کور / علمي / نړيوال اقتصادي بحران او که سوسيالزم؟؟

نړيوال اقتصادي بحران او که سوسيالزم؟؟

د کارنېل پوهنتون پوهاند رابرټ ايچ فرانک پۀ خپل کتاب(( د اقتصاد اصول))کې د شوروي کميونزم د ماتې خوړلو پۀ هکله ليکي ((اوس مونږ پوه شوي يو چې د ځنو وجوهاتو پر اساس کميونزم ماتې وخوړله. اول خو دا چې د شخصي ملکيت د حقوقو نشتوالى يوه غټه مسئله وه او له هم دې وجې سووېټ ښاريانو پۀ اقتصادي طريقو او د پيداوار زياتولو پۀ ترڅ کې هيڅ دلچسپي نۀ درلوده. پۀ شوروي کې حکومت د پيداوار ټولې سرچينې د خپل واک او پاليسيو د لاندې لرلې. دويم دا چې ازاده او خپلواکه مارکيټونو وجود نه درلودۀ. پۀ مرکزي اقتصادونو کې تفصيلي حکومتي پلانونه ( چې د دي تو ضيح ورکوي چې څۀشي بايد تيار يا جوړ کړى شي او څنګۀ؟)د مارکيټ ځاى نيسي))١

تر د کال ٢٠٠٧د ښاغلي فرانک دې خبرې څۀ نا څۀ ځاى نيوۀ. ځکه چې امپر ياليسټي هېوادونه تر هغې د خپل غير اخلاقي ناوړه او د ښکيلاک نه ډک سيستوم پۀ مستۍکې مست،نشه نشه وؤ او پۀ دې خوشاله وو چې د سرمايه دارى سيستوم د برلين ديوال يا شوروي اتحاد نۀ دى چې دومره پۀ آسانۍ به راو غورځول شي (او يا به راوپرځيږي)

د ٢٠٠٧ ميلادي کال پۀ آخر کې پۀ امريکاي بانکونو کې د پيسو د نشتوالي يا د اقتصاد پۀ ژبه د Recession تورې وريځې را خپريدل پيل شول

پۀ هاغه وخت کې اقتصادي څېړونکو دا نظر درلودۀ چې Recession يوه وړه مسئله ده او دا به ژر هواره کړى شي.خو د کال ٢٠٠٨په آغاز کې چې کله نړيوال بانکونه کښېناستل نو د آزاد تجارت استعماري عالمان آخر پۀ دې فکر مجبوره شول چې څنګه د خپل (ورغوي  نه ښوېدونکې) سکې پۀ خپل موټي کې کلکې ونيسي او د دې لپاره امريکا پۀ نړېوال کچ د تېلو نرخ 150ډالره يو بېرل ته ورسولو ،د  تېلو نرخ خېژولو مقصد امريکاي ټولنه د پيسو مسلسل استعمال څخه  منع کول وو ځکه چې د Creditسيستوم د پاليسۍ له کبله بانکونه راغورځېدلي وو .د پېټرولو نرخ خېژولو سره وړوکي پانګوال خپله ټوله پانګه او  کاروبار د لاسه ورکړ او هماغه عمل پۀ ښکاره ډول تکرار شو د کوم ذکر چې کارل مارکس يو نيم سل کاله مخکې کړى و يعنى ((د سرماېې نړى کې لوي پانګوال وړوکى داسې تېروي لکه  پۀ بحر کې چې لوئ ماهيان واړۀ))٢

خو پۀ دې هم بس نشو.د ٢٠٠٨م کال په مېنځ او آخر کې د نړى لوي بانکونه او تجارتي کمپنئ د سخت تاوان سره مخ شوې او دولتونو د بېل اوټ(Bail-out) پلانونو اعلان پيل کړ

د امريکا د ليمن برادرز،ايچ بى ايف سي،د سکاټ لينډ آر بى ايس د انګلستان بار کلېز او د جاپان بانکونه او کاروبارونه دولتونو پخپله واخيستل او پانګوالو ته ې ډېره لږه برخه ورکړه .د موټرو ځنې کاروبارونو کې حکومتونو د بيل اوټ (يا د اقتصادي توپان نه د ژغورنې) دپاره پانګوالو ته دومره لوئ پورونه ورکړل چې ترېنه ښکاريږي چې پانګوال به خپل ګرو شوي کاروبار نه ډېر ژر لاس پرېمينځي-

امريکا کې د اوباما د نوي حکومت سره پۀ نړيوال بازار کې د څو اوونيو دپاره څۀ نا څۀ د کاروبار هلې ځلې ښکاره شوې خو اوس بيا د امريکا،انګلستان، جرمني(آلمان)،فرانسې،هسپانيې او جاپان بازارونه ورځ په ورځ راغورځېږي او اقتصادي پوهان واي چې د دې Recession نه د وتو موده به د اوباما ټولې دورې پورې وغڅيږي-

په دې ورستيو کې پۀ لندن کې د شلو لويو استعماري هيوادونو

(يعنى جى -٢٠) يوه لويه غونډه وشوه،تر څو پۀ دې فکر وکړي چې څنګه يو ځل بيا د استثمار يوه نوې لړى پيل کړي. پۀ دې لوړ پوړې غونډه کې پۀکاپيټلزم کې د ((اخلاقياتو)) راوستو خبره ډېره مهمه وه . ما نا دا چې ښکېلاکيان اوس پۀ دې پوه شوي دي چې نور د نړې غريب او بې وزله وګړي د تجارت ،مارکيټ او ګلوبلاېزېشن پۀ نوم نشي غولولى .پۀ غونډه کې د فرانسې له لورې پۀ ډېرو ټکو نيوکې وشوې او همدا رنګه آلمان هم د اوباما پۀ پلان ټکونه وکړل، خو پۀ آخره کې ټول پۀ يوې ګډې اعلاميې راغونډ شول او اوس به پۀ راتلونکو کلونو کې د استعمار په ((اخلاقي)) چارو د ښکېلاک لړى دوام ولري-

خو د پورتنى ذکر شوې غونډې سربېره نړيواله اقتصادي ستونځۀ دومره لويه ده چې ډېر ژر به کاروبار او د کاروبار ټولې سر چينې د دولت لاسونو ته ورشي او خپلواکه تجارت او پانګوال به له منځه لاړ شي-

يعنى امريکا او د دۀ ټول ملګري هېوادونه به مرکزي اقتصاد ولري. کۀ مونږ د سوسيالزم تعريف ته وګورو او د دې سيستوم مهم ټکي ولولو نو ترينه ښکاره کيږي چې پۀ دې سيستوم کې اقتصاد د دولت په لاس کې وي او هيواد کې طبقاتي ټولنه موجوديت نۀ لري .د کارل مارکس د سوسيالزم د خالصۍ نظريې نه قطع نظر خو  مرکزى اقتصاد ( چې کوم اوس پۀ استعماري هيوادونو کې راښکاره شوى دى )،کۀڅۀ هم د سوسيالزم يو قسم نۀ دى نو د سوسيالزم پۀ لور يو ګام ضرور دى .د بورژوا طبقه چې له منځه لاړه شي نو پرولېټرېټان پاتې شي او همدا عمل ښۀ پۀ توندى سره په امريکا ،انګلستان،آلمان،فرانسې،جاپان او هسپانيې کې روان دى-

سوال دا دى چې دې عمل کې به د پرولېټرېټ څۀ تاوان وشي؟د دې ځواب هم پۀ ټولنې کې ښکاره په سترګو ليدل کيږي پرولېټرېټان يا مزدوران په لوئ شمېر د کارونو څخه وويستل شول او بيا د مارکس خبره دلته هم ثابتيږي چې ((پرولېټرېټ سره څۀ نشته چې ترېنه لاس پرېمينځى،بغير د زنځيرونو!!))٣

د دې ليکنى په آغاز کې ما د پوهاند فرانک د کتاب څخه د کميونزم د ماتېدو چې کوم وجوهات رانقل کړي دي ،نو دا وجوهات کۀ مونږ پۀ نني اقتصادي تناظر کې وګورو نو دا ښکاره کيږي چې فرانک صرف د شوروي اتحاد سره د کينې پربنسټ دا وجوهات ليکلي دي او ترېنه د سوسيالزم څخه د کرکې جذبات راڅاڅي،پۀ حقيقت کې مارکس ويلى وو چې که سوسيالستى انقلاب رانوستاىشو نو بيا به هم  يوه ورځ اقتصادي سيستوم پخپله رانړيږي او لار به د سوسيالزم دپاره هواريږي. نو د غربي امپريا ليسټي څېړونکو د لويو لويو دعوو باوجود،نړيوال اقتصاد د سوسيا لزم پۀ لور روان دى او هغه ورځ لرې نۀ ده چې نړى به د پانګوال او مزدور پۀ ناوړه او ناولو برخو نوي ويشل شوې او ټوله نړى به د امن پۀ فضاء کې ساه واخلي-

خو د دې هر څۀ باوجود د يو افغان پۀ  حيث زۀ دا افسوس کوم  چې کاش د ثورانقلاب ناکامولو لپاره اشرارو (چې د اسلام پۀ سترګه هم اشرار وو نۀ چې مجاهدين!!) خپل ځان په پانګوالو او امپرياليسټانو نه واى خرڅ کړى نو اوس به د نيمې نه زياته نړى په امن او خوشالى ژوند تېرولو ….!!!


اخځليکونه :

   Frank , Robert H and Bernank, Bens.
            Principles of Economics, Second Edition
            McGraw Hill/Irwin Publishers, 2004
Marx ,Karl and Engles, Friedrich
        The Communist Manifesto published by Penguin Group, 2002
Marx ,Karl and Engles, Friedrich
        The Communist Manifesto published by Penguin Group, 2002