کور / هراړخیز / د جرګې اصطلاحي معني تر دي هم پراخه ده

د جرګې اصطلاحي معني تر دي هم پراخه ده

دجرګی اصطلاحي تعريف.

د جرګي اصطلاحی تعريف ښاغلی حبیب الله رفيع په خپل کتاب لويه جرګه کې داسي تعريف کړي دی.

(د جرګې اصطلاحي معني تر دي هم پراخه ده او د افغانانو هغي تاريخي عنعنوي موسسي او غونډي ته وايي چې د اوږدو زمانو په بهیر کښي يي زموږ د اولس ټولي ټولنيزي قومي او ملي سیاسی، اجمتاعي، اقتصادي، کلتوري او حتي مذهبي شخړي. ستونزي،ناندري، تاوتریخوالي او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دي برخه کښې يې غوڅي پريکړي او فيصلي کړي او کوټلي تصميمونه يي نيولي دي.)

مرکه تر جرګې وړه حلقه ده چې د کلي کور دواړه موضوعات او شخړي حل کوي او جرګه د لويو او مهمو مسایلو د حل لپاره جوړيږي، کله چې جرګي ته وړاندي کیدونکې موضوع د  اهميت او کيفیت له مخي لويه او پراخه  وي له جرګې سره هم د لویه کلمه زیاتيږي او لويه جرګه يې بولي، زمونږ په تا ريخ کښې د لويو جرګو شمير زیات دی او په سلهاو جرګې سته چې مهمي تارخي پريکړې يې کړي او تاريخي ارزښت يي خوندي سوي دی.

دجرګې همدا اهمیت او ټولنيز ارزښت دی چې افغاني حکومتونو (خصوصاً تر خپلواکۍ وروسته) لويه جرګه د ملت د ارادي په توګه په رسمیت ومنله او د راغوښتولو ټاکلي وختونه يي ورته وټاکل.

مذهبي مشران هم د جرګي په کار او پريکړو کې ونډه لري. که څه هم جرګه کوم کښلي قانون نه لري خويوه داسي مهمه دوديزه موسسه ده چې د قبیلوي ژوند په سمون اود سترو لانجو په هوارولو کې  قاطع رول لوبوي. جرګه نه يوازي د شخړي يوي غاړي ته د اوښتي زیان کچه ټاکې بلکې بله غاړه هم په پریکولو مسوله بولي.

ياپه بل وينا جرګه يا شورا د دوه يا څوکسو له غونډي څخه عبارت ده چې له شخصي معاملو څخه نيولي بيا ترقبيلوي خونړيو پيښو پوري په اړوند کشالو خبري اتري او پريکړي کوې. د جرګي اندازه د موضوع یا مسلي په اهميت پوري اړه لري. دجرګي ګډون کوونکو واک او صلاحيت د ټولنیز او مذهبي مقام له مخي اوپه اټکلي ډول د اړوندو خواو په مسايلو پوري اړه لري.

ډاکټر اکبر،اسو احمد جرګه په لاندي ډول تشريح کوي:

جرګه د مشرانو هغه شورا او غونډه ده چې راغوښتل کيږي او پر يوه مشخصه موضوع غورکوي او ددوو خواوو ترمنځ د شخړو دحل په اړوند پريکړه کوی. په يوه داسي ټولنه کې چې ليکلي او رسمي قانون نه وي. ددی غونډی اهمیت په دي کې دی چې په ټولنه کې نظم رامنځته کوي، او په انارشي کې يي له ډوبیدو څخه ژغوري. جرګه دخپلو پريکړو له لاري ژوند ته نظم ورکوي. او ان له جومات څخه نيولي بیا تر لویو برخو پوري او ان تر لويو مسايلوپوري ان د نورو قبايلو سره د بهرنیو اړیکو او حکومت ته د قومونو دپریکړو تر انتقال پوري عمل کوي. د جرګي د پريکړو بنسټ له اسلامي قوانينواو پښتني دود څخه مرکب دی.)

کله چی جرګي کومي مسلي په اړه خپله پريکړه واوروله بیانو څوک نسي کولاي چې دجرګي دپريکړي څخه سرغړونه وکړي که احياناً څوک د جرګي د پریکړي څخه سرغړونه وکړي ښاغلي هوتک يي په اړه داسي ليکې:

(دجرګي د پریکړو څخه سرغړونه کيدای سي چې په نتيجه کې د ناغي او جريمي اويا ان د کور د سوزولو سبب سي.)

د  جرګي  د غړو لپاره کوم خاص قانون شتون نه لري کیداي سی داشمیر ډير زیات وي اویا هم کیدای سي دا شمیر زیات وي خو په نوموړي وختونو کې  و مسلي ته کتل کیږي چې څومره ارزښت لري او دی ته په کتو سره استازي را غوښتل کېږي، خو ښاغلي هوتک يي په اړه ليکې:

(د جرګي د غړو شمیر ټاکلي حد نه لري. اندازه يي کیداي سي له پنځوسوپوري وي. اود جرګي د غړو شمیر دمسلی په اهميت پوری اړه لري.)

په دي اړه ډيري پوهان په دي اند دی چې جرګه د پښتنو يوازني دود دی خو ښاغلي هوتک يي په اړه ليکې:

(ځني پوهان په دي باور دی چې جرګه يواځي د پښتنو قبايلو دود دی. او زیاتره څیړني چې د جرګو په اړوند سویدی د پښتني ټولني په مقياس تر سره سوی دي.) 

خوافغان پوه شاه علي اکبر شهرستاني وايي چې  په مغلو کې هم جرګه رواج وه. نوموړي زیاتوي چې کله به مغلو کوم مشر ټاکه نو دهغوي مشران به په قراقرم کې سره را ټولیدل او بیابه يي جرګه کوله او له دی لاري به يي خپل خان ټاکه.

په هرصورت کیدای سي چې ددغي ابتدايي ديموکراسي دود په ډيرو نورو اولسونو کې هم وي او دوام يي کړي وی.

په اوسني وخت کې د جرګي غړي په پښتنوکې د وکیلانو په نامه ياديږي داچې په پخوا وختو دا غړي په څه نامه ياديدل ښاغلي هوتک داسي ليکې:

(په پښتنو کې دجرګي غړي د جرګه ييزاو جرګه مار په نوم یادیږي. دجرګي غړی باید مشر او د درناوي وړوی.کیدای سي ځوان وي او خانی، ملکې ورته له پلاره په میراث پاتي وی.)او هم کیدای سي چي خاني ورته د پلار څخه په ميراث نه وي پاته او د وړتیا له مخي خان سوی وي.

خو يو بل پوه بیا وايي چې په قبایلو ټولنه کې جرګه د سولي لپاره ډيره مهمه دی.

شیرزمان طايبزي ليکې (( په قبايلي ټولنه کې د جرګي سیستم د سولي او امنيت لپاره ډيره مهمه او اغیزمنه وسیله ده کله چې په قبيله کې اوياد قبيلو ترمنځ شخړه پيښه سي نو جرګه را غواړي. جرګه مسله څيړي او پريکړه کوي دغه پریکړه د تفاهم او ياد زور د لاري عملي کيږي. د قبیلي د جرګي دپريکړو عملي کول د قبیلي له خوا ملاتړ کيږي

ارواښاد محمد ابراهيم عطايي ليکې:

قومي غونډه چی د پريکړي صلاحيت ولري حکم يي د منلو وړ وي.

په عام ډول د جرګي اطلاق پرهره هغه غونډه کېږی چې د قومي لانجو د حل لپاره جوړيږي. البته په دی برخه کې دجرګي او مرکې مفهوم یودی. خو په خاص ډول جرګه هغه لويه غونډه ده چې په هغه کې د خيلونو مشران را ټوليږي او د لويو قومي مسايلو په باب پریکړي کوي.دمرکی او جرګي ترمنځ هم توپیر سته .

(د مرکی سره د جرګي توپير دادي چې مرکه د وړو(کوچنيو) شخړو د هواري لپاره جوړيږي خوجرګه د لويو مسايلو د حل لپاره جوړيږي. په جرګه کې دبیلو بيلو قبیلو مشران ګډون کوي.په مرکه کې د یوه قوم (خیل ) دبیلو بیلو څانګو(خيلونو) ياپښو مشران راټوليږي. دجرګي پر پريکړو تیري ډيره سخته سزا لری او ان په لومړي سرکې يي کور سوزول کيږی.)

په جرګه کې ملايان (مذهبي مشران ) ګډون کوي. اودخير دعا کوي. اویا داچی د جرګي د پيل لپاره دقرانکريم تلاوت کوي او بیا ځني ځي. هغه خلک چې د جرګي په قوانينو پوه وي هم ګډون کوي. 

جرګه په خاصو ځایونو کې باالعموم په مشهورو زیارتونوکې جوړيږي. جرګه په ښکاره جوړيږي اودجرګي پرجرګوالو سربیره نور عام خلک هم په یوه داسی واټن کښينی چې د جرګي خبري واوري.

خو په جلال اباد کي بیا جرګه په ډاګ جوړيږی.

جرګه يا دقبيلو ترمنځ د دښمني په صورت کې د روغي جوړي لپاره جوړيږي، يا د یوه مهم کار لپاره دخيلونو د اتحاد اوتصمیم په نيت جوړيږي.

داچې په پښتنوکې کومي جرګي ډير ارزښت لري ښاغلي هوتک يي په اړه ليکې:

(د پښتنو د قبیلوي اتحاد د  جوړښت په پړاو کې دوه لويي جرګي ډير زیات نوم او شهرت لري. چې يوه يي دایراني لاسبري د پای ته رسولو لپاره د مانجي جرګه وه چې په هغه کې يولوي شمیر پښتنو او بلوڅو خيلونو اومشرانو ګډون کړي وو او میرویس نیکه يی د ګرګين پرضد کودتاه ته مامورکړ.

بله د شیرسرخ د مزار جرګه وه چې په هغه کې احمدشاه بابا د مشر په توګه غوره سو او په جرګه کې د پښتنو دخیلونو لوي شمیر مشرانو ګډون کړي وو.)

د ټبر تعریف 

(دخیلونو يوي ټاکلي مجموعي ته چې نسبي رابطه سره تړلي وي ټبر وايي. اوپه هغو لويوجرګو کې چې د لويو پریکړو لپاره جوړی سوی دی د ټبرونو استازی ورتلل.)

دجر ګي غړي د سپين ږيرو په نامه یاديږی او مشر هم ورته وايی. 

داچې په جرګه کښی د پریکړي پروخت په څه باندي قسم کوي ښاغلي هوتک په دي اړه داسی ليکې:

(په جرګه  کې دپريکړي د کولو پروخت په مالګه، توره او قران کریم قسم کوی.

دا مراسم داسي اجرا کيږي چې ټول پردغو دروشیانو لاس ايږدی او پريکړي ته د وفاداري کلمات له خولي باسي.)

دجرګي مفهوم:

د جرګې حکم هرڅوک مني او مخالفت تري نه کوي.څوک چې دجرګي مخالفت وکړي، دهغه ته د قام له خوا څخه سزا ورکول کيږي. دغي سزا ته ناغه وايي. جرګه د پښتونولۍ يولوي اساس دی. لکه چې خوشحال خان خټک وايي:

بې جرګې نه به هيڅ کار په لاس وانخلي

چې خبروي دجرګې په برکت

دا چې لويه جرګه يو توصیفي پښتو کلمه ده ښاغلي هوتک يي په اړه داسي ليکې:

(خو لويه جرګه هغوقاموسو نه ده راوړي،چې تر اماني عصر وړاندي تدوين سوي دي. تردغه عصروروسته ليکل سوو قاموسو راوړي ده. پښتو سيند يي په مجلس بزرګ فوق العاده، بجای کلمه کنفرانس که اصطلاح فرنګ است نیز استعمال میکردد… معنا کوي. ظفرالغات د مرکزي پارلمنټ، تمام ملک کې منتخب نمايندو پر مشتمل مجلس معنا ورته کښلي ده.

جرګه های بزرګ ملي افغانستان ليکوال ښاغلي محمد علم فيض زاد لويه جرګه ((د لوي جرګه )) په بڼه ثبت کړې او په دي برخه کې يي عجيبه شانته فتوا صادره کړي ده. دی ليکې : کلمه لوي د رپشتو به معني بزرګ است. درمتون پشتوچون کلمه جرګه که بعد از لوي مي ايد مونث مي باشد لذا لويه جرګه تحرير ميشود.چون درتحرير دري مونث لوي جرګه تحریر ګرديد. خو ستره محکمه يي بیاد خپلي فتوا برخلاف د خپل کتاب په دری متن کې ستر محکمه نه ده ليکلي د اماني عصر دلويوجرګو په فرمان او اسنادو کې چې په فارسي (دري) ليکل سوي دي، هم لويه جرګه بلل سوي ده نه لوی جرګه.

لويه جرګه يو مرکب توصيفي پښتو نوم دی اود پښتو ژبي د صفت او موصوف له قانون سره سم تړل سوی دی، ځکه نو باید په پارسي (دري) ليکنو کې په هم دي بڼه ولیکل سي.)

۱ـ ۲د جرګي را بلونکې

د لويې جرګې د جوړیدو اړتیا له بیلابيلو عواملو څخه رازیږيدلې کله بهرنی يرغل او تیری، کله کورنۍ شخړې او جنګونه، کله د قدرت تشه او کله د قانون جوړولو اود نړیوالو او ملي پيښو په وړاندې د تصميم نيولو له مخي لويه جرګه را غوښتل کيږي.

د لويې جرګې په راغوښتلو کښې ملي تصميم او اراده اساسي بلندويه ده خو کله چې د بهرني برید په ترڅ کښي د هيواد اداره او واکمني له منځه ځي او دتصميم مرکز ورانيږي نو بیا مجاهدین او ملي مبارزين له کلیو څخه را ولاړيږي، د تصمیم يو عاجل مرکز جوړوي او بیا ددې مرکزپه وسيله جرګه  راغواړي  او دهغې د تصمیمونو په رڼا کې پرمخ بيايي؛ د نړیوالو پيښو په وړاندې د تصميم نيونې ياد خلکو د ژوندانه يا دخلکو د ژوندانه د ښه کولو په غرض دقانون او نظام جوړونې لپاره جوړيدونکې جرګې واکمن حکومت را غواړي او زمينه ورته برابروي. مطلب څنګه چې د حالاتو غوښتنه وي له هغې سره سم د لويې جرګې بولندويه مرجع جوړيږي او بیا لويه جرګه را غواړي.

۱ ـ ۳دجرګې ګډون کوونکې

 

په جرګه کښې ګډون کوونکې افراد معمولاً د قومونو او خيلونو مشران وي چې ګډون يې له انفراديت سره سره د جمعيت معنی لري يعني دوی ظاهراً يو فردوي خو باالقوه يو قوم، يو خيل او يو ټولګی وي چې په جرګه کښې د ټولو استازيتوب کوي؛ ژبه او ژمنه يې د خپلو ورسره تړلو پرګنو ژبه  او ژمنه وي او دهغوی په بشپړ ملاتړ ترسره کیږي، دوی د اولسونو ګوډې ماتې په پوره تد بیر جوړولای سي، د دوی ترمنځ شخړي او ټولنيزي ستونزي له منځه وړلای سي.

د جرګو يوبل روحاني توکی چې جرګې د قراني مبارکو ايتونو په تلاوت پرانيزي او په پريکړو يې دعاګانې کوي او له لوي خداي (ج) نه يې بری غواړي ملايان يعني مذهبي لارښوونکې دي چې په اولسي اصطلاح يي سپين پټکیان بولي.

د جرګو يو بل مهم رکن بیا نرخيان او هغه کسان دي چې د جرګې او له هغې سره اړوند ټول اولسي تعاملات ورته معلوم وي اود پريکړو لپاره د پریکړې قانوني او حقوقي اړخ روښانوي او په دي برخه کښې د تيرو پریکړو او په اولس کښې د معمولو نرخونو شکل او بڼه مجلس ته وړاندې کوي او بیا پريکړه پري کېږي.

کله چې جرګو ته دولتي ملاتړ ترلاسه سو، د جرګو په ترکیب کښي پر قومي مشرانو سربیره، د دولت لوړ رتبه مامورین اود نورو دولتي ارګانونو  پوه کسان او هم هغه انفرادي کسان چې علمي او ټولنيزمقامونه يې درلودل د دولت لخوا په لويو جرګو کښي په انتصابی توګه راتلل نو له دی کبله په ځيني هغو جرګو کښې چې د دولت تر سرپرستۍ لاندې را غوښتل سوې وې د لويو جرګو د غړو شمیره ډيره لوړه وه.

مثلاً د امان الله خان په لومړۍ جرګه کښې ۸۷۲ تنه، په دوهمه جرګه کښې ۱۰۵۰ تنه، پّ دريمه جرګه کښې ۱۱۰۰تنه، د نادرخان په جرګه ۳۰۱ تنه، د ظاهرشاه په لومړۍ جرګه کښۍ ۱۰۰۰تنه، په دوهمه جرګه ۳۷۱ تنه، په دریمه جرګه کښي ۴۵۲ تنه، اود داودخان د جمهوريت په لويه جرګه کښۍ ۳۵۲ تنه وو.

کله چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانو کښې لويې جرګې يو ځانګړی څپرکی پيداکړ، په دی قانون کښې له بده مرغه په لويه جرګه کښې د اولس د فوق العاده نماينده ګۍ او په پراخه پيمانه ګډون مخه ونیوله سوه او په قانون کښې ولیکل سول چې لويه جرګه د مشرانو جرګې ، اولسي جرګې او د ولايتي جرګې د وکیلانو څخه جوړيږي او په دې توګه د اولس هغه پراخه برخه اخستنه چې حتي ځينې جرګو ته يې د يوې ولسوالۍ څخه دري تنه وکيلان راليږلی سول له منځه ولاړل.

 

نور بيا