کور / هراړخیز / نړیوال متلونه

نړیوال متلونه

متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې بنسټ یې تجربه وي او د ریښتینولۍ، پوهې  او اخلاقو څرګندویي وکړي . متلونه همدارنګه د یوه قوم  کلتور او دودونه انځوروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي .

مصري متلونه :
مین ګل ته د اوښ په سترګو نه ګوري .
زړه چې زخمي شي، ژبه د سمندر تر باده ډېره طوفاني شي .
زمری چې ښه لرې وي، نو بیا لېوه د زمري پېښې کوي .
سر او ژبه یو له بله مه جلا کوئ .
کوم سړی چې د بل چا ښځې سره په تخت څملي، د ده له ښځې سره به بل سړی پر غولي څملي .
هر عالم چې خپله موازنه له لاسه ورکوي، علم یې هېڅ مانا نه لري .
د ښځې د زړه او د اسمان پېژنده ډېره ګرانه ده .
استاد شه، خو مبالغه مه کوه .
هوښیار سړی ځانته دوست لټوي، کم سوله غلیم .
د چا کورته پرته د ده له غوښتنې او هرکلي مه ورځه .
څوک چې سپي ته داړل ورزده کوي، اول به دی په خپله وداړل شي .
د تورو شپو ژمنې په کوچو غوړې دي . چې د سهار لمر راپورته شي، نو بېرته به یې ولې کړي .

مولداوي متلونه :
لېوه به خپل پوست بدل کړي، خو عادت نه .
د مېرمنې چې ژبه لنډه وي، د خاوند به یې عمر اوږد شي .
نایجیریا :
آس چې تبیلې ته بیایې، هېڅ وخت به له چارګامه منکر نه شي .
الماني متلونه :
په کوشنیو آسونو هم سپرلي کېږي .
وروسته له جګړې، ښکاره او  ټولټاکنو څخه بې حده دروغ ویل کېږي .
آس په نرمه مځکه کې غلطېږي (بې ځایه پل اخلي)او انسان په خوږه ژبه  .
پېشو له کوره نه وي وتلي چې موږک د مېز پر سر ناڅي .
چې زړه او خوله سره یو شي، تر هغې ښه موسیقي نشته .
له خره څخه سړی د ځغاستې آس نه شي جوړولی، خوداسې یې تړلی شي چې څنګه یې زړه وي .
واښه باید آس ته خوندور وي، نه سپاره(آس سپور) ته .
چېرته چې غوټۍ دي، هلته اغزي هم شته .
له ډېرو تاوانونو سړی هوښیار شي .
شیطان دومره تور نه دی لکه خلک یې چې ګڼي .
احمق سړی تل احمق پاتې کېږي، له ده سره ګولۍ (درمل) مرسته نه شي کولای .
ښه وجدان نرم بالښت دی .
تجربه د عقل مور ده .
دومره سره نه خوړل کېږي لکه چې پخېږي .
ماشومان او لېونغرتي رښتیا وایي .
جدایي د مینې مرګ دی .
آس په انسان باور کوي، خو شرط نه پرې تړي .
ښه آس خپل سپور (ځغلوونکی) پېژني .
که هیلې آسونه وای، خوبونه به ځغاستلای  .
ښه آس په سر او غاړه پېژندل کېږي، احمق په  بې وخته او بې ځایه ټوکو .
مینه ډول ډول ده : پر چا یې مور ګرانه وي، پر چا لور . په یوه بل بیا دواړه  .
خندا هغه دروازه ده چې ډېر ښېګڼې ترې راننوزي .
لس ځلې ماتې تر یو ځل درواغو ډېره ښه ده .
تل مه وایه چې پر څه شي پوهېږي، خو تل پوه شه چې څه شی وایې .
آس په پړي کشول  کېږي، خو سړی د ښځې په وېښته .
تر ټولو ستره لویي بې کبري ده .
ماښام لږ خوره چې سبا سهار ته سرخوږ ونه لري .
زړېدل (سپین ږیری کېدل) سړی سپینوي، خو هرو مرو یې نه هوښیاروي .
که ځان هوښیاروئ، نو لمړی د رېښتینولۍ زغم پیدا کړئ .
د روپیو غله اعدامېږي، خو د ملکونو غله پادشاهان شي .
جمیکا:
چرګان چې ډېر ټوکي شي، باز هرو مرو ورته نږدي کېږي .

عربي متلونه :
هېڅ وخت د چا په تګ مه خوشالېږي تر څو چې نه خبر نه یاست چې ځایناستی یې څوک دی .

سېنېګال :
کوشنی ستوری تل ځلېږي، حال دا چې لوی لمر ډوبېږي .
یهودوي متلونه :
مړ هغه څوک دی، چې هېڅ وخت یاد نه شي .
ملګري (دوستي) خلک راټولوي، خو ګټې یې جلا کوي .
هر تر ژړا خندا ډېره اوري .
اړتیا قانون ماتوي .
تر یوه ډنګر به لس چاغان ژر مړه شي .
زړه داسې ماڼۍ نه ده چې په ساختي کلي واز شي .
یو هوښیار چې په غصه شي، خپله هوښیاري له لاسه ورکوي .
چې مور او پلار یې  کم سوله (بې عقله) وي، ماشومان به یې غله شي .
غلی کښېناستل هوښیاري ده، خو یوازې چپ پاتې کېدل هېڅ هوښیاري نه ده .
غلیم د مصلحت لپاره پوښته، خو کار سرچپه کوه .
ډاکتر او مړي ولن ته څوک د ښه کار دعا نه کوي .
د اوبو په خوند به په دښته کې پوه شې .
خرس ولې ناڅي؟  ځکه چې واده نه لري!
که غریب چرګ وخوړ، نو یا دی لیونی دی یا چرګ .
ښځې ته رازه مه وایه، خو که د ووې، بیا یې ژبه پرې کړه .

هسپانوي متلونه :

که موږک یوازې په یوه سوري کې بلد وي، نو ډېر ژر به یې پیشو ونیسي .
خاطره د هغې غلطې ملګرې په څېر ده چې کله د سړي ډېره  اړتیا ورته پیدا شي، نو سړی یوازې پرېږدي .
رښتینولي او دروغ یو له بل سره د غوړو او اوبو په څېر لګي .
هېڅ شی دومره ښه نه دي وېشل شوي لکه هوښیاري .  هر سړی له خپل عقل څخه راضي دی .
د کوشنۍ نجلۍ مینه لکه په غلبیل کې د اوبو راوړل دي .
کتابونه او ملګري باید سړی لږ ، خو ښه ولري .
څوک چې د بل غیبت له تا سره کوي، ستا به له بل سره وکړي .
یوازې بیاتي مضرې ژبې سمولی شي .
د احمق او ماشوم خبر به نه ردوئ .
وېره د هوښیارۍ پیل دی .
د درو شیانو مشوره چاته مه ورکوه :
د جګړې، په کښتۍ کې سپرېدل او د واده .
اوږده مزلونه، اوږده دروغ .
ریښتینولي د غوړیو په څېر ده:
 په آخر کې د اوبو سرته راځي .
غم تل د درو ورځو لپاره راځي، خو بیا د سلو کالو لپاره پاتېږي .

پولنډي متلونه :
د ډار سترګې غټې وي .
ښځه دوه ځلې لېونۍ کېږي:
 کله چې مینه شي، او کله چې په زړوالي پل کېږدي .
چینایي :
ښځه او مېره یو بل ته ۱۰۰۰خبرې کوي، بې له دې چې خوله خلاصه کړي .
انګرېزي :
کم سوله د هغه په پرتله ښه دی چې ځان هوښیار ګڼي .
د زرو کیلومترو سفر په یوه کوچني ګام پیلېږي .
په خپلواکۍ کې یوه لوبیا د بنديخاني له نوکلو څخه ښه ده .
لویه ونه د ځنګلوهونکي پام ځانته را اړوي .
بانکواله داسې کس دی چې کله لمر وي، نو خپله چترۍ درته درکړي او کله چې باران پیل شي، نو بیا یې بېرته غواړي .
یو شمع د بلې په روښانولو هیڅ هم نه بایلي .
هیڅ ځنځیر یې تر هغې نازکې کړۍ ځواکمن نه دی .
په پټه خوله مچان نه نیول کېږي .
نامرد سړی مخکې له خپله مرګه زر ځلې مري، خو زړور یوازې هغه وخت مري چې اځل یې راشي . (یولیاس سېزر)
کم سوله او روپۍ یې ژر یو له بله جدا کېږي .
تر هر څه مخکې یې په ګیدړه خپل بوی لمړی لګي .
ګناګار وجدان دعوا کوونکي ته اړتیا نه لري .
نیم حقیقت پوره دروغ دي .
لږ علم  ډېر ګواښمن وي .
 ګلانو او ملګرو ته ډېر پام کوه، که ورک شول، نو کور به د تش شي .
په لیکنه کې هر پرګراف باید د مېرمنې د لمنې په اندازه وي :
 پوره اوږد چې ټول اړین ځایونه راونغاړي (پټ کړي) او پوره لنډ چې په زړه پوري وي .
که فکر کوئ چې د چا زړه ته د ګېډي له لارې به  ورد ننه شئ، نو خپله نښه مو لس اېنچه لوړه نیولې ده .
یو جګ شیدې په یوه څاڅکې زهرو له منځه ځي .
زوی تر هغه وخته زوی وي چې واده یې نه وي کړی، خو لور د تل لپاره لور وي .
څوک چې بې له سهوې ملګري لټووي، بې ملګرو به پاتې شي .
چې د سړي زړه غواړي، پښې یې سپکې وي .
ښه آس هم یو ځل تیندک خوري .
څوک چې د ښیښو په کور کې ژوند کوي، نو بل د په تیږو نه ولي .
جدایي زړه نری کوي .
چې ملګري پای ته ورسېږي (خلاصه شي)، نو بیا رښیتنولي رڼا ته راوځي .
نه هم ډېره شتمني او نه هم ډېره نیستمني عقل ته غوږ نیسي .
هر شی روپۍ پېرې، خبرې د ریګ په څېر دي .
پلټه ډېره ګواښمنه ده . کله کله هم سړی داسې شیان پیدا کوي چې هېڅ یې نه غواړي .
هغه مینه چې په هدیو لویېږي، هېڅ وخت به مړه نه شي .
سړی که د کور سر دی، ښځه د هغه خولۍ ده .
چې څلور کنجه د له لاسه ورکړ، نو بیا لوبه پړېږده .

فرانسي :
ښه جوار ژر نه خوسا کېږي .
له ښځې سره جګړه هغه یوازېنۍ جګړه ده چې سړی یې په شاتګ ګټي .
غلې ښځه (چې ژبوره نه وي)  د خدای هدیه ده .

هنګري :
آس، وسله او ښځه په چا مه سپارئ .
ډنمارکي :
د تشو دېګو لوړ  غږ لګي .
لکه سپوږمۍ چې له لمر څخه خپله رڼا اخلي، همداسې د کور ښځه خپله رڼا له خپل خاونده اخلي .
منګولی :
هېڅ وخت یوه کمزوري هلک ته په سپکه سترګه مه ګوره، کېدای شي چې یو ډېر څیرونکی زمری تری جوړ شي .

نارویجې :
په بخت د باور کوه، خو آس د تل په مږوي ټینګ تړه .
د ورځي صفت مخکې له ماښامه او د نجلۍ صفت مخکې له سهاره مه کوه .
هوښیاره ښځه هغه وخت خوشالېږي چې د ښکلي خطاب ورته وشي، خو ښکلې هغه وخت چې د هوښیارې خطاب .

سویډني :
د وسلې کارول په داوه کې تر ټولو بد دلیل دی چې سړی یې وایي .

اېټالوي :
له بازه کله کوتره جوړېږي .
ښځه د پېشو په څیر ده، څومره یې چې وموښي، همدومره ځان ښه احساسوي .
پېشو چې ولاړه شي، موږک ناڅي .
مینه ترخه ده، خو زړه ته کراري ورکوي .
آس چې پېرې، سترګې پټې کړه او دعا کوه .
غل (مرداري) او منډې دواړه یو ځای نه کېږي .
ارجنټاین :
هیڅ ښځه له یو بېکاره سړي څخه سم سړی نه شي جوړولای، خو هره ښځه له سم سړي څخه بېکاره سړی جوړولای شي .


نور بیا ۰ ۰ ۰