کور / هراړخیز / د پنجشيرخاطرې د First in څوارلسم څپركی

د پنجشيرخاطرې د First in څوارلسم څپركی

  ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )


زما لپاره راتلونکې ورځ تر ماسپښينه بې ګټې وه ، په هغه سهار تربل بلډینګ پورې د ډاکټر د پیداکولو په هیله کوږ وږ ولاړم ،بك سره ددوه پيلوټانواوسټان په ګډون دچورلګې دبيارنګولولپاره په استانه كې دچورلكې كيناستو،محل ته ولاړل ،چرلكه داوسني رنګ په درلودلوسره په دره كې ښكاره نښه وه اوداهغه څه ول چې موږنه غوښتل ،دچورلكې نوى رنګ به دشمالي ټلوالې دشنه كموپلاژ(هغه وسيله چې ددښمن دغولولولپاره كارول كيږي ) له نمونې سره سمون وخورې ،زه ددوى دتګ څخه خبرنشوم ،ډاكټردمعاينې داسې وسيله نه درلوده چې زمادناروغۍ لامل څرګندكړي ،هغه وويل چې سپېرو(يوډول دارو) چې بازارته نوي توليدشوي مكروب ضددارو،ول ،وخورم اوهرڅ چې وي له منځه به يې يوسي .


يوه دانه مې وخوړله اوكوټې ته لاړم اود ايموډيم په خوړلومې ارام وكړ،سهارناوخته راويښ شوم ،يوڅه ښۀ وم ،خوبياهم پخپله جوړكړي بوتلان مې نېږدې ايښي ول .

له غرمې وروسته (كه څه هم چې ماډوډۍ ونه خوړله) مې له ريك سره دراتلونكوڅو ورځولپاره دپلان جوړولوپه هكله وليدل اومهم ټكي موطرح كړل ،موږبايددجنرال فهيم خان سره ليدلي وئ ،ترڅود(سي،اى ،اې ) سره دهغه دهمكارۍ هوكړه اودعارف هغه څرګندونې چې دامرېكاځانګړي ځواكونه كولاى شي چې دپنجشېردره دخپلوعملياتودمركزپه توګه وكاروي ،تصديق كړي واى .

مادعارف خبروته دشك په سترګه نه كتل خوماغوښتل چې همدغه څرګندونې له فهيم څخه په مستقيم ډول واورم .

موږدشمالي ټلوالې له لومړيوكرښوڅخه چې دكابل په شمال كې پرتې وې ،د GPS كورديناتوداخيستلولپاره دفهيم هوكړې ته اړتيادرلوده .

دګډڅاګره دفتردجوړولولپاره موكريس په خبرواتروكې راګډكړ،له هغه څخه مې دبهترينومشاورو هيله درلوده .

كريس اوممتازپه لاندينۍ ودانۍ كې يوه مناسبه كوټه خوښه كړې وه اودكوټې لپاره دڅولويومېزونودپيداكولوكارهم روان ؤ، كريس وويل چې دديوالونودپراخه ساحې په درلودلوسره كولاى شوچې دعملياتودسيمې نقشې ولګوواوممتازيوه اندازه لوى مقياسه نقشې چې شمالي ټلوالې درلودلې راوړې .

ممتاردشپې په لسوبجوراغى اوخبريې راكړچې جنرال فهيم ،انجينرعارف اودشمالي ټلوالې دبهرنيوچارووزيرعبدالله عبدالله زموږسره دليدنې لپاره تياردي .

عارف تېرماښام وويل چې دپيژندګلوى غونډې به ودشپې ناوخته پيل شي ،زه ډېرستومانه اوكمزورى شوى وم اودارام لپاره مې اړتيادرلوده .

سره لدې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې پنځه سوه زره ډالروركړل ،مابياهم غوښتل چې فهيم ته يوه ليوه اندازه نغدي تاديه وركړم ،ترخودلومړيوكرښوځواكونه دجګړې لپاره تياركړي .

دپيسودپام وړ اندازه بۀ دشمالي ټلوالې مشران خوښ كړي ،(سي ،ائ ،اې ) لدوى سره دمرستې په كولوجدي وه اودابه زموږدګروپ سره په همكارۍ كې مستقيمې اومثبتې پايلې ولري .

ريك اوما له توربكس څخه يومليون ډالر راواخيستل اوغونډه له ټاكلي وخت سره سمه پيل شوه .

ددوى درې موټره كاروان دخړواونسواري رنګه دوړوپه كولوسره راورسيدل .

له فهيم سره دستړي مشي اوداخل ته دهغۀ دبدرګه كولوپه خاطرافغاني كارمندانومنډې ترړې پيل كړې .

غونډه دودانۍ په لانديني پوړكې چې ممتازپكې اسيدۀ پيل شوه .

په كوټه كې ارزانه لمڅي پنځه ياشپږچوكۍ اوڅودانې محلي جوړشوي بالښتونه هم پراتۀ ول .

دكوټې كړكۍ خلاصې وې او ارامه وږمې له مالوچوڅخه جوړې شوې پردې دبېړۍ دپردوپه څېركوټې ته رانناباسلې .

ماله فهيم سره لدې وړاندې هېڅ نه ووليدلي ،اوكه رښتياووايم دمسعوداوشمالي ټلوالې سره دټولوكالونودكارپه جريان كې مې ددۀ په اړه يويادوه ځلې اوريدلي ؤ.

فهيم منځينى نېږدې ۵،۹ فوټه قد،دربلى اوكلك جوړښت لري ،ګردى مخ اوپوزه خويې څوځلې لدې پخوا ماته شېو اوبيابېځايه پيوندشوي وه ،چترالي پاكول يې په ټنډه راكښته اودګڼو وريځودپاسه يې ايښى وي .

هغه دمسعوداو انجينرعارف په پرتله ترټولوخوښ رنګه خړخاكي پتلون اغوست ،دهغۀ مخ به همېشه خريېلئ اودپنجشېرمشرانوپه منځ كې غيرعادي ښكاريده .

هغه چې كله له چاسره غږيږي ،يوعادت لري چې سترګوته يې ځيرځيرګوري اونېږدې زيات وخت يې نه پټوي اودخبرې كوونكي غبرګون سره په مساوي ډول عمل كوي ،څنګه يې لګولى وي اوخبروته يې پوره توجه وركوي .

هغه په انګليسي ژبه نه پوهيږي ،حتى ډېره كمه اندازه هم نه پرې پوهيږي ،كومه چې عارف اوعبدالله دځان دګټې لپاره (دژبې دتجربې دحاصلولولپاه ،ژباړن ) په دغه اونوروغونډوكې كاروله ،پدې اساس زموږدبحثونورسمي ژباړن ممتاز ؤ.

دڅواونيوپه تېريدوسره پوى شوم چې كله مسعودپه كال ۱۹۸۰ كې راوګرځيد،فهيم له هغه سره يوځاى شو،هغه دمجاهدينودكوچنۍ ډلې چې په شمالي كې دتاجكستان له سرحدسره ديوې كوچنى ډلې دمشرپه توګه دنده اجراكوله هغه يوسخت اوسرتمبه نګيالى ؤ،نوپدې اساس دمسعوداحترام ځان ته قايېل كړاودۀ ته يې ترټولولويه دنده چې مسعوتردغه ومهاله چاته نه وه سپارلې وركړه ،د ۱۹۸۰ كال په وروستيوكې فهيم دجنرالۍ رتبې په درلودلوسره دمسعودترټولولوړپوړى ساحوي قوماندان ؤ،ماته داهم ويلي شوي ول چې كه څه هم مسعوددفهيم له شخصيت سره په ځانګړي ډول مينه نه درلوده خوددۀ دساحوي مهارت له امله يې پرې پوره باوردرلود،پدې اساس يې هغه ډيراړين باله .

وروسته انجينرعارف اوعبدالله دواړوپه جداډول وويل چې دمسعودله مړينې وروسته فهيم ؤچې دواك واګې يې په لاس كې واخيستل اودشمالي ټلوالې مشرتوب يې يوموټى وساتۀ ،دوى دواړووويل چې دوى اودمسعودخواوشاټول ددغه ناورين له امله په لړزه او ويريدلي ول اوفهيم دواك واګي په لاس كې واخيستل اوپه ټلواله باندې د واك اچولوپه خاطريې دمسعوددمړينې اعلان ترهغې چې نورقوماندانان چې په شمال كې ول دثبات ډاډوركړل شوى نه وي ،دځنډاوۀ .

په ماسپښين يې هغه چوركه چې مسعوداوخليلي يې تاجكستان ته ليږدول ،له ځان سره كړه اوټولولوړپوړوقوماندانانوته شخصاٌ ورغى ،كه چېرې فهيم دغه پياوړي او اړينه پرېكړه نه وي كړي ښايي چې شمالي ټلوالې دمسعودله مړينې وروسته په لومړيوڅو ورځوكې له منځه تللې واى .

ماله ډاكټرعبدالله سره پخواهم څوځلې ليدلي وواوپه كال ۱۹۹۷ كې مې دمسعودسره دليدنې پرمهال په تالقانوكې هغه وپيژانداوبيامې دمسعودپه سياسي سفركې چې غوښتل يې په اروپايي ټولنه كې خپل ملاتړزيات كړي ورسره وليدل .

هغه منځينى قد ،ډنګربدن اولنډۍ پاكه ږيره لري ،هغه هروخت فيشني غربي ډوله جامې په تن كوي ،خاكي ډوله پتلون اوسپورت ډوله جاكټ په تن كوي .

په انګليسي ژبه پوره مهارت لري اودۀ په ټولوغونډوكې دمسلكي ژباړن په توګه د دري څخه انګليسي ته په مؤدبانه ډول دژباړن غلطۍ اصلاح كولې (ممتازبه دژباړن په توګه كاريدۀ .ليكوال ) اوله هغه سره يې داصلي كليمې په پيداكولوكي يې مرسته كوله .

ډاكټرعبدالله يو ارامه غږيدونكى اودښه خوى خاونددى ،هغه ته داصلي پنجشيري په سترګه نه كتل كيدل ،ځكه چې يوازې مور يې دپنجشېروه اودغه حقيقت مسعودله عبدالله سره له دوستۍ منع كړ.

دكلونوپه تېريدوسره مسعودهغه دمشاورډاكترله چوكۍ څخه دلوړپوړي سياسي مشاورپه توګه ومانۀ ،زه نه پوهېدم چې فهيم به په غونډه كې له څه شي پيل كوي خوزه ډاډه وم چې عارف بۀ هغه ته زموږدګروپ داهدافواوغوښتنوپه هكله مالومات وركړي وي،ماله فهيم څخه دمثبت غبرګون اوهركلي هيله درلوده خوڅه مؤضوعات ول چې موږله عارف سره ذكركړي ول،زموږافغاني كوربه (فهيم ، ژباړن ) ته له مشكلاتوډك برېښيدل اوهغه داچې په پنجشېركې دامريكادپوځ په لويه كچه په پوځي يونيفورم كې شتوالى به دافغانانوله نيوكوسره مخ شي .

دشمالي ټلوالې له نورجګپوړوقوماندانانوسره زموږدګروپ په خپلواكه توګه تماس درلودل يوبل مخالفت ؤ.

مادلفظي مخالفت سره كوم مشكل نه درلود،موږهم اړ  ووچې دډېروموضوعاتوسره مخالفت وكړو،ځكه موږغوښتل چې دامرېكالويې ګټې خوندي كړواوشمالي ټلوالې غوښتل چې دواك نازكه كړۍ خوندي وساتي .

ماغوښتل چې ټول مخالفتونه دنرم روش اودصادقانه معاملې له لارې  حل اوپاى ته ورسيږي .

نوددې لپاره ماپلان درلودچې دفهيم سره به دهغومؤضوعاتوذكرزه پخپهل كوم چې دئ دهغې دذكركولوسره بې ميلي ښايي ،زموږدګروپ دشمال ټلوالې سره په خپلواكه ډول دتماس درلودلودپرېكړې دبدلولوسره مخالف وو.

(سي ،ائ ،اې) دشمالي ټلوالې له مهموقوماندانانوسره يوازې تماس درلودل نه بلكې موږغوښتل چې له هغوى سره په هرڅومره بيړه اوخوندي  ډول وكولاى شوخپل ګروپونه ځاى پرځاى كړو،دنورمؤضوعاتوپه باره كې هم زموږدريځ دغه ډول ؤ.

دسيپټمبرله يوولسمې وروسته دامريكادولت دالقاعدې سره دجنګ كولودپلان باطلول نه غوښتل ، دشمالي ټلوالې له قوماندانانوسره د(سي ،ائ ،اې ) تماس نيولوپه اړه  به دفهيم مخالفت واشنټن دغه موضوع ته دكوچنۍ شخړې په توګه چې غواړي خپلې محدوده سياسي ګټې وساتي وګوري .

دپاكستانيانواودواشنټن غړمبهارخولاله پخواپيل ؤ،دوى ويل چې په جنوب كې دپښتنوقومونه هم مخكې لدې چې دشمالي ټلوالې سره په مكمل ډول بوخت شوبايددجنګ ډګرته راوړل شي،پښتانۀ په عنعنوي ډول دافغانستان واكمن تېرشودي .

پاكستانيانوهم په لوړاوښكاره ډول دتاجكيانواونورولږګكيودواكمنيدوله اوله دبدبختى خبر وركاوۀ ،مانه غوښتل چې روان اورته نورهم تېل ورګډكړم اوماته دغه مهم حالت ښه او واضح ښكاريده .

طالبانواودهغوى عرب ملاتړودجنګي ځواك زياته برخه په شمال كې په دوه عمده كرښووېشل شوې وه .

يومخكينۍ ديوال يې دلويديځ څخه ختيځ ته دكابل څخه جلال اباد،دپاكستان سرحدته نېږدې غزېدلى ؤ،بل يې له شمال څخه سهيل ده ياني دتاجك څخه ښكته دكابل په سرله كرښوسره وصل كيده ،په نقشه كې داسې ښكارېده لكه غټ (L) حرف چې رسم شوى وي اودهېوادشمالي برخه يې دپنجشېرمنطقې څخه چې ددوى لپاره خنډ ؤ،بېلوله ،دشمالي ټلوالې اتۀ زره جنګيالي ول اودطالبانوپر وړاندې يې مخالفې ساكنې كرښې جوړې كړې وې ،ددواړوځواكونوزورپه مساوي ډول ؤ اويوبل يې نشوماتولى ،له يوكال څخه زيات وخت لپاره حالت په ساكن ډول پاتې ؤ.

دهېوادپه جنوب كې طالبان پدې توانيدلي ول چې ټول پښتانۀ قومي مخالفين له ماتې سره مخ اوپه موثره توګه يې بې وسلې كړي (له درنو وسلوڅخه . ليكوال ) په جنوب كې له ټوټه شوي قبيلوي پښتنوڅخه دطالبانوپروړاندې ديوۀ منظم نظامي مقاومت جوړول بۀ دامرېكاله هرڅومره هڅوسره سره په مياشتومياشتووخت ونيسي .

دطالبانولومړى كرښې دامرېكادهوايي ځواكونولپاره بې له شكه غني محيط ؤ،زه پدې ډاډه وم چې دبمونودغرځولويومتمركزكمپاين به دطالبانواودعرب ځواكونودروحيې وژونكي وي ،طالبانوزياته كميابۍ دسختې جګړې له لارې نه بلكې درشوت وركولواوپه نتېجه كې دمحاصرې له لارې لاسته راوړي وي اوزياتوجنګي پېښويې ډېرې لنډې اوكمي مرګ ژوبلې درلودې .

طالبان دهغه ډول سزااوبمبارۍ سره تراوسه نه ول مخ شوي چې دامرېكادهوايي ځواكونولخوورسره دوى په راتلونكي جګړه كې مخامخ كول .

ددرنېد مرګ ژوبلې اودورځې اوورځوپه دوام بمبارۍ به طالبان په پاى كې له ماتې سره مخامخ كړي .

عرب جنګيالي امكان لري تريوه حده زيات پاتې شي خوشمالي ټلواله به دهغوى مقاومت مات كړي .

كه چېرې موږاسماعيل خان چې په هرات كې ؤ اودستم اوعطاچې په جنوبي مزاركې ول ،مجهزاوسمبال كړو،دوى به په هغه سيموكې طالبان له ماتې سره مخامخ كړي ،دپنجشېرپه سميوبه دطالبانوماتي په ټول شمال كې حتمي كړي ،دامريكادهوايي ځواكونوپه مرسته به اودقوماندانانوپه واسطه دهغوسړكونوبندول چې جنوب ته تللي ،په شمال كې دطالبانوزياته برخه تسليم كيدوته مجبوراويابه ووژل شي ،دكابل اوشمال لوى ښارونه به دشمالي ټلوالې لاسته ولويږي ،لدې امله به په جنوب كې پښتانۀ قومي مشران دطالبانوپروړاندې دحملې لپاره نورهم ځواكمن شي .

امكان لري چې په جنوب كې جګړه يوڅه وخت وغزيږي ځكه چې پښتانۀ ټوټې ټوتې (كوم منظم پوځي ځواك يې نه درلود، ژباړن ) اودچټكې كاميابۍ ترلاسه كولولپاره په كمزوري سلاح سره سمبال ؤ،خودامرېكادهوايي ځواك په مرسته به ميزان دطالبانوپه ضدواوړي ،دكاميابۍ لپاره مهمه لارپه شمال كې وه اودغه كامياب دفهيم ترامرلاندې دشمالي ټلوالې په ځواكونوپورې تړلې وه .

ماغوښتل چې ددغه مهم حقيقت څخه دتمركزدبدلولومخنيوى وكړم ،مافكركاوه چې حقيقت واضح ؤاوپه واشنټن كې دجګړې پلان كووونكي به زماپه ډول فكركوي ،زه پدې نه پوهېدم چې په واشتنټن كې دامريكادپوځ جګپوړوچارواكوپه شمال كې دفكرتمركزكولولپاره يې مخې ته څومره لويه جګړه پرته ده .

دجنرال فهيم سره زموږملاقات نېږدې دوه ساعته دوام وكړاودليدنې زياته برخه هغه موضوعات ول چې مااوريك دانجينرعارف سره تېرماښام څيړلي ول .

ولې موږدرې ته راغلو؟ دهمكارۍ لپاره زموږ څه پلان دى ؟دامرېكامتحده ايالات به په راتلونكوڅواونيوكې څه وكړي ؟عارف ته ورته وينامې دۀ ته هم وكړه اوهغه موضوعات مې تشريح كړل چې اړين ول .

فهيم له تشريحاتوڅخه خوښ ؤ،ركي غوښتنه وكړه چې جنرال فهيم دامكان په صورت كې دېرش سرتيري زموږ په واك كې راكړي ترڅوزموږدګروپ پواسطه دنجات اودپلټلوقطعې په توګه تربيه او وكارول شي ،دامرېكادځانګړوقطعاتوتررارسيدلوپورې به زموږچورلكه يوازينى چورلكه وي چې دطالبانودكرښوهاخواممكن لويدلي امريكايي پيلوټ نجات اوله سيمې څخه راوباسي .

فهيم ددېرشوسرتېروپه وركولوموافق شواودكسانودتربيه كولولپاره دهغوى دهرڅومره مرغونډيدلوپه صورت كې لومړني تدابيرونيول شول .

ركي دشمالي ټلوالې له لومړى كرښوڅخه دGPS كروديناتوپه اخيستلوسره بياهم ټينګاروكړ،ځكه موږدبمبارۍ دپيل كيدوله نېټې څخه ناخبره وو،نوپدې اساس دGPS كورديناتواخيستلوته لومړنۍ اړتياوه .

فهيم زموږګروپ دكابل لومړۍ كرښوته دسفرلپاره دتياري نيولوهوكړه وكړه اوويې وې چې دكابل دلومړۍ كرښې امرجنرال بسم الله خان ته به دنده وركړي ترڅودګروپ سره شخصاٌ كار وكړي ،دشمالي ټلوالې له نوروقوماندانانوسره چې له درې څخه بهرؤدCIA تماس په اړه مې هم خبروركړاو ويې ويل چې دپروفيسورعبدالرب رسول سياف سره مې په راتلونكي څوورځوكې دليدلولپاره پلان جوړكړى دى .

فهيم په دغه نظرباندې نيوكې وكړې،خوپه خپل نحث كې مؤدب ؤاو ويې ويل چې دCIA لپاره لدغوكسانوسره نېغې اړيكيولرلوته كومه اړتيانشته ،ځكه چې شمالي ټلواله په دغوقوماندانانوباندې ښه كنترول لري ،نولدوى سره يواړخيزې اړيكې به دامركړۍ كمزورې كړي اوپه هغوځايونوكې به ستونزې جوړې كړي چې اوسمهال پكې نشته .

دۀ له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكيولپاره خپل دلايل وړاندې كړل اوويې ويل چې واشنټن به دغه اړيكيوته دوام وركړي ،كه تۀ موافق وې اوكنه .

ماله دۀ سره ژمنه وكړه چې زه به لدغوقوماندانانوسره له اړيكيواوله هغوى سره دمرستې په اړه تاخبروم .

هغه ته پيغام ورسيد،كه څه هم دئ پدې اړيكيوخوښ نه ؤ،خوله قوماندانانوسره دنيغواړيكيوحقيقت يې ومانۀ .

دليدلوپرمهال يوه جالبه برخه دفهيم پروړاندې دډاكټرعبدالله اودعارف غبرګون ؤ،دنظامي موضوعاګانوپه وخت كې فهيم غږېدۀ اوپه واضح ډول سره فهيم مشرؤ،دسياسي بحث په وخت كې بۀ عبدالله اوعارف خپل نظريات تبادله كول ،دممتازدترجمې په اخېركې بۀ عبدالله په انګليسي ژبه يادفهيم تبصرې پراخولې اويابه يې دفهيم په تبصروكې سمون راوست .

په ويه برخه كې ډاكټرعبدالله يوڅه وويل ،دغه موضوع په خاطرچې فهيم له څخه په بشپړډول نه ؤ خبراوموږهم په هغه نقطه باندې له هغه سره مرسته وكړه ،كله چې عبدالله هغه تبصرې چې په انګليسي ژبه يې كړې وې په دري كې دفهيم لپاره ژباړلې ،په خوله كې يې ژوولې (داسې چې هغه پرې پوره پوه نشي ،ژباړن ) يوه نقطه چې زه پرې متاثرشوم ،داوه چې كه څه هم عبدالله اوعارف فهيم ته دنظامي موضوعاتوپه اړخ كې درناوى درلودخوپه سياسي ډګركې دفهمي له مشرۍ سره هېڅ يوهم نه ؤخوښ ،په همغه ليدنه او وروسته په نوروجلسوكې مادفهيم پروړاندې دعارف اوعبدالله په ګډسلوك ګمان وكړچې دوى غواړي فهيم په نظامي برخه كې دبري اخيستلولپاره وكاروي اوبيايې  له طالبانوڅخه وروسته په سياسي مبارزه كې څنډې ته ټېله كړي .

ماهغه بكس چې يوميليون ډالرپكې ؤدوى ته وركړاوفهيم ته مې وويل چې دغه برديجه بايددراتلونكي جګړې لپاره دخپل نظامي ځواك دتيارولولپاره وكارول شي ،ماورته ووې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې ۵۰۰،۰۰۰  ډالر وړكړل اوهيله لرم چې هغه بدېجه به دعارف دسازمان (څارګرسازمان ،ژ) دتقويه كولولپاره وكارول شي .

ماتاكيدوكړچې كه چېرې ځانګړې اړتياشي نورې پيسې بۀ هم وركړل شي .

پيسې مې دكوچني مېزپرسرچې زموږمخې ته اېښودل شوى ؤكېښودې ،خوهېڅ يوۀ دبكس داخيستلولپاره حركت ونه وكړ،دجلسې په پاى كې كله چې دلاسونووركولولپاره ټول ولاړشو،بياهم هېچابكس اوچت نكړ،حتى ترهغه پورې چې موږاطاق پرېښود،بياهم چااوچت نكړ،ديوې شيبې لپاره مې فكروكړچې امكان لري دوى پيسې ونه غواړي ،عارف ممتازته دخبروپه وخت كې دبكس داوچتولولپاره اشاره وكړه ،ممتازبكس په يولاس اوچتولوخودډېروزن دلرلوله امله نېږدې ؤچې ويې غورځوي ،ماته يې وكتل اوموسك شو،ماوويل چې هويوميليون ډالرډېر وزن لري .

زه ډېرستومانه وم اوپه دروازه كې مودالله په اماني سره كړه ،زه ددفتربرخې ته لاړم ترڅودليدنې په باره كې خبروركړم،كله چې زه راغلم كريس دغه پرمختګونوپه اړه چې دۀ اوعارف دګډڅارګردفترلپاره لاسته راوړي ؤخبركړم ،كوټه تياره شوې وه ،نقشې يې هم په ديوالونوپورې نښلولې وې اودټلوالې مخابروي الات هم ځاى په ځاى شوي ؤ،عارف څلور ځوانوافسرانوته دنده وركړې وه چې دممتازترامرلاندې نوبتي دندې ترسره كړي اولږترلږه دوه كسان  لدغوافسرانوڅخه په كوټه كې ويدۀ شي ،ترڅوپه كوټه كې هروخت كسان مؤجودوي .

ددغه ګروپ لپاره بل ګمارل شوى افغان حفيظ نومېدۀ ،هغه پوتجربه لرونكى جنګيالى ؤاودندې ته په رښتياسره وفاداراوهڅاندافسرؤ.

په هغه ماسپښين حفيظ ؤچې هرڅه يې سرته ورسول ،كريس اوحفيظ سمدستي كارپيل كړاودحفيظ په مرسته يې په هغه ورځ درې ياڅلورڅارګرراپورونه برابركړل اوكريس په راتلونكيوڅوساعتونوكې هغه واشنټن ته ليږدول ،ماله افغانانوڅخه تردوويادريوورځوپورې دكارپيل كيدلوهيله نه لرله ،نوددې لپاره يواغيزناك پيل ؤاودعارف دماموريت سره دټينګې مرستې نښه وه .

له فهيم سره دجلسې نتايج مې دكمپيوټرپه ذرېعه راپروكړل،ريك ته مې وويل چې زه به يې وليكم اودى به يې وروسته دبدلون اوبڼې وركولوپه خاطروګوري ،زه سرګردانه وم اوزه پوهېدم چې ډېركم وخت به وپايږم ،كله چې ماپه راپورباندې كاركاوۀ ،دګروپ نوروغړود ورځې په پېښوباندې بحث كاوۀ ،هوايي كاركوونكي دچورلكې درنګولوله امله خوښ وو،اودمازيګرپه مهال يې دنده سرته رسولې وه ،بك (نوم) دكلك كاغذخخه دچورلكې دراجسټرنمبرپه خاطردنمبروشكلونوجوړول ترڅودچورلكې په لكۍ نمبروليكي ،مافكروكړچې دغه كاربې تاثيره دى ،ځكه تجربه ډېره جعلي ښكاري ،خودتبصرې دكړلولپاره مې ښه احساس ونه كړ،مادراپورليكل پاى ته ورسول خوله نتايجويې هومره خوښ نه وم اوكه رښتياووايم په هغه لحظه كې دومره پسې ونه ګرځيدم .

ريك راغى ترڅوراپوربشپړكړي ،داسهال بله څپه مې هم احساس كړه اودCiprro( يوډول دارو) بل دوز(خوراك ) مې له ډاكټرڅخه راواخيست اودخپلې كوټې په لوري روان شوم ،ټوله ورځ به ويده اوبياويښ شوم،خوپه ماښام بيادفتردقرارګاه سره دتماس دټينګولوپه خاطرولاړشوم ،دلسنيمو ساعتونودوخت دتوپيرله امله واشنټن په هغه شيبوكې كارپيل كاوۀ اوموږكارپاى ته رساوۀ ،نيمه شپه خوب ته لاړم ،سټان اوكريس مې دڅارګروراپورونودپاى ته رسولولپاره په دفتركې پداسې حال كې پرېښودل چې پاپي په ډېركوښښ سره سامان الات فعال ساتل اوپخپل لاس جوړكړي بوتلان مې بياهم په همغه شپه وكارول .





  1.         دريم څپرکی : د سپټمبر ۱۷مه ، افغانستان ته روانيدل  
  2.          څلورم څپرکی : افغانستان ته سفر تياری ….
  3.         پنځم څپرکی : د سپټمبر ۱۹ ، د اړتيا وړ موادو برابرول
  4.         شپږم څپرکی : په افغانستان کي د سي آی اې ماموريت پيل کيدل 
  5.         اووم څپرکی : د ځينو مجاهدينو سره د سي آی اې د مامور خاطرې
  6.         اتم څپرکی : د اسلامي تنظيمونو ددورې خاطرې  
  7.         نهم څپرکی : زامه ماتوونکی ګروپ : ۲۶-۲۸ سپټمبر
  8.         لسم څپرکی : نه دی ترلاسه شوئ 
  9.         يوولسم څپرکی : نه دی ترلاسه شوئ
  10.         دوولسم څپرکی : نه دی ترلاسه شوئ