کور / علمي / په رسمي مجلسونوکي د ګډون کولو اصول 

په رسمي مجلسونوکي د ګډون کولو اصول 

لیکوال: جان محمد مهربان

عضي مجلسونه هسي د وخت او اېنرژۍ ضايع وي، سبب ئي يا خو د مجلس نامنظم ترتيب او بندوبست وي او يا د برخه والو نيمګړې امادګي او غيرفعاله برخه اخيستنه وي. زموږ په ټولنه کي مشکل تر ډېره د غوڼدي په منجمينټ کي نه، بلکي د ګډون کوونکو په موثره برخه اخيستنه کي دئ. نو ددې له پاره چي په مجلس کي فعاله برخه واخستله سي، بايد ځان وپوهوو چي تر مجلس دمخه، د مجلس په دوران کي او تر مجلس وروسته څه وکړل سي. 
تر مجلس دمخه : 
هدف:
هرمجلس چي یوه اداره ئې دايروي او تاسي وربلل کېږئ باید یو واضح هدف ولري او د «ولي« سوال ته جواب ووايي. مخکي تر دې چي مجلس ته ورسئ له ځان سره فکر وکړئ چي په هدف ئې پوهيدلي یاست، ستاسي له پروژې یا فعالیت سره ارتباط لري او که داسي يو مجلس ته ور روان یاست چي هسي حضورپکښي وښيایاست. کله کله منېجران داسي مجلسونو ته ورځي چي تر ختمېدو وروسته صرف د وخت او اېنرژۍ د ضایع کېدو احساس کوي. دا مشکل ځکه رامنځ ته کیږي چي دوی دمجلس په هدف ځانونه نه اګا کوي. ددې مشکل دحل له پاره، له هغې ادارې څخه د مجلس اجنډا در وغواړئ چی تاسي مجلس ته ور دعوتوي او بیا دحالاتو سره سمه پرېکړه وکړئ چي باید څه وسي!
وخت: په مجلس کي تر ګډون دمخه دوهم اصول وخت دئ. وخت په دې معنی چي تاسي به په څونده وخت کي ومجلس ته ورسېږئ، څو ساعته یا حتی ورځي به پکښي مصرف کړئ او بیرته به په څونده وخت کي تر خپل دفتره و رسیږئ. دمجلسونو دوخت په اړه داسي خاص اصول نه سته خو د منېجمینټ علم وايي چي څونده مجلس لنډ وي، هغونده مؤثر تمامیږي. اکثره وخت دمجلسونو اهداف واضح، ګډون پکښي مهم وي خو منېجر باید فکر وکړي چي ایا تر دغه مجلس نور مهم کارونه هم په پلان کي لري؟ که جواب هو وي، نو بیا دي و مجلس ته خپل داسي یو استازی واستوي چي هغه هلته د خپلي کمپنۍ/دفتر سم استازیتوب وکړای سي، دګډون والو سره معلومات شریک کړي، دهغو سوالونو ته جواب ووايي او دمجلس بحث تحلیل کړای سي.
اجنډا: هغه اداره چي و مجلس ته مو وربولي، اجنډا هم باید درواستوي. که ئې نه وي درلېږلې نو دغوښتني حق ورباندي لرئ. کله چي اجنډا در ورسېدله، په غور ئې ولولئ. فکروکړئ چي په غونډه کي به پر کومو مسايلو باندي ږغېږئ او دڅه له پاره؟ کله کله منېجر په یوازي سر پر هره مسئله باندي نه سې ږغېدای او نه هم امکان لري. نو کوښښ وکړئ چي خپل د دفتر یو بل مربوط  کارمند درسره ملګری کړئ، خو کُربه دفتر ته ئې جزیات ور واستوئ. 
چمتووالی: مخکي تر دې چي مجلس ته ولاړ سئ، په هغه ورځ دمجلس سره سم مناسب لباس واغوندئ. کله چي له دفتره  وزئ، له جیبونو څخه مو غیر ضروري شیان وباسئ. قلم، کتابچه،دجېب دستمال، توش پېپر درسره واخلئ، بیا مجلس ته  ور روان سئ. مسلکي کسان چي اکثره وخت مجلسونو ته ځي، دکُربه دفتر دامنیتي کسانو له خوا په لاس او ماشین سره تلاښي کیږي نو باید داسي کمربند ئې بسته کړي وي چي دسکن پر مهال دمشکل سر مخامخ نه سي ځکه چي ځیني کمربندونه له اوسپني جوړ وي او دسکن پر مهال دخطر زنګونه ورکوي. کله چي مجلس ته ورسېدلاست نو بیا لاندي اصول په نظر کي ونیسئ:
دمجلس په جریان کي: دمجلس په جریان کي هم باید لاندي اصول عملي سي. که عملي نه سي، یا خو مشکل درته جوړوي یا خو حد اقل دخلګو په نظر بې نزاکته معرفي کېږئ! 
دځان معرفت: دمجلسونو په پيل کي معمولاً برخه اخيستونکي ځانونه معرفي کوي. تاسي هم دمجلس چاپیریال او فضا ته پام ولرئ بیا ځان ور معرفي کړئ. کوښښ مه کوئ چي ځان تر نورو پوه، مهم او مجرب وښیایاست. دا هم مه وایاست چي ما خو نو ټول ګډون وال پېژني نو به ځان نه معرفي کوم. ستاسي معرفت پر ټولو برخه والو تاثیر کوي نو په سمه طریقه ځانونه معرفي کړئ. دتعرف پر مهال دنورو ګډون کوونکو معرفت ته متوجه اوسئ ځکه چي ستاسي مسلکي توب له دې ځایه ارزول کیږي. 
تمرکز:دلته نو مجلس پیل سو چي دهر ډول شخصیت، ذهینت او جنیست خلګو ګډون پکښي کړی دئ. تاسي داجنډا سره سم، دخلګو خبرو ته غوږ ونیسئ، مهمي خبري یاداښت کړئ ولي چي په دفتر کې راپور درڅخه غوښتل کیږي. په مجلسونو کي عموماً بحث رامنځ ته کیږي، که ستاسي دکمپنۍ/مؤسسې په اړه څوک انتقاد یا سوال ولري، په ارامه سره ئې واورئ او کوښښ وکړئ چي منطقي جواب ورکړئ. که ئې جواب درسره نه وو، واضح ورته ووایاست چي تاسي به ددوی انتقاد یا سوال د خپلي کمپنۍ لوړ رتبه رئیسانو سره شریک کړئ. په مجلسونو کي ښځي هم ګډون کوي. دواړه جنسونو باید کوښښ وکړي چي ډېر او بې ضرورته یو اوبل ته ونه ګوري، که ئې امکان نه درلودئ بیا مخامخ یو و بل ته مه سره کښېنئ. ښځينه ګډون کوونکو باید مخکي لا مناسب کالي اغوستي وي چي دمجلس داخلالېدو سبب نه سي.
دچایو او ډوډۍ وقفه: په ځینو اوږدو مجلسونو کي دچایو وقفه حتمي ده. په یوه مشخص ځای کي دچایو اوشیدو سره، کیک و کلچې هم وي. په نوبت ورته ودرېږدئ، او کوښښ مه کوئ چي غاب مو په کلچو او کیکو ډک کړئ. همداسي د ډوډۍ پر مهال غاب مو په هرډول خواړو مه پړسوئ. دغو خبرو ته مو باید هغه مهال توجه یو په دوه وي چي مجلس له افغانستان څخه دباندي جوړ سوی وي. په ځینو کلتورونو کي په غاب کي خواړه پرېښودل دهغه ځای پر محلي خلګو بد تاثیر کوي. دخورک پر مهال خپل صحت او پرهېز هم مه هیروئ، ځیني خلګ دونده خوراک وکړي چي په هغه ګړی ناجوړه سي. 
تشناب ته تګ: دمجلسونو په دوران کي تشناب ته دتللو ضرورت هرومرو پېښيږي. کله چي تشناب ته ځئ، کوښښ وکړئ چي نظافت مراعت کړئ ځکه چي ستاسي څخه وروسته بل کس هم ورځي او کله چي وویني چي په تشناب کي نظافت نه دئ مراعت سوی، تاسي دهغه کس په نظر بې نزاکته او شخصیت مو ټیټ ورته معرفي کیږي. په ځینو دفترونو کي  دحاجت رفع کولو دپاره جلا او د اوداسه دپاره جلا تشناب وي، نو پوښتنه وکړئ. کوښښ وکړئ چي په تشناب کي ډېر وخت تیر نه کړئ ځکه چي شاید نور خلګ په نوبت درته ولاړ وي! 
دمجلس پای: کله چي مجلس خلاصېدئ، خپل تلیفون، کتابچه او هر څه مو وګورئ هسي نه چي یو شی درڅخه پاته سوی او بیا پسي ور روان یاست. دکوم ګډون کوونکي کاروباري کارټ که درته مهم وي، هم درسره واخلئ، په دې اړه دښځینه ګډون کوونکو څخه په رسمي او ډيپلوماټیکه ژبه په داسي وخت کي غوښتنه وکړئ چي نور کسان هم ولاړ وي هسي نه چي بد ګوماني درباندي وسي. وروسته دکُربه دفتر له استازي سره خدای په اماني وکړئ او بیا دخپل دفتر پر لور روان سئ.

په رسمي مجلسونوکي د ګډون کولو اصول

تر مجلس وروسته:  کله چي  خپل دفتر ته راورسېدلاست نو لاندي اصول باید مراعت کړئ ځکه چي دمجلسونو پای داړیکو دپيل په معنی دئ:
یادښتونو مو منظم او و يې لیکئ: چينایان یو متل لري چي وايي تر هري قوي  حافظې، یو پېکه لیک بهتر دئ!  کله چي دمجلس څخه راغلاست، خپل یادښتونه مو سره ترتیب او مهم مسایل ئې ولیکئ بیا ئې ددفتر له مربوطو شعبو سره شریک کړئ. تر بل مجلس پوري ئې تعقیب کړئ. که ئې خپله تعقیبولای نه سئ نو یو بل چا ته مسؤلیت وروسپارئ.  هغه کاروباري کارټونه چي په مجلس کي مو دځینو ګډون کوونکو څخه اخیستي، له جیب او کتابچې څخه را وباسئ او دکاروباري کارټونو به البم کي ئې وساتئ، کېدای سي چي په راتلوونکي کي مو په درد  وخوړل سي.