لیکوال: ظاهرپښتون


ځانته مسلمانه او افغانه وایم
زموږ د ګران هېواد نوم افغانستان دی
خو په هېواد کې دسیاسي دوکاندارانو دشخصي ګټو او دپردي جنګ له امله موږ کډوال یو
خو څو پوښتني مې په زهین کې راسره ستهafghan child
چې زه ځانته مسلمانه او افغانه وایم خو تر اوسه نه مسلمان او نه افغان پیدا سوو چې زموږ وستونزو ته دحل لاره پیدا کړي ؟
دیو مسلمان یا دیو افغان لور چې دکوم هوسا ژوند حق لري دا حق زه هم نه لرم؟
ستاسي لوڼي چې د زده کړي حق لري او تاسي یې د زده کړو لپاره کوښښ کوئ ولي زده کړه پر ما نه ده فرض؟
څوک چې دبشریت او څوک دافغانیت په نامه تجارت کوي او تر دي نومونو لاندي خپل شخصي هدف مخته وړي دغو ټیکه دارانو ته دومره وایم زما عمر اته کلن دی زه دخپل معیوب پلارجان سره د خښتو په وهلو بټۍ کې کار کوم دا کار پر ما ډیر دروند دی ایا زه بشر نه یم که لور دافغان نه یم ؟
تاسي دکوم بشر او کوم افغان لپاره کارکوئ؟
که خبره دکډوالۍ وي موږ چې را کډوال یو دا زموږ خپل دلاسه که دسیاسي دوکاندارانو او ستاسو دلاسه؟
دبل یاپردي څخه خو موږ ګیله نه کوو 
ګیله دخپلو کیږي
ما خپل افغانیت ژړوي
دخپلو دلالانو ظلمت مي ژړوي
خو زه دیو مسلمان لور یم 
بل دیو افغان لور یم
احمدشاه بابا چې پر کندهار دیوال راګرځوی
خو نومیالۍ زرغوني انا څه ورته وویل ؟
تاسو هم ځانتو ته داحمدشاه او میرویس خان اولادونه وایاست یا احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه به ستاسو په اعمالو او کړنو نه شرمیږي چې زموږ په اولاد کې دومره غله او بي ضمیره نن زموږ په نسل کې له کومه پیدا سوه چې خپل د ورور،مور،پلار او خور پر سرو دبل او خپل شخصي ګټو لپاره لوبې کوي؟