کور / هراړخیز / ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کوي. نوموړی به له دود سره سم نن سهار د واشینګټن په وخت اته نیمې بجې له خپلې کورنۍ او مرستیال ولسمشر سره کلیسا ته ولاړ او د دعا مراسم یې پر ځای کړل.

ټرمب په څو شیبو کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر بارک اوباما میشل اوباما سره چای وڅښي، مرستیال ولسمشر پینس او کورنۍ به یې هم ورسره مله وي.

په ځايي وخت لس نیمې بجې په ولسمشر ټرمپ، کورنې یې او مرستیال ولسمشر پینس او کورنۍ یې د کانګرس ودانۍ ( کپیټل هیل ) ته د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ولاړ شي.

غرمه مهال به ډونالډ ټرمپ او مرستیال یې پینس لوړه وکړي. ددوی کورنۍ ، د اوباما کورنۍ ، د کانګرس غړي او د قضایه قوي غړي به د لوړې په مراسمو کې برخه ولري.

یوه بجه به ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر پینس له خپلو میرمنو سره د کانګرس د پرانیستې کمیټې سره رسمي غرمنۍ وکړي.

په ځايي وخت دوه نیمې بجې به ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر پینس پوځي بریفینګ ته کیني.

درې بجي به ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر پینس له خپلو کورنیو سره د سپینې ماڼۍ څخه د باندې د پرانیسې مارش کې ګډون وکړي.

 

https://www.youtube.com/watch?v=8u7MaK83KJI

ژباړه: