کور / سياسي / ولې پاكستانيان د افغانستان په چارو كښي مداخلې كوي؟

ولې پاكستانيان د افغانستان په چارو كښي مداخلې كوي؟

د پاكستان پوځي كړيو له ډيري اوږدي مودي راهيسي زمونږ د هيواد او ولس پر وړاندې د ښه ګاونډيتوب نيت نه درلود او تل يې هڅه كړى ده چې زمونږ د هيواد په كورنيوچارو كې د خپلو شومو موخو د پلې كولو لپاره لاس وهني وكړي او زمونږ په خاوره كې د تيرو كلونو په شان تر يوه نامه او بل نامه لاندې د اور لمبي بلي وساتي تر څو دوي وكولاي شي خپل هغه ناروا اهداف چې زمونږ د ولس پر وړاندې لري تر لاسه كړي.


دا دى يو ځل بيا هم د تيرو وختونو په شان په افغانستان كې د پاكستان پخواني سفير رستم شاه مهمند د پاكستان له يوې ورځپاڼي سره د يوې مركي په ترڅ كې زياته كړى ده چې له افغانستان څخه دي د ناتوائتلافي ځواګونه ووځي او د هغوي پر ځاي دى د اسلامي هيوادونو سوله ساتي ځواګونه ځاى پر ځاى شي.


د رستم شاه مهمند له دغو څرګندونو څخه دا په ډاګه كيږي چې د پاكستان دولت او چارواكي تل د افغانستان پر وړاندې له دوه مخى چلند څخه كار اخلي او زمونږ په كورنيو چارو كې د لاس وهني په هڅه كې دي.


دا چې رستم شاه مهمند د افغانستان په اړه كومه پريكړه وكړي دا به ښه وي چې د خپل هيواد د اوسنى كركيچ ، نا امنيو او معامله ګريو لپاره د خلاصون لاره ومومي چې نن ورځ د خپل نا سم او دوه مخى سياست په ترڅ كې ورځ په ورځ له نويو چلندونو سره مخامخ كيږي او د ترهګرو او القاعده ډلو د فعاليت لمن تر اسلام آباده پورې د رسيدو په حال كې ده او د دوي له كلك ګواښ سره مخامخ دي چې اوس په خپله د پاكستان دولت د دوي د مخنيوي لپاره عاجز پاتي دي او مجبوره دي چې د دوي ټول غوښتنو ته غاړه كيږدي چې ښه بيلګه يې د سوات توافقنامه وه چې د هغوي ټولو غوښتنو ته يې غاړه كيښوده او سره له هغه هم اوس دغه نوموړى ډلي د اسلام آباد په لورې د پر مختك پر حال كې دي. چې دا په خپله د دي ښكارندوي كوي چې د پاكستان دولت د بحرنيو ځواګونو مرستي ته اړتيا لري او ښاغلى رستم شاه مهمند چې د افغانستان لپاره د اسلامي هيوادونو د سوله ساتو ځواګونو د راتګ غوښتنه كوي دا به ښه وي چې د خپل هيواد د ژغورني لپاره د نوموړو ځواګونو د راتګ غوښتنه وكړي ځكه چې دا يو واضيح او روښانه حقيقت ده چې پاكستان اوس د ترهګرو او تروريستانو لپاره يو د امن ځاي دي او د نوموړې هيواد او په ځانګړى توګه د استخباراتي سازمان I S I له پوره ملاتړ څخه برخمن دي او د دغه سازمان لخوا تر ښوونې او روزنې لاندې نيول كيږي . او د دي تر څنګ د بنيادګرو او القاعده سازمان غړو ټولو د پاكستان د آزادو قبايلو په سرحدى غرونو او درو كې پناه اخيستي ده او هر وخت له نوموړو سيمو څخه خپل ترهګريز فعاليتونه د سيمي هيوادونو په تيره بيا د افغانستان پر وړاندې تر سره كوي.


د ښاغلى مهمند د دغو بې اساسه څرګندونو په اړه بايد وويل شي چې د افغانستان هيواد او مظلوم ولس يو ځل د دغو اسلامي هيوادونو په ځانګړى توګه د عربي، پنجابي،الجزايري، يمني،مصري،چيچني،سوداني … . او داسي نورو سوله ساتو ځواګونو د واګ توره دوره په افغانستان كې تجربه كړى ده چې په ډول ډول پلمو يې د افغانستان مظلوم او بې ګناه ولس په وژنه لاس پورې كړ او غوښتل يې چې د خپلو غير اسلامي او غير انساني موخو لپاره افغانستان د ترهګريزو فعاليتونو او نيشه يې توګيو د قاچاق او كركيلي په مركز بدل كړي. او د د وي په لمسون يې زمونږ ټوله مادي او معنوي شتمني له خاورو سره خاوري كړي چې بالاخره نړيوالې ټولنې ته دا په ډاګه شوه چې دوي غواړي افغانستان د ترهګرو او القاعده ډلو په مركز بدل كړى.نو نړيوال ائتلافي ځواګونه افغانستان ته د نوموړو ډلو د ځپلو او د هغوي د له منځه وړلو لپاره د نړيوالې ټولنې له لورې افغانستان ته راغلي تر څو دغه هيواد د دغو تروريستو او دهشتګرو ډلو له شتون څخه د تل لپاره خلاص كړي ، نه دا چې د دوي پشان يې په يوه تروريستي مركز بدل كړي.


رستم شاه مهمند ته دا وايو چې د افغانستان خلكو د دغو ځواګونو د كړو وړو يوه توره دوره په تيرو كلونو كې آزمايلي ده او بيا به هيڅ كله هم دوي ته دا موقع په لاس ورنكړي چې يو ځل بيا د دوي د شومو موخو ښكار شي.څرنګه چې ټولو ته جوته ده چې اوس پاكستان د نوموړو ډلو په مركز بدل شوي او ورځ په ورځ د پاكستان دولت له خنډونو سره مخامخ كوي، پكار ده چې ښاغلى مهمند له دغو ډلو څخه د خپل هيواد د ژغورلو لپاره د لا زياتو ترهګرو د راتګ غوښتنه له يادوشويو هيوادونو څخه وكړي نه د افغانستان هيواد لپاره ځكه چې د افغانستان دولت او خلك د دوي پر وړاندې د مبارزي لپاره پوره تيارى لري نه د پاكستان دولت پشان چې د هغوي پر وړاندې يې د تعظيم سر ټيټ كړى دي.


په درنښت