کور / طنز / دوه نامیان !

دوه نامیان !


اوباما موباما وایې چي اوغانیستان ته به سوله موله راولي خو زموږ نامیان یی نه دي لیدلي . زمریان دي ، په خدای که شیطان لا ځان ورته ټینګ کي . د مور شیدې دې سي ؛ نامیبازان دي .

د حامد جان دي په سر کي د مور شیدې سي ، اوس د ټولي دونیا په غیږ ورغلۍ دۍ ، ولاکه یی ځغوار ووینئ . د نامي زوی دۍ ، هزارګانو ته یې داسي لینګته ورکړه چي هم یی راغوځار کړل او هم یی خوشاله کړل ( هزارګان او هزارګاني راوتلي وې او هغو ته یی ښکنځل کول چي زموږ د نامي پرمان يی نه منۍ ! ) غوځار یې کړل ، خو د هزاره ځنګون زموږ د نامي د زوی په تشي کي برابر سو ، خوږ یې کۍ ، ډیره مي خوا په بده سوه ، په دې چي ، د غیږي یې ویستۍ .

د ظالم د زوی اوس سترګۍ پخې سوې دي ، ولاکه یې اوباما لا خیال ته دریږي ! بادار دۍ ! موږ یی شاکره یو ! .

قیوم جان خو بیا د کندهار نامي دۍ . تر ده بل نر په ټول کندار زمین کي ولاکه سته ! وايیي ، د ظالم زوی په ځوانۍ کي په لښته ډیر غښتلۍ وو ، چي چا به یو دوه ورسره وویل ، سره سکروټه به یی د جیبه راویستل او پر لاس به یی ورته کښیښول.


 ارررر !!! سکروټي یی په جیب کي کرځولې !


خردوم یې تر اوسه پر ملا تړلئ دئ ! .


وام  د ظالم د زوی بدن په چړوو او نیروو سوری سوری دۍ !  او  وای  د نامي زوی یوازي خپل پښت ته تسلیم دۍ !، نور لګه بوګه قومونه د هیچا زامن دي !!؟ .

دا ارمیکایان خو د بلا زامن دي ! زموږ نامیان نه پریږدي چي شو  وکي ! نه پریږدي چي کریپسول چوټي ، ریکاټ صدرۍ واغوندي او ښار ته راشوه سي او په جادوو کي پاییئ کش کي .

حامد جان چي د شاولیکوټ څخه پر مالاجات راواوښتۍ نو ټولو ته يیي سترګه ووهل ، د موري زوی ولاکه ورغبرګه کړی وي . هغه وخت پوه سوم چي یاران خانه لري ، بې خانئ نه دي . ارمیکایانو ته یې لا سترګه ووهل . ارر !!! په خدای د بوش ماینې ته یې لا ووهل . بوش يې نامیتوب ته تسلیم وو خو دا اوسنی تورکی یې نه مني .

وبه یې مني . یو وار خو سترګو په سترګو سي !

اوریدلي مي دي چي دا تورکئ يې د کیسو څخه غوږیدلۍ دۍ . اوس به د دوو نامیانو سره مالومه سي ! که زموږ د نامي په سترګه د ارمیکا د نامي سترګي مړی سوې ، نو دې د مور شیدې سي ، بیا مو صد سلام .!

کاشکي یې د اجي امیر کاکا ، خان جان مادخان ( چپړاسي ) په رکم مخ ته ناست وای او دې دواړو نامیانو ته مي ویلي وای :

یارانو ژړه راوانړوۍ !!! ټکریان سۍ ! اوغانستان خو د نامیانو او غښتلو پایلوچانو ځای دۍ ؛ د شیرسرخ دملنګ جوغه خو به دي نه يي ورکه کړې ؟ هغه ورځ خو دي په یاد ده چي د سره سره ځوانانو او نامیبازانو په مابین کي روان وې ؟


ملاګل اخند ، ګلااغا دي پر څنګ درسره وه . خو د شیرسرخ ملنګ چي سترګي پر نامیباز ( خانو ) ولګیدې جوغه يې په هیره کړه ! . هلته خو مي په خدای چي د حاجي معین صاب لیاظ نه وای ، يو څه درته ویل . خو لاس مي تر ډبره لاندي وو . د احمدشاه غازي پر شاوخوا د جرګې یاران او ستا پر شاوخوا دټایسن زامن !

ګوره : داسي نه سي لکه د حیکمتیار صاب او رباني صاب تر مابین کیسه :

هغه وخت چي د ایزبي ایسلامي او جمییت ایسلامي تر مابین د کابل پر نیولو د اشوکۍ جنګ روان وو او بنګړي ماتیدل !!؟، په پیښور کي مجایدین سره راټول سوي وه چي حکمتیار صاب ته د کامیابۍ دووا وکي .

یوه لوی ایزبي اسلامي ( مجاید، اینجي نر ) نورو ته وویل لاسونه پورته کۍ چي خدای دي حکمتیار صاب اکومت ته داخل کي !

ټولو ناستو په تاجوب ځیني وپوښتل : ولي « وروره » ؟

اینجي نر صاب ورته وویل چي حکمتیار صاب د خرابیدلو ښه پیکر لري !!؟ .