کور / هراړخیز / د سنا د دموکراتانو رهبر بوش يو بدترينه ولسمشر وباله

د سنا د دموکراتانو رهبر بوش يو بدترينه ولسمشر وباله

ريانوستي  –  د۲۰۰۹ کال دجنوري ۵ مه 

دامريکا په سنا کښي ددموکراتانورهبر دامريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش يوله بدترينو ولسمشرانوڅخه وباله .

دجنوري پر پنځمه  دريانوستي خبري اژانس خبر ورکړ ي چي دامريکاپه سناکښي ددموکراتانو مشر((هري ريد))  جورج ډبليو بوش  دامريکاپه تاريخ کي بدترين جمهور ریيس وباله .

دريانوستي ليکي ،ښاغلي((هري ريد))  ديکشنبې په ورځ  د((ان بې سي)) دتلويزيون  سره په مرکه کښي څرگنده کړه چي زه په رښتياسره پدې باوريم چي جورج بوش يوله بد ترينو ولسمشرانوڅخه دي چي تر اوسه موږ درلودل .

دجورج بوش دجمهوري رياست دوره دجنوري پر ۲۰پاي ته رسيږي ،دامريکا نوی ټاکل شوی جمهور ئيس بارک اوبامابه دسوگندپه يادولوسره دامريکا رهبري پلاس کي واخلي .

جورج بوش په سپينه ماڼۍ کښي  تر ۸ کاله حاکميت وروسته دامريکاپه تاريخ کي ديوداسي جمهور ریيس په توگه خپل مقام پرېږدي چي په خلکو کښي هيڅ ډول محبوبيت نلري .