کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جمهوري ریاست ته کانديدان او د نظار ډلګې خپکۍ

جمهوري ریاست ته کانديدان او د نظار ډلګې خپکۍ

اوس چې په افغانستان کې جمهوري ریاست ته دټاکنونیټه په رانږدۍ کېدوده نوورسره دټاکنیزو منډو ترړو ، غوږ بوڅيو، ماملواوآن چلوټیوبازارښه تود دی. خوداچې چمهوري ریاست ته به ټاکنې هم وشي اوکه نه دالانه ده روښانه؟ ټاکنې کېږي اوکه نه ، دابه پرېږدوخوهغه څه چې دډېرې حیرانتیاوړ دي هغه دځینوکاندیدانوبې وسي، لنډ فکري اوله تېر وخت نه لوست نه اخیستل دي.

له دې ټولوتجربوسره سره چې موږ هریوه ته دلمرپه شان روښانه دي اودسرپرسترګومولیدلي چې دنظارشوراسرلاري له ځان اوخپلې ولسلوالۍ پرته بل هیڅوک نه غواړي اوکه ددوی هرڅوک آن خپله احمد شاه مسعود هم راژوندی اودکوم چا مرستیالۍته کاندید شي خوپه مقابل کې ددوی کوم قوماندان ګډا، بالول اویاجلندر کاندید وي نودوی احمدشاه مسعودته رایه نه ورکوي اوهغه قوماندان ته یې ورکوي چې ځان یې جمهوري ریاست ته کاندید کړی دی . دجمهوري ریاست په ټاکنوکې موږ ټولوولیدل چې حامدکرزي ددې له پاره احمدضیا مسعود دخپل مرستیال په توګه غوره کړ چې داحمدشامسعود ورور ؤ اوپایله یې داشوه چې په ټول پنجشیر کې یوازې ۶۷ کوچیانوښاغلي کرزي ته رایې ورکړې وې . خوبیاموهمداښاغلی مسعود چې دښاغلي کرزي په خیراتي رایودجمهوررئس مرستیال ټاکل شوی ؤ له پنجشیر پرته نه دنورافغانستان جمهوررئس مرستیال اونه یې نورڅوک پېژندل داخومحمد یونس قانوني ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړی ؤچې څه ناڅه رایې وګټلې خوپه دې کې هیڅ شک نه شته که ښاغلی قانوني هم دجمهوررئس کرزي په خواکې درېدلی وای نووطندارانویې بیاحفیظ منصور ته رایې ورکولي اوکرزي دا هوښنیاري وکړه چې قانوني یې ځان ته نږدې نه کړ که نه اوس به ښاغلی منصورهم لوی سړی وای. خبره به نه اوږدوو اوس هم له جمهوررئس کرزي نیولې ډېروکاندیدانو دنظارډلې هغه خیرات ته سترګې نیولي اوغواړي خپل مرستیال دنوموړې ډلې کوم سرلاری غوره کړي چې کله به یې هم مزه ونه څکي .
ویل کېږي، ښاغلی کرزی بیاپرقسیم فهیم ګوتې وهي په دې هیله چې داځل خپله تېروتنه سمه کړي اودپنجشیررایې به دښاغلي فهیم له برکته وګټي خوداخوب دې اوبوته ووايي په دې سره دی هیڅ نه شي ترلاسه کولی بلکې ډېرڅه له لاسه هم ورکوي.
لومړی خوښاغلی فهیم هغه دڅوکالوپخوافهیم خان نه دی چې شمالي ولایتونوته په ورتلوسره یوشمېر خلک دده مخې ته راووتل اوس داښاغلی ډېر کمزوری شوی خلکوته دده ، دبې شمېره لوړوپوړوودانیو، بانکونوډکولو، ډول ډول ماملو ، سپي جنګولو، آسونوځغلولواونورکیسې مالومې دي اوس یې څوک بیخي په ټیټه بیه هم نه ابله خلي.
بله داچې څه موده مخکې دسیاسي چاروڅېړونکي پوهنمل محمداسماعیل یون په یوه لیکنه کې په دې اړه ویروونکې وړاندوینه هم کړې اوهغه داچې که ښاغلی فهیم دجمهوررئس مرستیال وټاکل شونوجمهوررئس کرزی به دهغه مرستیال وي.
داخبره ترډېره ځکه سمه ده چې دښاغلی فهیم حالت اوس ټپي مارته پاتې کېږي نوکه داځل یې واک ته ګوتې ورسېدې نوداول اوآخرقصوربه وباسي. اوکه ښاغلی کرزی دې داهم په یادلري! کله چې ښاغلی فهیم دده مرستیال ؤ نودټولومنل شویو دودونو خلاف به یې دنړۍ مشرانو دمبارکۍ پیغامونه لېږل ترڅووښيي چې دمملکت اول سړی دی، دی.
ځینې نورکاندیدان لکه دکورنیوچارووپخوانی وزیر علي احمد جلالي هم په دې لټه کې دی چې څه ډول دنظارشوراډلګې دخیالي غوړې شوراپه کاسه کې خپله ډوډۍپورې کړي.
ښاغلی جلالي غواړي داځل دتعمید غسل وکړي اونظارډلګې ته ددوی دڅوکسانوادولون بدلون کفاره ورکړي .
سره له دې چې ښاغلي جلالي هماغه وخت هم کومه توره نه وه کړې یوازې دنظارشوراځینې کسان یې د دادو له کلي دشادو کلي ته بدل اوپه خپله یې هم ددوی په چورکې ونډه اخیستې وه. ښه بیلګه یې په شیرپورکې دنومرې غصبول دي.
داسې ګنګسې دي چې ښاغلی جلالي غواړي داحمد ضیا مسعود ملاتړخپل کړي. نوزه ښاغلي جلالي ته وایم چې احمدضیامسعودله کرزي سره جوړ نه شوچې هرڅه یې ورسپارلي ؤ خودی بیاهم قانع نه ؤ نوته خوګمان کېږي؟؟؟!!!چې یوڅه به له حامد کرزي نه تریخ یې نوله تاسره به ښه جوړشي؟
اوبله داچې احمدضیامسعودحامدکرزي ته څومره رایې وګټلې چې هغه وخت وخت لادآمرصایب ویر هم دده په وطندارانوکې لاتود ؤ نوتاته به څه ګټه وکړي؟
دترلاسه شویوڅوورځې مخکې مالوماتوله مخې یوازي ډاکتر اشرف غني احمدزي دنظارشوراډلګۍخیرات ته سترګې نه دی نیولي ډېر نور نوداسې ګڼي چې دغه ډلګې اوس په افغانستان کې دتاج بخشۍ فرمان له لوح محفوظه له خانه سره لري اوکه هرڅوک ځان ددوی په لمن کې ورواچوي نوتوبه، یې قبوله اودارګ دروازې به یې پرمخ پرانیستل شي.
خویارانوپه خلاصوغوږیې واورئ داخلک هیڅ هم نه شي کولی اونه دې څوک له دوی کومه تمه ولري. داځکه چې له احمدشامسعودنه خودوی دانساني ټولنوپه تاریخ کې ترټولو دستاینې لوی بت جوړ کړی خودهغه ورورته یې ځکه رایه ورنه کړه چې دکرزي مرستیالي یې منلې وه.
داخبره مې ځکه تکرارکړه اوتکرارووم یې چې دوی دځان خوښوونې ښه پوره لاسوندونه لاډېر پخواوړاندې کړي . وګورئ کله چې په جبل السراج کې احمدشاه مسعود دازبکوملیشوله مشررشید دوستم اودعبدالعلي مزاري هزاره حزب وحدت سره یوازې ددې له پاره ائتلاف وکړ چې هغوی اوده د پښتنوواکمني نه غوښته، دوی نورې کومې ځانګړې مذهبي قومي او ایدیولوژیکي اړیکې نه درلودې خوداموهم ولیدل چې پر هزاره ګانویې په چیندولو، افشارواودریمې کارتې اوازبکانویې په بابر بڼ او ژوبڼ،مرنجان غونډۍاونورځایونوکې څه وکړل.
داخلک یوازې اویوازې ځان غواړي اوبس دوی کله هم دافغانستان په اړه فکرنه د ی کړی ددوی نړۍپنجشیر ده اوبس.
رابه شوبیاهم دې ته چې ولې کاندیدان دنظارشوراخپکۍ دومره تراغیز لاندې راووستلي چې هرڅه په همدې ډله کې ګوري او دافغانستان نورټول ملت یې له یاده ووتلی.
بیاهم وایم که هرکاندیدله نظارډلګۍنه خپل مرستیال غوره کړي نوپه دې سره به ټول ملت له ځانه لرې خوددغې ډلې رښتینی ملاتړ به هم خپل نه کړي.
 هغه کاندیدان چې په رښتیاسره غواړي اوپه دې تمه دي چې ارګ ته ځان ورسوي، نه هغه کاندیدان چې هسې دنوروموخوله پاره غواړي ځان کاندید کړي،نوزمامشوره رښتینو کاندیدانو ته داده چې خپل مرستیالان دې دوړتیا، ملت اوترډېه خپله د کاندیدکړن لارې ته دوفادارۍله مخې غوره کړي چې سبابیالکه دښاغلي کرزي غوندې په جوال کې نه وي ورسره لوېدلی. دښاغلي کرزي مرستیال دده پرضدجبهه جوړه کړه اوکه بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه وی نودکودتاهڅه به یې هم کړې وای.
دافغانستان په اساسي قانون په کومه ماده کې راغلي چې دجمهوررئس مرستیال دې تاجک اوحتمي دنظارډلې کوم سرلاری اودووم مرستیال دې هزاره اوحزب وحدت کوم مشروي؟
اساسي قانون وايي : جمهوررئس دې دوه مرستیالان ولري.
داچې کوم تاجک ، هزاریاازبک کاندید اړ نه دی چې خپل مرستیال پښتون اوله کندهارنه غوره کړي نوپښتون کاندید بیاچادې ته اړکړی چې خپل مرستیالان دې له دوی نه غوره کړي که دکاري وړتیااویاجمهورئس سره ګوندي اړیکې لري دده دکړن لارې پلوی وي ، خدای دې وکړي نورستانی، هندو،سک پشه یي، چارایماق اویا ګوجروي هیڅ فرق یې نه شته هغوی هم دافغانستان اتباع دي اوحق لري چې په لوړ مقام کې دنده ولري.
خوکه بیاهم له دې چاره نه وي نوبیاتاجکان خونورهم ډېر دي دتاجکوقواله خودنظارډلې نه ده اخیستې، کیدی شي دجمهوري ریاست کاندیددې دکوم بل ځای تاجک دخپل مرستیال په توګه غوره کړي. داکارترټولومخکې په خپله ددنظارډلې وطندارانوپه ګټه هم دی . داځکه چې دوی هرځای اوپه هرمقام کې چې وي یوازې دخپل کليوالو په اړه فکرکوي نه دنوروپه هکله ، طبیعي ده چې په دې سره دنوروسیموخلک له دوی سره کینه پیداکوي.
دوی دې پرېږدي چې خپله جمهوري ریاست ته خپل کاندید ولري اوهمغه ته خپلې رایې ورکړي که یې وګټله نودابه هم ښه خبره وي دوی دې داځل جمهوررئس هم ولري اوملت ته به هم مالومه شي چې خبره چېرې اوڅه ډول ده ؟ نه داچې جمهوررئس ته نورملت رایې ورکړي اوپه خوپه حقیقت کې اوله څوکۍ ددوی اومزي چړچي وکړي اومسولیت یې دبل چاپرغاړه وي.
که کوم بل څوک دجمهوررئس مرستیال په توګه وټاکل شي نودټول هېوادغم به ورسره وي اوهغه دچاخبره ټولوته به په یوه سترګه ګوري، په دې سره به له یوې خواټولنیزعدالت پلی شوی وي اوله بله پلوه به دنظارډلې وطندارانوته هم څوک په بده سترګه نه ګوري.
کاندیدان دې ښه فکروکړي چې دنظارډلګۍ له خپکۍ ځان خلاصوي اوداول اوآخر لانجه همدااوس غوڅوي ؟ که په خپله واکمنۍ کې بې واکه اودهمدې خپکۍپه منګولوکې شټنکې وهي اولکه مچ چې بیاهرڅوخپل سرپه سوکانوووهي هیڅ هم نه شي ترلاسه کولی!!!!!

تبصره نسته

  1. سلامونه ټولو وطنوالو ته د زړه د کومی !
    ګرانو وطنوالو مونږه او تاسو به ترکومه ویده وو او د افغانستان دښمنانو ته به غړیدلو سترګو ګورو تاسو د مړشوی احمد شا ه مسعود وینا په یادکړی چه هعه وویل(( ما یک تاجکستان کلان میخواهم)) نوموړی دغه ارمان دخوبه ډک ګور ته یوړو. د افغانستان د نوی جوړښت سره وګوری چه د امن مدغیانو دعه ګوند ته څومره قدرت ورکړو مګر نتیجه یی تاسو ووایی؟؟؟؟ دپه مثال ده هغه متل وو چه ویل کیږی په پیشوو غوښه ساتی .چه څرنګند مثال یی د مارشل صاحب، قانونی صاحب او ددوی دهمکارانو په کارته پروان کی د شخصی محبس جوړه ول وه چه د بیچاره جیک په واسطه تر سره کول.
    افسوس دی افسوس دی زردفغه افسوس دی : چه محترم کرزی د پښتون قوم نمایینده او د افغانستان منتخب ریس جمهور یو ځل بیا د غلو دریم رهبر یی حپل اول معاون وټاکه.
    حیران یم چه څه وکړه د چا رهبری ته لبیک ووایو د طالب چه بیګناه ځوانان وزنی او یا د علو خامارانو ډلی ته .
    تو به توبه توبه