کور / هراړخیز / لوی اختر

لوی اختر

احسان الله ارينزی

دا دی د کال ۱۳۹۶ هـ ش لوی یا د قرباني نیکمرغه اختر را روان دی. پخوا په افغانستان کې د امنیت په کلونو کې، اخترونه ډېر ښکلي وو او ټول خلک به ورته هوسېدل او راتګ ته به یې شیبې شمارلې.

که چیرته کال ۱۳۵۸ هـ ش په افغانستان کې د ناکراریو، ستونزو، کړاوونو، جګړو او ورانیو پیل وبولو، دا دی زموږ خلک داسې اته اویایم اختر ته سوړ هرکلی وایي چې د ګران هېواد له خاورې څخه اوس هم د چاودنو غږونه اورېدل کېږي، خلک سلاخي کېږي، هر لور د وینو او باروتو وږم پورته دی او هره ورځ ډېر تنکي او نازولي ماشومان، ښځې او نارینه د مرګ کومي ته ورځي او د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو او هېوادونو د ګټو قرباني ګرځي!

د اته اویا اخترونو په دې اوږده موده کې، زموږ ولس د خلکو دموکراتیکو ګوند د دواړو اړخونو خلق او پرچم ناتار ولید، د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د یرغل ناورین یې تجربه کړ او ورسره وجنګېدل. د مجاهدینو قساوت یې په یاد دی چې د واک، شتمنیو او مناصبو د ګټلو له پاره څنګه د پردیو په لمسون، په خپلو کې وجنګېدل او پاته افغانستان یې په کنډواله بدل کړ، طالبان یې په یاد دي چې د شلمې پېړۍ د لسمې لسیزې په وروستنیو کلونو یا د تکنالوژی د ګړندي پرمختګ په وخت کې یې په توره لونګی، تورو وریځو، کلاشنکوف او تورو اعمالو باور درلود او بیا د امریکایي ولسواکۍ شاهدان هم پاته شوي چې دا ده د جګړې په شپاړلسم کال کې (مور بم) غورځوی او وطن له بیساریو ورانیو، تباهیو، چاودنو، وژنو او کړاوونو سره مخامخ دی.

که څوک تېرو نه دېرش کلونو ته په ځیره وګوري او فکر وکړي چې اختر خو د ماشومانو، تنکیو زلمیانو، پیغلو او مشرانو د خوښی دیني ورځې دي؛ نو دا به وینی چې په دې اخترونو کې ډېرو افغان ماشومانو نوی جامې نه دي اغوستي، پیغلو په لاسونو نکریزې نه دي پورې کړي او ځوانانو د اټنونو له پاره څڼې نه دي غوړی کړي!

اوس چې موږ د هېواد د بدمرغه ورځو، اونیو او کلونو د اته اویایم اختر په درشل ولاړ یاستو، له بده مرغه چې په دې تیاره او وېرونکی فضا کې، د امید یوه کمکۍ رڼا هم نه ښکاري او داسې څه نه لیدل کېږي چې د خلکو په زړونو کې د هیلو او ارمانونو نوی څپه راپورته کړي.

د افغانستان خلک په داسې حال کې اختر ته تیاری نیسي چې د هېواد ډېر تش په نامه او خاین مشران، تنظیمي کړۍ، مافیا، زورواکي او د پردیو اجنټان د قرباني اختر په رښتیانی فلسفه سم نه پوهېږي، غواړي چې خلک په تشو ویناوو تیر باسي او دوی د پخوا په شان په ګټو، مزو او چړچو بوخت وی!

د لوی اختر اصلي فلسفه دا ده چې حضرت ابراهیم (ع) خپل زوی حضرت اسمعیل (ع) د الله (ج) د رضا له پاره قرباني ته چمتو کړ؛ خو نن زموږ یو شمېر مشران یا هغه کسان چې د وسلو، پیسو او پردیو استخباراتو په زور او توطیو په دې وطن تپل شوي، یا په بله مانا د ډېرو سپېڅلو نومونو او مفاهیمو درواغجن مدعیان، هر څه د ځان له پاره غواړي!

د خلک خواږه اولادونو له لوږی مري؛ خو درواغجن مدعیان د ډالرو ملیاردران او میلونران جوړشوی!

خلک د سر سیوري نه لري؛ خو درواغجن مدعیان په کابل، دوبی، ترکیه، لندن او د نړۍ په نورو سیمو کې داسې بنګلې او مانۍ لري چې په ملیونونو ډالر ارځي!

خلک د وچې ډوډۍ د اخستلو پیسې نه لري؛ خو د اماراتو بانکونه د همدې غلو په پیسو پړسېدلي!

د خلک زامن هره ورځ قرباني ورکوي؛ خو د درواغجنو مدعیانو لوڼې او زامن په کانادا او امریکا او برتانیا او اماراتو کې په مزو او چړچو بوخت دي!

لنډه دا چې همدې د ګوتو په شمار فاسدینو، غاصبینو، غلو او مافیایي کړیو، د پردیو استخباراتو په مرسته زموږ ګران هېواد یرغمل نیولی او د خلکو په خولو کې یې د شاتو مزه په زهرو بدله کړې او اخترونه یې ورته په ماتمونو بدل کړي!

په دې ورځو کې د کابل د خیرخانې مینې د امام زمان د جومات، په هلمند کې د ځانمرګي برید او د هېواد په لسګونو نورو سیمو کې د خلکو قرباني او د سرتېرو مرګ ژوبله د هغې جګړې له امله ده چې یو څو غلو د خپلو تنظیمي، سمتي، شخصي او سلیقوي ګټو له پاره توده ساتلي او د همدې جګړې په برکت ملیاردران شوي…

خو همدا سړیخواره او کاذب مدعیان دی ډاډه اوسي چې د خلکو زور د خدای زور دی. یوه ورځ به د حساب او کتاب میز ته ولاړ وی او اخترونو به بیا هغه خپله پخوانی او اصلی مانا او ښکلا موندلی وی!