کور / هراړخیز / ایا غواړئ چې پرمختللی افغانستان ولرو؟

ایا غواړئ چې پرمختللی افغانستان ولرو؟

محمدصادق رښتين نظري لراوبر ويبپاڼه

محمدصادق رښتين نظري لراوبر ويبپاڼه

لیکوونکی: محمدصادق ریښتین نظري

زمونږ دهرځوان هیله او ارمان دادی چې ، اباد سرلوړي ، پرمختللی او سوکاله هیواد ولري،اوپه هیواد کې يي دایمې سوله او امنیت راشي.
 نودا هرڅه زحمت غواړي ، خولې تویول غواړي ، مبارزه کول غواړي، تعصب له منځه وړل غواړي ، نوباید هرځوان له خپلې سیمې څخه دغه مبارزه پيل کړي ،اوددغه کارونو دترسره کولولپاره نه ستړی کیدونکی هلې ځلې وکړي،
 که مونږ نوروهیوادونو تاریخ مطالعه کړو نووبه وینو چې دنوروهیوادونو وګړو خپل وطن ته په مینه اوشوق کارکړی چې نن ېې دادی هیواد په یو پرمختللی هیواد بدل کړی، دهغو هیوادو وګړي هم زمونږ په شان انسانان دي، اوخاوره ېې همدا زمونږ دهیواد په څير خاوره ده، داهیوادونه له اوله داسې پرمختللی نه دی جوړ شوی ، بلکه وګړو ېې خپل هیواد دمور په څير ګڼلی اوپه مینه ، ایماندارۍ اوریښتینولۍ ېې خپلو هیوادونو ته کار کړی،

نوکه مونږ هم غواړو چې دپرمختللو هیوادو په څيرخپل هیواد پرمختللی اوسوکاله کړو نوهردهیوادهر وګړی، باید لاندې ټکی په خپل ځان پلي کړو.

» دنوروروڼواو قومونو په وړاندې تعصب او کینه له منځه یوسو.
» هرځوان باید خپل هیواد ته په ایماندارې او ریښتینولۍ کاروکړو .
» دنوروهیوادونو ته دکارکولو پرځای باید خپل هیواد ته په کمو پیسو کاروکړو.
» ځوانان پوهې اوزده کړې ته وهڅو ،
 » طبیعی زیرمې دخپل مال په څير وساتو اوپرې نه ږدو چې هرڅوک ېې په خپل سر او شخصي ګټو لپاره استعمال کړي.
» ټولګټې ځایونه باید دخپل کور په شان وګڼو .
» درشوت اوخیانت پرضد مبارزه پیل کړو ، او هرخاین اومفسدباید دخپلو اعمالو په سزا ورسوو.
» دځوانانو تر منځ هرډړل اختلافونه له منځه یوسو اوټولو ته دوروۍ فضا رامنځ ته کړو .
 » هڅه وکړو چې دنورو هیوادونو شوم اهداف او فرهنګی یرغل چې زمونږ دهیواد په وړاندې ېې پیل کړي، په ګډه او او اوږه په اږوه له منځه یو .

په درنښت 
 محمدصادق ریښتین نظري