کور / هراړخیز / د مسلمان ډاکټر صفتونه

د مسلمان ډاکټر صفتونه

 

۱– غوره اسلامي اخلاق او په زړه پورې مزاج ولري.

۲ – نرم زړه، حیاناک، پاکلمن، مخلص او دیانت والا وي.

۳– عمده او شرعي لباس، او بدن باندې پاک او صاف وي.

۴– د خدمت جذبه ورسره وي او ټولو ناروغانو ته په درنه سترګه ګوري. 

۵– په خپل مسلک کې پوره پوه او د لا نورو معلوماتو او پوهې په لاسته راوړلو پسې لګیا وي.

۶– هوښیار یعنې په عقل پوره وي او له هر ډول غصې او بیړې څخه ځان ژغوري.

۷– د ناروغانو د رازونو ساتونکی وي، د خپل مسلک څخه بهر او غیر ضروري او تکراري پوښتنو څخه ځان ژغورل.

۸– د ذاتي ګټو په خاطر غیرمعیاري درمل نه لیکي او نه یې سپارښتنه کوي. د ناروغانو اقتصادي حالت ته پاملرنه کول او د هغوی له وس او توان پورته درمل نه لیکل او نه یې سپارښتنه کول. 

۹– د نظم او ډسپلن خپله هم خیال ساتي او خپلو ملګرو ته هم ورته سپارښتنې کول.

۱۰– د الله تعالٰی اطاعت او عبادت خپله هم کوي او نورو ته هم دعوت ورکوي.

۱۱ – شکل او صورت او ټولې کړنې د اسلامي احکامو او اصولو مطابق ترسره کول.

 

لیکنه: نور الله خان احمدزی