کور / هراړخیز / د اقتصادی همکاریو او پرمختیا سازمان پیژندنه

د اقتصادی همکاریو او پرمختیا سازمان پیژندنه

(organization  for economic co –operation and development –OECD)
ژباړه روح الله وسیم وردګ

Rohullah Wasim Wardag روح الله وسيم وردګدغه سازمان د اروپا دمالی همکاریو د سازمان (oeec)اوسنی شکل دی کوم چی په ۱۹۴۷ ز کال د امریکا او کاناډا د مارشال پلان دپرمخ بیولو لپاره تاسیس شوی ؤ په ۱۹۶۱ ز کال د اقتصادی همکاریو اوپرمختیا لپاره سازمان OECD نوی تاسیس شو او د oeec ځای یی ونیو ددغه سازمان سکرټریت په پاریس کی دی واردواره دا یو ارپایی سازمان و خو وروسته په هغه امریکا ،کاناډا ، جابان ، اسټرلیا ، نیوزلینډ او ځينی نور هیوادونه هم ورګډ شول چی په دی ډول یو نړیوال سازمان شو د ختیزي اروپا څلور پخوانی سوسیالیستی هیوادونه هنګری ،پولینډ ، چک ، سلواک هم په دغه تنظیم کی د یوې ځانګړی پالیسی له مخی شامل کړ شول له اسلامی هیوادونو څخه یوازی ترکیه ددغه سازمان غړیتوب لری اوس ددغه سازمان د ټولو غړو شمیر دیرشو هیوادونوته رسیدلی دی  
داقتصادی همکاریو او پرمختیا سازمان د (شتمنودانجمن ) (richmans club) سره ورته دی ځکه نړۍ دشتمنۍ له دریو برخو څخه دوې برخی ددغو هیوادونو سره دی دغه سازمان د نړیوال بانک او ای ایم ایف د پالیسیو سره موافق دی که څه هم د دغه سازمان د کار طریقه د هغوڅخه بیخی بیله ده ددغه سازمان غړی هیوادونه لومړی د څيړنی د اقتصاد څانګه وړاندی کوی غړو هیوادونو ته ویل کیږی چی دوی تر ډيره  بریده خپله یو له بله تجارت وکړی دغه سازمان د غړو هیوادونو د اداینو پر توازن  د شتو پر نړیوال نظام صنعت  کرنی  انرژۍ  د کار پر بازار او نړیوالو مالی پالیسیو باندی څارنه کوی په دی توګه دغه سازمان پر نړۍ باندی د تجارتی ولکې د ټینګولو(globalization) لپاره دنړۍ د تجارت دسازمان (wto) سره په همکاری او په یوه خوله فعالیت کوی په دی لړ کی د (oecd)په چوکاټ کی د قانونی بندیزونو ژمنلیکونه (legally binding  agreements) تشکیلیږی کوم چی موخه یی د پانګې او خدمتونو (capital  and  services  services) په ازاده توګه لیږدونه ده
دنړۍ د تجارت په سازمان (wto) سربیره (oecd) هم د اتو سترو صنعتی هیوادونو (g-8) سره ګډون کوی د ۲۰۰۳ ز کال په می کی د (g-8) د مالیی چارو وزیرانو د (oecd) د ډیرو تجارتی نظریو ملاتړ وکړ هرکله چی  داتو سترو صنعتی هیوادونو له لوری کومه اعلامیه صادره شی (oecd) پر هغې باندی د رایی توافق څرګندوی