ځواک نشي کولاى چې دا قوم اييل کړى خداى بخښلي افضل خان لالا خپله دا خبره په سياسي ، کلتوري ، ټولنيزو غونډو کې راپورته کړيده دغونډو دبرخوالو دويناوو کتابونو يې هم پر خپل مالي لګښت خپاره کړى او نړۍ ته يې دپښتنو غږ پورته کړى ، وورستى کتاب يې دپښتنو پر خاوره پردۍ جګړه ده له دې سرليک څخه څرګنده ده چې دا جګړه دنورو دګټو لپاره ده او يوازې پښتانه په کې وژل کيږي او يا له پښتنو څخه په کې ګټه اخيستل کيږي نوموړى دپښتنو ترمنځه کرښې او ليکې نه منلې پر دولتي او سياسي کچه يې له افغانستان او پاکستان حکومتونو څخه غوښتنه کوله يې پښتانه بايد ويزه ونه لري او د دواړو هېوادونو تر منځه بايد خپلواکه او ازاده سوداګرى وکړي نوموړى د دپښتنو د لوى ملي مشر خان عبدالغفار خان له اندو نوڅخه کلک اغيزمن وو .پښتانه يې پوهې او زده کړې ته هڅول او پښتنو دحقو قو لپاره يې د زندان سختې شېبې پرځان منلي دي خو له بده مرغه په سياسي کچه يې چاغوره او هوډمنه مرسته نه کوله يوازى په خوله يې د نوموړي د ملاتړ غږ پورته کاوه اوبس .